تاند – په یوه تازه راپور کې، چې بلومبرګ بیزنیس ویک خپور کړ، ویل شوي چې چین له خورا کوچنیو چیپونو څخه په کار اخیستلو د اپل او امازون تجاري رازونه پټ کړي دي.
د بلومبرګ د راپور له مخې، چین په اپل، امازون او دغه راز لینوفوي کمپیوټرونو کې د پینسل د څوکې هومره کوچني چیپونه پټ ایښي.
د جمعې په ورځ په اسیا کې د اپل ونډې وروسته له دې ولوېدې چې د اپل او امازون د معلوماتو یا ډاتا د مرکز په وسایلو کې د چین د جاسوسۍ جیپونه وموندل شول.
د لینوفو ونډې هم څه باندې ۱۵ سلنه ولوېدې. لینوفو د کمپیوټر او موبایل ټېلفون جوړولو چینايي کمپنۍ ده چې اصلي مرکز یې په هانګ کانګ کې دی.
د دې کمپنۍ ونډې وروسته له دې ولوېدې چې بلومبرګ بیزنیس ویک وویل چې چین په اپل او امازون کې کوچني چیپونه ځای پر ځای کړي او له دې لارې د امریکايي کمپنیو تجارتي رازونه پټوي.
د چین له لوري د مادر بوردونو په سرورونو کې کارول شوي یا پټ کړای شوي چیپونه د پنسل د څوکې په اندازه کوچني دي.
خو اپل او امازون دا رپور ردوي او وايي چې داسې کوم شی یې نه دی موندلی.