افغانستان لکه یرغمل وي، طالبانو له یوې خوا، ناټو، ایساف له بلې خوا برمته کړی وي، د ملېشو او زورواکانو خپل کمین او غلچکي بریدونه دي ـ  د راغلیو، ښاغلیو، خپله طریقه ده، اګه دیدی بازی اګه نه دزدی…

جنګسالارانو بیا جهاد هایې جېک کړی، شهید خپل انحصار ګڼي، جهاد خپل ملکیت…. ځکه خو د شهید اوونۍ هم د ځانګړو څېرو یرغمل ده.

له دعوت والجهاد پوهنتون، (الجهاد) ټکی حذف کړای شو، خو د جهادي شخصیتونو شورا د ارګ پر میلمستیا راټوله، د جهاد کارت خپل ګروت کې ساتي، د جهاد تعبیر او تفسیر د خپلو موخو او ګټو له اړخه وړاندې کوي ـ ځکه خو یې پر جهاد هم لکه پوله، پټی، بلند منزلونه، مارکېټونه او جایدادونو دعوا ده، لکه د قراردادونو د کمشنکاریو پر سر راپورته چنې او دعوا جلابي…

که نه د شهید اوونۍ کې ښایي ډاکتر نجیب الله او حفیظ الله امین هم ځای لرلی، چې د تپلې جګړې هر قرباني شهید دی…

خو د شهید اوونۍ یوې ډلې او څو تنو خپله ولکه کې اخیستې ـ تردې چې د قوماندان عبدالحق او حاجي قدیر یاد ته هم څوک مخه نشي موندلی. … چې موږ ته د شهیدانو لست د هالېنډ لوی څارنوال برابروي ـ او زموږ حکومتونه د شهیدانو وژنې او یتیمانو ته د میاشتې ایله د (۳۰۰) افغانیو سخاوت کولای شي ـ چې دلته بمباریو کې د وژل شوي د سر قیمت یو لک او زخمي هغه پنځوس زره افغانۍ ټاکل شوی…

موږ هغه وخت د خپلو شهیدانو په یاد څلی او جومات جوړو، چې د هالېنډ لوی څارنوال یې نوملړ خپور کړي … ګویا موږ ته مو شهیدان د هالېنډ لوی څارنوال را په زړه کوي، چې زموږ سرکار د غسې چارو ته وخت نشوای موندلای.

د دوولسو زرو وژل شویو بندیانو لست خو حفیظ الله امین د خپلې واکمنۍ پیل کې د کورنیو چارو وزارت ترمخ ځړولی و، خو دغه شمېر له دې خورا لوړ دی، په پنځه زرو کې نشي رالنډېدای…

د دغو شهیدانو په اړه ښایي له ټولو وړاندې استاد سیاف غږ پورته کړی وای، چې له خپلو زنداني ملګرو ایله دی له زندان ژورندی راوتلی ـ ده پخپلو سترګو د هغو وژنو جریان او واقعیت کتلی، چې څه ډول په کوم نامه بندیان له زندان په اېستل کېدو پلیګون کې تر خاورو لاندې کېدل. …؟

دی د دغو وژنو ګواه دی، چې ښایي د بشري حقونو ادارو وار له مخه د خپل رپوټ لپاره پوښتلی وای… چې دده معلومات په دې اړه له ټولو دقیق او کره ختلی شي…

دلته یواځې په شهید ـ جهاد او مجاهد نه بلکې په اسلام او شریعت هم سیاست کېږي ـ د شهید په سږنۍ اوونۍ کې مارشال صاحب او استاد سیاف پر دوو جلا استقامتونو خپل ډرون بریدونه ځغل لیکې اېستې وې، مارشال صاحب په نوي ټپټپي، خو استاد په هماغه پخواني خره سپور ځغلېده….

وایي، خاتمې مستورې دي ـ ځکه خو مارشال صاحب له طالبانو سره د سولې اړتیا نه نوک ونیو، بلکې د یوه جانانه اعتراف زړه یې هم وکړای شو ـ دا چې د مجاهدینو له لاسه خلک پوزې ته راغلي وو، که طالبان وای، که بل څوک خلک یې هرکلي ته راوتل…

مارشال صاحب لکه د نښې منځ وېشتلی ـ خو استاد سیاف ته به څه وایي…؟ (چې جنګ سوړ شو، میری تود شو) ـ اوس چې له هرې خوا د سولې لپاره هوا، فضا، بحر و بر وړ ګرځېدلی، استاد لګیا دی، د جنګ دانې ټولوي، د جګړې ډول یې غاړې ته اچولی…

چې مارشال صاحب سوله غواړي، چې ولسمشر پر سوله له ټینګاره مخ نشي اړولی، چې طالبان سولې ته ور مات شول، چې امریکا سولې ته غاړه ږدي، ته څه خدای ووهلې، چې ځان په لړمانه کې د هډوکو په لټولو اړ ګڼې، ستا په دې جنګ کې څه دي. …؟

راغلو د مزدورۍ خبرې ته ـ نو د مزدورۍ تېږه له طالبانو د مخه نورو اېښې، دا پل نورو غزولی، دغه لار نورو تېره کړې او دغه مردود بدعت له وړاندې رامنځته شوی ـ طالبانو ښایي له خپلو استادانو زده کړې وي، خو د استادانو کمال دا وي چې د آزادۍ او غلامۍ تعریف له خپلې سیاسي ډکشنرۍ راباسي…

((… طالبان مزدور است، من آزاد هستم ـ طالبان چشم ندارد با ما رو برو شود..)) له دې معلومېږي د طالبانو سترګو کې څه شرم او حیا پاتې ده، پوښتنه داده چې استاد کله آزاد شو…؟ دغه نېټه د افغانستان په سیاسي تقویم کې ښایي په سره کرښه ثبت شي، خو د زمانې دغه نا انصافي ته به څه ووایي، چې د پرون مزدوري جهاد راباسي د نن ترهګري؟ په داسې حال کې چې دغه نن له پرون سره دومره کلک غوټه دی، چې نه چا په لاس خلاصه کړای شوه، نه یې استاد په خوله پرانیستی شي… خو مزدوري، مزدوري ده، که د پرون وي که د نن یوه خبره ده…

وایي، اسمان چې څومره غوړمبېږي، هغسې یې نشي اورولی… سبا به ګورې استاد سیاف پغمان کې ملا محمد عمر اخوند میلمه کړی وي، چې ده یو وخت د پخواني پاچا په اړه هم دغسې دریځ درلود..

د اتحاد اسلامي د ۱۳۶۶ لمریز د زمري د اتمې ګڼه کې د استاد سیاف له خپرې شوې وینا لولو :((دا به لویه جفا او خیانت وي، چې موږ شپږ میلیون لیتره وینه را واخلو او د یوه مردار، دین دښمن او هېواد کې د کفر او الحاد مؤسس ظاهر شاه په لمن کې یې ور واچوو…))

د همدغه کال د لیندۍ د ۲۳ نیټې ګڼه کې د استاد د وینا دغه ټکي په غټو تورو خپاره شوي :… موږ هېڅکله دا بې عزتي نشو زغملی چې پردي پخپل سرنوشت حاکم کړو…. ولن یجعل الله الکافرین علی المومنین سبیلا.

اتحاد اسلامي ۱۳۶۷ لمریز د چنګاښ د ۲۶ مې ګڼې د استاد له وینا را اخیستې : ((. … مساعی کور دوویز حلقه دیګری است از غلامی و بردګی که همه دشمنان اسلام در راس امریکا در آن سهم دارند…))

تر ټولو مهمه دده د وینا دغه برخه ده، چې اتحاد اسلامي جریدې را اخیستې :((که کله مو واورېدل، چې سیاف د ظاهر شا ملاتړ کړی او دده له مخالفت یې لاس اخیستی ـ الله تعالې دې ګواه وي، چې سیاف به لیونی شوی وي ـ بیا تاسې د یوه لیوني له پیروی او متابعت آزاد یاست. …))

استاد د خپلې وینا هغه برخه چې اتحاد اسلامي د ۱۳۶۶ لمریزد ثور ۲۱ مې ګڼې خپره کړې په څومره آسانۍ هېره کړای شوه.

((… امروز بسطح بین المللی دشمنان اسلام در صدد اند تا سلسله جهاد را قطع نموده، انها میدانند که استمرار دین جهاد همه منافع طواغیت و شیاطین را در خطر انداخته، زیرا این جهاد یګانه مصدر خوف و رعب دردل دشمنان اسلام در عصر حاضر است ـ من بصراحت اعلام میدارم که نظام حکومتی اسلام آشکار وهویدا است، نظام های صدراتی و پارلمانی در اسلام جای ندارد…))

فهذا که څوک د استاد پر ویناوو او دریځونو حساب کوي، هغه به د انجینر احمد شاه احمدزي او زمرک یاسر په څېر باقي راوځي…

دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.

One thought on “چې جنګ سوړ شو، میری تود شو/ شهرت ننګیال”
  1. Khodai Pak dee haghwee koor woran kree chee Ostaz Sayaf war sakha zwandee Rawatali wo.Kashkee dedy noom ham pa haghee shahedanoo list kee wee.
    Manana

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *