تاند- چین نن /چهارشنبه/ دا خبره رد کړه چې ګنې دا هیواد غواړي په افغانستان کې پوځي اډه جوړه کړي.

چین په افغانستان کې د اډې د جوړولو خبر وروسته له دې رد کړ چې د هانګ کانګ یوې ورځپاڼې راپور ورکړ چې چین د افغان پوځیانو د روزنې د یوه کمپ په جوړولو کار پیل کړی دی.

ساوت چاینا مارنینګ ورځپاڼې د چین د پوځ د نامعلومو سرچینو په قول وویل، چین د واخان په دهلېز کې چې د چین، پاکستان او تاجکستان ترمنځ پروت دی، د افغان ځواکونو د روزنې لپاره کمپ جوړوي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندویې هوا چونیانګ وویل چې دا راپور حقیقت نه لري.

دې یوې خبري غونډې ته وویل:

«د دې خبر له لیدو وروسته څرګنده شوه چې هغه رښتیا نه دی. نه کمپ شته او نه یې روزنه، دا حقیقت نه لري.»

هوا دا هم رد کړه چې چین دې سیمې ته خپل پوځیان لېږي یا لېږلي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د چین دفاع وزارت په افغانستان کې د اډې د جوړولو په اړه د دوی پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان په واخان سرحدي سیمه کې د چین له لوري د پوځي اډې د جوړېدو خبر خپرېږي. تر دې وړاندې د سږکال په جنورۍ میاشت کې هم ویل شوي و چې چین د افغانستان په پوله کې د افغان امنیتي خواکونو لپاره یوه لوا جوړوي خو وروسته د چین دفاع وزارت دا راپور رد کړ.

دې وزارت همداراز هغه راپورونه هم رد کړي وو چې پوځي وسایط یې د افغانستان او چین په پوله کې ګزمې کوي.

چین له افغانستان څخه د یغور مسلمانو بېلتون غوښتونکو د وراوښتو له درکه ډېره اندېښنه لري.

په وروستیو کلونو کې د چین په شینجن نارامه سیمه کې په سلګونو تنه وژل شوي دي.

د چین حکومت د شینجن د سیمې د نارامۍ علت اسلامپال وسله وال بولي.

چین له امریکا او پاکستان سره په افغانستان کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د منځګړتوب لپاره هلې ځلې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *