تاند- چین له امریکا سره د اختلاف له کبله د ملګروملتو په امنیت شورا کې د افغانستان د سیاسي ماموریت د تمدید مخه نیسي.

دیپلوماتان وايي، ټاکل شوې وه چې پرون (دوشنبه) په امنیت شورا کې د یوناما یا په افغانستان کې د ملګروملتو پر مرستندوی ماموریت رایې واخیستل شي، خو د دې ماموریت له اوږدېدو سره د چین د مخالفت له کبله او د دې لپاره چې پر موضوع نورې خبرې وشي، رای اچونه نن ته وځنډول شوه.

په افغانستان کې د ملګروملتو ماموریت نن (سې شنبه) پای ته رسېږي.

د دې ماموریت د تصویب لپاره د امنیت شورا له ۱۵ دایمي او غیردایمي غړیو څخه د ۹ موافقو رایو ته اړتیا ده خو چین، روسیه، فرانسه، امریکا او بریتانیا هره پرېکړه ویټو کولی شي.

د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې، مخکې تر دې چې په دې اړه پرېکړه نن ته وځنډېږي، دیپلوماتانو وویل، چین غواړي چې په افغانستان کې د ملګروملتو د سیاسي ماموریت د تمدید لپاره د جرمني او اندونیزیا له لوري چمتو شوی پرېکړه لیک ویټو کړي ځکه چې په دې پرېکړه لیک کې د چین کمربند او سړک پروژې ته اشاره نه ده شوې.

په ملګروملتو کې د چین استازندوی دفتر یا استازي په دې اړه د تبصرې په باب د رسنیو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت، چې په ۲۰۰۲ م کال کې تاسیس شوی، اوس له افغانستان سره د میزان د ۶ (سپټمبر۲۸) د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مرسته کوي او په عین حال کې هڅه کوي چې د افغانستان حکومت او طالبان د سولې خبرې وکړي.

تر دې وړاندې په امنیت شورا کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت (یوناما) هر کال بې جنجاله تصویب شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *