تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۸مه: په چین کې مېشتو افغان محصلانو او سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ له خونې سره په همکارۍ د عامې روغتیا وزارت لپاره د یو میلیون ډالرو طبي وسایل او تجهیزات را استولې دي.
د عامې روغتیا وزارت تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د مرستې په دغه محموله کې د اکسیجن دستګاوې، ماسکونه، محافظتي کېټونه، عینکې او ترمامیټرونه شامل دي.
خبرپاڼه د وزارت د مالي او اداري معین شفیق الله شهیم له قوله وايي، چې د افغان سوداګرو او محصلانو لخوا را استول شوي تجهیزات به د ټول هېواد په روغتیايي کارمندانو وویشل شي.
تر دې وړاندې قطر له افغانستان سره د یو میلیون او ۳۰۰ زره ډالرو تجهیزاتو مرسته کړې وه.
افغانستان دا مهال په طبي برخه کې د وسایلو او تجهیزاتو له کموالي سره لاس و ګرېوان دی په داسې حال کې چې د کورونا ویروس پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي.