تاند- چین وايي، په اقتصادي دهلېز یا کوریدور کې د افغانستان د شاملېدو هدف د کوم بل هیواد څنډې ته کول نه دي.

د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په لومړۍ درې اړخیزه غونډه کې وړاندیز وکړ چې د چین- پاکستان اقتصادي کوریدور (دهلېز) دې افغانستان ته وغځول شي.

چین په دې پروژه، چې پراخ سړکونه، رېلارې او صنعتي پارکونه پکې شامل دي، شاوخوا ۵۰ ملیارد ډالره لګوي.

ایشیا ټایمز ورځپاڼه وايي، د چین دې وړاندیز هندي چارواکي په نوي ډیلي کې وارخطا کړل خو چین ډاډ ورکوي چې د دې پروژې هدف یې یوازې اقتصادي دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت له ویندوی هوا چونینګ نن /چهارشنبه/ پوښتنه وشوه چې د چین – پاکستان په اقتصادي دهلېز کې د افغانستان د شاملېدو هدف خو به دا نه وي چې هند ته د یوازې توب احساس ورکړل شي؟

ده وویل، د چین وړاندیز له دې مسلې سره هیڅ ارتباط نه لري.

«هماغه راز چې د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي پرون وویل، د چین- پاکستان د اقتصادي کوریډور هدف درېمګړی هیواد نه دی.»

ښاغلي هوا ټینګار وکړ، د افغانستان، پاکستان او چین د درې اړخیزې همکارۍ هدف د کوم بل هیواد پر ضد نه دی او باید چې هیڅ هیواد په دې نوم د اغېز شیندلو یا لاسوهنې هڅه ونه کړي.

چین ممکن په اقتصادي کوریدرو کې د افغانستان د شاملولو په اړه له امریکا سره سلا مشوره وکړي.

د دې پروژې د غځېدو په صورت کې به نه یوازې افغانستان ډېره اقتصادي ګټه وکړي بلکې عملاً به د افغانستان د ولسمشر هغه هدف پوره شي چې غواړی افغانستان د منځنۍ – جنوبي اسیا او لوېدیځې اسیا او چین ترمنځ د راکړې ورکړې په څلورلارې بدل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *