سازونه دي، سندرې دي، نغمې دي په دې چم کې
مستۍ دي، شرابونه دي، نشې دي په دې چم کې
مزې دي، پسخېدونکې تماشې دي په دې چم کې
جنت دی او د حورو قهقهې دي په دې چم کې
خو بیا هم چغې اورم چې ډوډۍ ډوډۍ
ترپایه…رحمت شاه سائل
بدیهې ده چې بې خوړو ژوند ناممکن دی، خو نیمګړي خواړه، ناوړه خواړه او ناخوندي خواړه هم نژدې پر نه خوړو حساب دي، ځکه وجود ته چې منظم، پر وخت، صحي او کافې اندازه غذا و نه رسیږي نو ژوند نیمګړی کیږي او د ژوندي موجود وجود په عذاب اخته کیږي، په پای کې د هلاکت کندې ته لویږي.
دا ټولې شناخته خبرې او په هره سطحه د پوهېدو وړ دي، خو دا چې د نړۍ ۵۰ هیوادونه او هم موږ افغانان د لوږې او ناخوندي خوړو له جدي ګواښ سره مخ يو نو مانا یې دا ده جې د درک قوه مو لکه چې فلج شوې او که دا مسئله جدي و نه نیسو نو نه یوازې افغانستان، بلکې څلورمه برخه جهان له بشري بحران سره لاس و ګرېوانېدونکی دی؛ راځئ په دې باب د یو څو ګزارشو څو برخو ته پام سره وکړو او بیا یو څو سرخلاصوونکې ځرګندونې را مخې ته کړو.
«د خوړو پالبسۍ نړیړال څېړنیز سازمان» د خپل ۲۰۱۶ کال په ګزارش کې موندلې چې افغانستان د نړۍ اتم هیواد دی چې د لوږې له مرګکي ګواښ سره خپړې لګوي؛ ولسمشر اشرف غني هم بروکسل کنفرانس ته پټه نه کړه چې ۳۹٪ افغانان د فقر تر کرښه کښته ښویېدلي دي؛ د دې تر څنګ، د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال سازمان ((WFP هم ویلي چې ۴۰٪ افغانان، چې یو میلیون و دېرش زره تنه کیږي، خوندي خواړه نه لري، او د دې هیواد ۴۰٪ کوشنیان، تر پنځه کلنۍ کښته، سوء تغذي دي.
دا یوازې د یوه فرد یا محدود شمېر افرادو د جود تر بریده محدوده ستونزه نه ده بلکې دا د یوه بشپړ ملت اجتماعي، اقتصادي او سیاسي اړخو ته د نه جبرانېدونکو عوارضو د ور پېښېدو مسئله ده، ځکه وایي چې روغ عقل په روغ بدن کې دی، دا چې ۴۰٪ وګړي مو یوازې د ناخوندي خوړو له امله له عقله فارغ شي نو چې بل هیڅ پرابلم و هم نه لرو، همدا شمېر عقلي ناروغان بس دي چې ټول ولس مو په یوه مزمن- ترین مرض مبتلا اوسي.
دا چې زموږ په جنګځپلې جغرافیه کې هره ورځ بدترینې بشرضد شیطاني شخړې دوام مومي، د ډاروونکي اداري فساد د ډول ږغ هیڅ نه کښیني، دولتي خپلمنځي ناندرۍ درزیږي، وچکالۍ چکونه اچوي، تروریزم له یوې شېبې څخه بلې ته لا وحشي شکل خپلوي، په افغانستان، سیمه او منځني ختیځ کې نړیوالې سیاسي- پوځي لوبې لا پېچلي اړخونه پیدا کوي، له پاکستانه پر افغانستان، د سیاسي فشار په توګه، د کډوالو توپان را مات دی، افغان کډوال په نړۍ کې هم تر ټولو لوی جنجال دی، هلته د افغانستان په مسئله کې، په ټول ځان دخیل هیواد (امریکا) کې، ټولټاکنو ته ولاړ کاندیدان، ډونالډ ټرمپ او هیلري کلنټن، په خپلو درو مناظرو کې، زموږ له هیواد سره، آن یوازې د نامه یادولو تر بریده هم، تماس نه نیسي او…نو د افغان سړي زړه ته د خپل هیواد د لا بحراني کېدو او لا بشري ناورین اوخۍ ور ننباسي، خو د بااراده انسانانو لپاره، دا ترخه واقعیتونه، نه یوازې د زړه اچولو نه دي، بلکې د لا مسؤلیت د احساس پارېدو او لا هوډ ځواکمنۍ پیام ور ته لري؛ دا ځواکمن- هوډمن اشخاص څوک کېدای شي؟ ډېر مالومدار! دا د دې کرښو لیکوال، د ودان افغانستان ګوند هر غړی، د دې متن هر لوستونکی، په دې فاجعه هر خبر انسان د دې ستونزې د هواري مسؤل دی.
هو! د (و.ا.ګ) فکري ملګري، دوې نیمې لسیزې مخکې، دغه او دې ته ورته نورو بدمرغیو ته متوجه او د خپل وطنپال و انسانپال مسؤلیت په درک سره یې، د دغو ټولو ناخوالو د له منخه وړو لپاره یو علمي ګوندي سیسټم را منځته کړ؛ له نېکه مرغه دا مهال دا سیسټم ټول هیواد ته د تعمیم په حال کې دی؛ هر افغان چې دا مدون فکر لولي نو ډېر ژر پوهیږي چې د سراسر افغانستان د ودانۍ لپاره له یوې یوازنۍ علمي- عملي ستراتیژۍ سره مخ دی؛ په ځانګړې توګه د سرتاسري اقتصاد طرحه، چې د اول وار لپاره، د افغانستان شرایطو ته په پام او له نړیوالو تجربو څخه په زدکړه، معرفي کیږي، نو نه یوازې هرکلي، بلکې د پیاوړې ژمنتیا په موخه یې غړبتوب ته را درومي؛ د همدې امیدواروونکي واقعیت پر بنسټ مو، پر خپل نیولي هوډ ډاډ، له یوې ورځې بلې ته لا ډېرېدونکی دی چې خپل ګران افغانستان، د بل هر بحران په شمول، د فقر، لوږې او ناخوندي خوړو له ناورین څخه هم ژغورلای شو.
باور لرو چې د وطن مور مو، ښه ډېر نور بااحساس، بامسؤلیته او وطن- مین زامن هم لري، پر ټولو دغو هوډمنو هیوادوالو ږغ کوو چې راځئ، له لوږې، فقر، اړتیا او ځوړتیا څخه د خپلو کورنیو او اولادو د نجات لپاره سره همږغي او یو موټي شو؛ ور سره پر افغان دولت هم ټیګار کوو چې په دې باب خپل رسالت اداء کاندي، ځکه همدې وږو فقیرانو، په خپل په سترخان کې د مثبت بدلون په هیله، همدې حکومت ته رایه ور کړې ده.
(و.ا.ګ) له لوږې څخه د هر افغان انسان د ژغورنې لپاره، یوه هراړخیزه طرحه لري او کلک باور لري چې په تطبیق سره یې، نه یوازې افغاستان له پرېمانه خوندې و باکیفیته خوړو، مېوو او سابو څخه برخمنېدای شي بلکې په دې برخه کې سیمې و نړۍ ته هم د مرستې اوږد لاس ور غځوای شي.
د نړۍ د نفوسو له ډېرښت، ټکنالوژۍ د پرمختیا، بې مانا شخړو د دوام او زړه خوړونکو اقلیمي بدلونو، خوږو اوبو د کموالي او پرلپسې طبیعي آفاتو له امله، غونډه دنیا د خوړو له کمښت سره مخ ده او افغانستان، چې له پخوا په غني زراعتي هیواد مشهور دی، سرشارې د اوبو زېرمې، پراخ وچ دښتونه او څلور جانانه زراعت ته ژوند بخښونکي موسمونه لري، نو ور ته په پاملرنه او رسالتمنو اقداماتو سره، پر ټولو ټولنیزو بلاوو برلاسې حتمې بللې بویه.
دا خوبونه په دې دلیل په واقعیت بدل بویه چې همدا سږ کال، د ټول هراړخیز بحران سره- سره، هره ورځ اورو چې د کندهار د انګورو و انارو سږني محصولات په بېساري توګه ډېر شوي، د کندوز خټکي په همدې ډول، د سمنګان او بادغیس پیسته همداسې، د هرات انګور او زعفران په همدې توګه، د فراه غنم هم دوی غوندې، په ټول هیواد کې شات همدا شان او…او دا یې لا بل زرین فرصت چې د افغاني کرنیزو محصولاتو مزه و کیفیت په نړۍ کې بې بدیله دی.
نور نو بس ده، باید زده یې کړو چې که د اوس په څېر د غفلت و ګاټه جهالت په مرګوني خوب بیده وو نو انګور به مو، لکه سږکال، د پاکستان پر پولو په موټرو کې بار ورستیږي، اوبه به یې پر تورو خاورو بهیږي، یوازې به مچان پر بوڼیږي، مېږیان به پر را ټولیږي او هلته به مو ۳۹٪ افغانان د فقر تر کرښه ټیټ ژوند ته د ژوند په نوم مازې ژاړلې ژړیي؛ د ژوند په نوم د تدریجي مرګ دا ګراف به ورځ په ورځ لوړیږي، نو موږ پر درست افغان ولس د ویښتیا او رڼا مسلسله چیغه وهو!
راځئ چې نور نو وچو احساساتو، مبتذلو عواطفو، ړندو عقایدو او پوچو تخیلاتو ته شا کړو؛ پر ښځه و نر باندې د خدایتعالی د فرض کړه شوې پوهې مشالونه راسره واخلو، د بصیرت په رڼاګانو کې د لوږې او فقر تورې بلاګانې وتښتوو او د انسانیت د کلیمې په واقعې مانا انسانان شو.
کاڼي لعل د بدخشان ګیا کېمیا ده
چې یې نه پېژنې ته ګنا د چا ده؟
سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۷ مه / پرلپسي ۹۹ مه ګڼه/چهارشنبه/ ميزان/۲۸/ ۱۳۹۵