تاند- د غلا د خطر د مخنیوي لپاره چینايي څېړونکو د لومړي ځل لپاره اې ټي ایم یا د پیسو ایستلو داسي اتومات ماشین جوړ کړی چې د حساب لرونکي څېره پېژني.

د چین پیپلز ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې دا نوی ماشین د دغه هیواد په ژیجیانګ ( Zhejiang) ولایت کې د څینګهوا(Tsinghua) پوهنتون او څیزکوان (Tzekwan) ټکنالوژۍ له لوري جوړ شوی دی.

دا سیستم به له بانکونو او امنیتي شبکو سره وصل شي او حتي که څوک د بل چا په پاسورډ او حساب نمبر وهم پوهېږي نه به شي کولی چې پیسې وباسي او یوازې به د حساب او کارت اصلي خاوند پیسې ایستلی شي.

دا ماشینونه به، چې د کار دقت یې تایید شوی، ژر د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *