تاند- د چین د بهرنیو چارو وزیر نن په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره د افغانستان د سولې د بهیر او له افراطیت سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.

د چین د باندنیو چارو وزیر وانګ يي وویل، هیواد یې له افغانستان سره ژورو اړیکو ته ځان ژمن بولي او د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

ولسمشر کرزي د افغانستان او چین اړیکې تاریخي وبللې، ویې ویل چې په تېرو ۱۲ کلونو کې د دوو هیوادونو اړیکې لا پراخې او ټینګې شوي دي.

ولسمشر کرزي د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان راتلونکی حکومت به هم له چین سره اړیکو او همکاریو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د پخلاینې غوښتنه

چین له افغانستانه وغوښتل چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هر اړخیزه سیاسي حل لار ولټوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، هیواد یې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي  تړون په برخه کې د افغانستان د خلکو د پریکړې درناوی کوي .

ښاغلي وانګ یې دغه خبره نن کابل ته د خپل سفرپه ترڅ کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړه .

سره له دې چې چین له افغانستان سره ډېر کوچنی او هغه هم په لوړو غرونو کې پوله لري، د افغانستان د حالاتو په اړه اندېښمن دی.

د چین اندېښنه تر ډېره له دې کبله ده چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به په دغه هیواد کې د سخت دریځو قوت زیات شي او د چین شین جیان ته به ستونزې ډېرې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې له امریکا سره دافغانستان د امنیتي او دفاعي تړون په برخه کې د سیمي د هیوادونو اندیښنې هم له پامه ونه غورځول شي.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له چین څخه وغوښتل چې تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان د پوځي او امنیتي ځواکونو په روزنه او تجهیز کې مرسته وکړي .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ضرار احمد مقبل وویل، افغانستان لیواله دی چې په هیواد کې یې هر څومره ژر چې کېدای شي پراخه او هراړخیزه پخلاینه وشي او فکر کوي چې چین په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *