تاند- د چین د بهرنیو چارووزارت وویل چې دا هیواد د افغانستان په سوله او پرمختګ کې د ګډو هلوځلو لپاره له پاکستان سره په تماس کې دی.
ټاکل شوې ده چې چین، روسیه او پاکستان د روان دسمبر په ۲۷ مه د افغانستان د حالاتو په اړه په مسکو کې غونډه وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ګینګ شوانګ نن /چهارشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل چې هیواد یې له پاکستان سره تماسونه پیل کړي څو د افغانستان له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.
ده په مسکو کې له پاکستان او روسیې سره د افغانستان په اړه غونډه په همدې لړ کې هڅه وبلله.
شوانګ له هند سره د چین د اړیکو په باب وویل چې دواړه هیوادونه د پرمختګ لپاره د شراکت لور ته پر مخ روان دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل، چین او هند، چې د سیمې دوه ستر هیوادونه دي، په یو شمېر مسلو کې اختلاف لري خو د دوو ګاونډیانو په توګه له یو بل سره همکاري کوي او خپلې اړیکې ورځ په ورځ نژدې کوي.