تاند- چین نن /پنجشنبه/ وویل، باید ټولې اړوندې خواوې هلې ځلې وکړي چې په افغانستان کې د پخلاینې لپاره مثبت شرایط رامنځنه کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی هونګ لي د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل:«د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزه همږغوونکې ډله د افغنستان د پخلاینې په هدف جوړه شوې، او ټولې اړوندې خواوې باید په ګډه کار وکړي چې دې هدف ته ورسېږي.»

هونګ همداراز وویل، نړیواله ټولنه باید د تروریزم پر ضد او په افغانستان کې د پخلاینې د ملاتړ په اړه د پاکستان هلې ځلې ومني.

ده د پاکستان په خاوره کې د امریکايي الوتکو له لوري د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژلو ته په اشارې وویل چې باید د پاکستان مځکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی وشي.

چین د پاکستان نژدې متحد دی او سره له دې چې د سین کیانګ یا شین جین ترهګر د پاکستان له تروریستي روزنځایونو سره تار لري، خو بیا هم له هند سره د سیالۍ په خاطر د پاکستان «خیال ساتي».

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز نن وویل چې حکومت یې لا هم باوري دی چې باید د څلور اړخیز ګروپ هلې ځلې دوام وکړي او ورڅخه لاس وانخیستل شي.

ده وویل چې دا غوښتنه یې د افغانستان له حکومته هم کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز، چې په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، همداراز وویل، په افغانستان کې د سولې د راتګ یوازینۍ لار د افغانستان د حکومت او طالبانو مخامخ خبرې دي او دا کار یعني خبرې د څلور اړخیزې ډلې له لارې کېدای شي.

پاکستان په څلور اړخیزو خبرو کې ژمنه کړې وه چې وسله وال طالبان به د سولې خبرو ته حاضروي او که دا ډله حاضره نه شوه په خپله خاوره کې به د هغې پر ضد اقدام کوي خو وروسته یې وویل چې که د طالبانو پر ضد ګام واخلي، د پاکستان خپل مشکلات به زیات شي.

2 thoughts on “چین وايي، په افغانستان کې د پخلاینې لپاره باید ټولې خواوې مثبت شرایط رامنځته کړي”
  1. Salamooona
    Afghan never trust this corrupt and terrorism centre Afghanistan just keep going current policy keep tight friends ship with great country india and semi corrupt country iran China and other western countries want to continous their two faces policy about fakistan instead to eradicate the problem front fakistan region and bring pressure support this corrupt country all Afghan never forget great country India and their rehabilitation program in war torn country Afghanistan long live Afghan and India.

  2. زه فکر کوم چی افغانستان اوس پدی پوهیدلی ده چی مونږ باید داسی هیواد چی زمونږدوینو سره لوبی کوی باید هغه ته دوست ونه ویو هغه که سل څله مسلمان هیواد هم وی او که څان ډیر شریف هم ګڼی مونږ باید داسی څوک غوره نکړو چی غله ته وویی چی عله وکه او دکور څښتن ته وویی چی کور دی وساته اوس هغه وحت رارسیدلی چی حپلی هیلی په حپله پوره کړو نه ده چی بل چه ته لاس و‌ږد کړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *