تاند- د چین حکومت په خپل هیواد کې د پر له پسې اقتصادي او صنعتي ودې په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي چې د پرمختګ له برکته په تېرو درو لسیزو کې ۷۰۰ ملیونه چینایان له نېستۍ او بېوزلۍ ژغورل شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې په چین کې له فقره د ۷۰۰ ملیون انسانانو وتل دا معنا لري چې په درسته نړۍ کې اویا سلنه انسانان له بېوزلۍ ژغورل شوي دي.

په ۱۹۴۹ م کال د چین په سلو کې ۸۰ خلک بې سواده ول او د ښوونځي په عمر د برابرو کسانو په سلو کې ۲۰ درس وایه خو اوس په سلو کې ۹۹ اعشاریه ۸۸ چینایان لیک لوست کولی شي او ۸۷ فیصدو یې تر لېسې لوړې زده کړې کړي دي.

همداراز په دې موده کې چین د خپلې خاورې په سلو کې ۶۶ په ځنګلونو پوښلې ده یعني په ۲۰۸ ملیون هکتاره مځکه کې یې ځنګلونه کښېنولي دي.

One thought on “چین وايي، په ۳ لسیزو کې یې ۷۰۰ ملیونه انسانان له لوږې ژغورلي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *