خبرونو د مړو ډک ، راپورونو د مړو ډک او قبرونه د مړو ډک . هر ماښام او سهار بس د مړو شمار دی. په هلمند کې شل مړه، په بدخشان کې دیرش وژل شوي ،ټول افغانستان کې د میاشتې زر هلاک شوي. بس تلفات یادیږي. نه ېې نوم ،نه ېې ‌ذات معلومیږي. بس تش مړي دي او مړي.

دا مړي اخر دي څوک ؟ دا اشرف المخلوقات دي که مازې حشرات دي. بس ورکه کې پیدا شي او زمکه کې فنا شي. دوي کور لري که نه، چرته پلار او مور هم لري که نه . په انتظار کومه لور او خور لري که نه؟

دا مړي د کومه راغلي او چرته روان دي؟ دوي هم اخر انسانان دي که نه؟ که بس مرګ ته پیدا دي. دا ځوانۍ بس د ځوانۍ مرګ ته پیدا دي. په لارو اوکوڅو کې پراته. په جومات او حجرو کې پراته ،په شاړو درو او لښتو کې پراته .

خدایه یا خدایه دا څومره مړي دي، چې ستا زمکه پرې نه مړیږي. ترڅو به ماشومان همدې مرګ ته پیدا کیږي . څوک مړ،څوک هلاک، څوک شهید او څوک مردار یادیږي. د شنو خولو مړي. د سپینو پګړو مړي. د شال او شملو مړي. د وړو وړو چاچو مړي. د تنکیو تنکیو ځوانو مړي.

ماشوم د پلار تابوت سره روان .پلار د زوی کالبوت سره په روان. د چا په لاسو کې مړي. د چا په اوږو دي مړي. یو بل ته کتی هم نشي .یو بل ته ژړیدی هم نشي. بس دی چې زړونه ېې ژاړي اوسترګې ېې حال وايي.

اخر دوي به هم د چا په دعا ګانو زیږیدلي وي. په څومره دواګانو به ېې ساتلي وي. میندو به څورمره په مینه د سینو پورې نیولي وي. پلار به ګوت نیولي ګرځولي وي . دوي به هم چا کار خاپوړې کړي وي. خندلي او لوبیدلي وي.

اخر دا مړي   هم د چا بچي به وي که نه؟ . سکون د چا د زړګي وي به وو که نه؟. چرته به ېې کور کلی او سیالي وه. یاران او زندګي وه. که بس د یو ځای نه راغلي ،او یو خوا ته لاړل. نه څوک لري او نه ېې څوک یادوي .بس تېر شي او هیر شي. سبا نور مړي میدان ته را رهي شي.

بس ډزې شي. درز شي او غرز شي ،لوګي شي پورته .غوغا شي جوړه. خبر شي خپور .برید شویدی . بم چاودیدلی دی .یو چا ځان چولی دی. بم ېې غورځولی . هلته لس مړه دي. دلته شل وژلي او چرته لرې لږ تر لږه دیرش دي که پنځوس مړه.

انسانان مري او وايي چې تلفات شویدي. لاروي وژل شوي او وايي چې نقصانات شویدي. بس دومره وايي چې بې ګناه څو کسان دي. کیجولټي پکې کمه ده. کولیټرل ډیمیج شوی.

خو بیا څوک ورنغلل چې هغو تلفاتو کې څومره خوبونه او ارمانونه تلف شویدي؟. هغو لارویانو کې څوک څوک چرته روان وو او څوک څوک ورته په انتظار وو؟. هغه بې ګناه کسان د چا د زړه ټوټې وې .یوې کیجولټۍ تر شا څومره کیسې وې. یو کولیټرل ډیمیح کې څومره حادثې وې؟

بس نامعلوم کسان د نامعلومو دلاسه مړه شي. په تورو تیارو کې په بې نومه قبرونو کې ویده شي. چاته قبر نصیب شي، چاته خو هغه هم نشي. ګورکن ستړی شو. خلک په دفن ستړی شو. خو مرګ ختم نشو.

ګمنامه مړي دي چې هره ورځ په لارو ،کوڅو ،غرونو، درو ، سنګر او مورچو کې را وریږي. د یو مړي نه بل را زرغونیږي. هغه چې لوی شي نو بل پسې روانیږي. د شهید زوی یتیم .یتیم بیا خپله شهید.بیا بل یتیم . کونډه د کونډې مور. زوی مړی د زوي مړي ورور. بس عکسونه ېې پاتې شي. یادونه ېې پاتې شي. خپله چرته لېرې لاړ شي.

خو چې د ژوند ماښام شي او تېاره خوره د وطن په در او بام شي. د یوې مور دروازې ته پام شي. نو غږ کړي. زما عسکر بچی به کله راځي ؟.مدرسې ته تللی ځلمی به چرته پروت وي؟. یوه خور د یو ګران په تمه ،یوه پیغله د خپل جانان به تمه او یو پلار د خپل ځوان په تمه تمه لاره څاري . شپه سبا شي خو د هیچا هیڅوک هم رانشي. خو بس همدومره وشي. چې یو بل خبر راشي. چې ښار منځ کې بیا څوک الوتلی. چرته بیا جنګ نښتلی .  بیا ېې بم ختا کړی. بیا د ډیرو مړو خبر راغلی.

چې بیا به د چا بچي مړه شوي وي؟ چې بیا به د چا کور وران شوی وي ؟.بیا به څومره کونډې او یتیمان شوي وي . چې بیا به …………………………

7 thoughts on “چې دا مړي اخر څوک دي.؟ مطیع الله عابد”
  1. سلامونه؛
    دا مړي د چا له خوا،دچا په امر او ولې کیږي؟
    د افغان ماشوم،ښځې، سپین ږيري او ځوان د مړو او ژوندیو ارزښت د نورو هیوادونو د هغو سره د بشر حقوقو کښې برابر دئ؟؟
    مسءوولین له کالونو راهيسې د مړو احصایی نیسي او په دومره میلیونه !! شهیدانو تجارت کوي؟؟؟
    افغانۍ میندې به اولادونه زیږوي، که لوی شول د ملي پولیس او یا طالب په نوم به د ورځې ۵۰ تر ۱۰۰ وژل کیږي؟ او میندې به لکه د ځنګل بوټي نور زامن رازیږوي! آیا دا فورمول د نړۍ کوم بل ملک کې هم سته؟
    په پای کې وایم هغوی چې ځانو ته جهادي مشران او بیا د اسلامي دولت مشران وايي د دغو بیګناه وینو د هر څاڅکي د مړینو مسوءولین دي. که په دې دنیا نه وي په آخرت حشر میدان کې خو نشي خلاصیدلای. سره د خارجي بادارانو یی!

  2. ډیره دردوونکې او له پنده ډکه لیکنه ده عابد صیب. الله مو په قلم برکت کړه، چې د وطن ناخوالې لا په تاند او موثر قلم د خلکو د راویښولو په موخه وکاروئ!

  3. عابد صاحبه ،ژوندی اوسې ،هغه ذات دې دغه قتلونه په دې در بدر ملک کې متوقف کړي چې دټولو مخلوقاتو پیداکوونکی او پناکوونکی دی.

  4. ښاغلیه مطیع الله عابد ! هیله په هیله د زما د زړه یوه تړلې غوټه را وایسته ، دغه مړئ زما پلار ، زما مور ، نه دوئ په خائ پریږده . دغه مړئ زما دتنکي زوئ دئ. هو څوک به ئې بیرته راکي۰
    په وار، وار مې ژړوي
    زوکئ مې رانه ورک دی که کوم چا لیدلئ وي؟
    په یوه پښه ئې څپلۍ ده خړ او پړ ئې دي کالي
    تـڼـــۍ ئـې د ټـــټــرتـــکـه تـوره، سـره او شـنـه
    پـه یـوه لاس ئـې لکـڼـه او پـه بـل ئـې سپـلـنـي
    په ښـۍ ستـرګـه دئ ړونـد په دا بله کاږه ویـنـي
    که دوست وي که دښمن ورته ورته ښکاري خپل سړي
    یوه بله ښکاره نښه ئې له ورایه ده مالومه
    په اور دئ سوئ، سوئ په پرچو پراري،پراري
    یو څو شیبې شوم ډوبه دغمونو په دریاب کې
    په سـر بانـدې مې واوښـتـې ایـرې دتور نغــري
    چا غږ کړ چه خورکۍ ،دلته یو ماشوم په مځکه
    لویدلئ سور په وینو ،دی ژوندئ کوي ځګیروي
    راټيټه شوم په مخ ئې راته وویل په سلګوکې!
    ابـــکــې! ! ! یمه تــږئ اوبـــــه یخـې دمنګي
    لاغوړپ ئې کړئ نه وویوه چیغه مې په وکړه
    چه نـه ئـېوي سړي نه دکورت کړي نه غوړي!
    دغه نامتو متل دئ چه په ځائ دئ ویل شوئ
    ته ګوره خالدې چه دا دتا سره ښائي
    کښتۍ يه څیر لاهو یمه داوښکوپه دریاب کې
    دا څه بد مرغ قسمت دئ په وار،وار مې ژړويي

  5. اوف زړه می دډیره غمه چوی مګر هو که چیری یو څوک الله ته نیژدی وی او کامل مسلمان وی او دا لیکنه ووایی زه پوره باور لرم چی بیا به هیڅکله د یو انسان په وژنه کی برخه وانخلی ، عابد صاحب پر ګوتو دی برکت سه دډیر وخت وروسته دی د وطن دوستۍ په احساس سره وږړولم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *