تاند- د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی وايي، هیواد یې د افغانستان د منتخب حکومت او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

ښاغلي دینګ کسیجون نن /دوشنبه/ په پیکینګ کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال وویل، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانانو له لوري انتخاب شوی دی.«موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې د بهیر ملاتړ کوو او حاضر یوو چې د دې پروسې په پرمخ بیولو کې رول ولوبوو.»

ده د افغانستان او پاکستان حکومتونه د تروریستي ضد هلوځلو په خاطر وستایل او ویې ویل چې دواړو هیوادونو ډاډ ورکړی چې د چین دښمن د دوی دښمن هم دی.

دینګ کسیجون د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې او په سیمه کې سوله او ثبات د چین په ګټه وباله.

ده د پاکستان او چین اړیکو او په پاکستان کې د چین له لوري د یو سړک او کمربند پروژې ته په اشارې وویل، که په افغانستان او پاکستان کې سوله او ثبات نه وي، چین – چې پر دې پروژې پانګونه کوي – زیان ویني.

د افغانستان لپاره د چین خاص استازي، چې افغانستان او پاکستان ته د چین د بهرنیو چارو وزیر له سفره وروسته خبرې کولې، د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان د سولې او پخلاینې په پروسه کې تر ټولو مهم اړخ وباله او هیله یې څرګنده کړه چې امریکا به لا مثبت رول ولوبوي.

 د یوې پوښتنې په ځواب کې دینګ کسیجون روسیه هم د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې د مهم هیواد په توګه یاده کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *