موږ ته چې هرچا د الله تعالی، پيغمبر(ص)، پير او بزرګ نوم اخيستی په منډه پسې تللي يوو. همېشه موپه پټو سترګو مزل کړی. موږ هروخت د خپلو په ګمان په پردو پسې په ترپا يو. نو ځکه له پاڼه لوېدلي، سرونه او ورمېږونه مو مات دي.

يو وخت يو مستدرج راسره يار شو. زما په زړه کې به چې څه تېر شول، ده به يې حواله راکړه. ان تردې چې د خوبونو حوالې يې هم راکولې. يوه شپه مې خوب لېده: يو بشر وينم. سره اوږده ږيره لري خو له ږيرې ښکته نه برېښي. د بشر له مسکا سره مې د ټټر د ننه دومره زور راغی چې ماوې ټټر مې دوه پاڼه شو او راويښ شوم.

ماسپېښين مهال مستدرج راسره مخامخ شو:

ـــــ ساده څنګه يې؟

ـــــ الحاج ښه يم!

ـــــ دا خو يې ايله داړې درجينګې کړې وې، که در ويې خندل بيا به دې ځان ګورې!

زه به ولې نه حيرانېدم؟ له داسې ټګانو څه خبر وم چې ان په ناستي ويده کول کوي او بيا د ده د خوښې خوب هم درباندې ګوري! حتی داسې يو حال به درباندې راولي چې نه به ويښ وې نه ويده، ګرځې راګرځې به او له وجوده به دې خارق العاده کړنې څرګندېږي!

يو وخت همدغې شيخ (!) تسپې رانه واخيستې، لږه شېبه وروسته يې بېرته راکړې او ويې ويل: لااله الاالله پرې وايه. شيخ (!) د جمعې پنځه وختی دی. همدا مستدرج تهجد هم کوي. همدغه پيرِکامل (!) د سهار له لمانځه وروسته دسترګې تر ختلو د دنياوي خبرو پرځای ذکر کوي.

اې! يوه ورځ چې د پشکال ورځې وې په ښار کې سره مخامخ شوو، بېنجو(د ساز يوه آله) يې رانه وغوښته. ورور مې په العين کې د خياطۍ په ستړي کمال ګټلې پيسې د مور او وروڼو خويندو د خولو لمدولو لپاره رالېږلې وې، له همدغو پيسو مې خپله برخه رابېله کړه، يوه ښکلې او اصيله بينجو مې استدراجي ته هديه کړه. د الحاج د يوه مريد دوکان ته ور روان شوو. خو د مريد په اړه يې په لاره راته وويل: پېښور ته تللی و. څه غلطي ترې کېده خو….

د مريد دوکان ته ورسيدو. هلته يې کېسۍ داسې کنايه کړه؛ يو مريد چې له پيره لرې و، ډېر وخت تېر و چې د پير يې نه و په نصيب شوی، قبض (يو تصوفي حالت) ورباندې راغی خو دغه حالت د معمول اپوټه اوږد شو. نو پرېکړه يې وکړه چې نن به له پلانۍ سره اړيکي نيسم او له دې حالته خو زنا هم ښه ده. په همدې اراده روان شو. پلانۍ ته ورسيدو خوکله چې دوی دواړه د زنا په نيت دکلي ترشا د شفتلې له پټو نه يوې کندې ته ښکته شول او بګو خلاصولو ته يې لاسونه وغځول، احتياطي يې اېخوا دېخوا وکتل، څه ګوري چې نه ګوري يو سپين ږيری سړی امسا ټکوي او د دوی په لوري ور روان دی. بس همدا و چې دوی له کندې راوختل او له لوی ګناه بچ شول!

دوکاندار يو ښايسته زلمی و، ماته يې راوکتل، ژبه يې اوږده راوويسته په داړو يې وچيچله او سره غونج شو. له لږې چوپتيا وروسته ورو، ورو باران پيل شو. الحاج بېنجو راواخيسته. نرۍ نغمه يې په کې سُر کړه. الشيخ (!) ماته راوکتل. زما په زړه کې راوګرځېده (د ده دنظر په وسيله) چې اوس به د نغمې له تېزېدو سره باران تېز شي. باور په خدای(ج) وکړی چې باران له نغمې سره ورو، ورو تېزېده، چې نغمه به يې ورو کړه باران به هم ورو شو. څو واره يې دا کړنه راته تکرار کړه. له نغمې او بارانه وروسته يې کېسه پيل کړه: يوه ورځ يو وچکالۍ ځپلي کلي ته لاړ وم. د غرمې په ډوډۍ چا خبره وکړه؛ که اوس دلته په رښتيا هم پيرِکامل موجود وي نو موږ خو وچکالۍ تباه کړو. زه خپه شوم خو الله تعالی ته مې عريضه ورکړه، چې ماسپېښين لمانځه ته راپاڅېدو په شېبو شېبو باران ووريدو.

زه او زلمی دوکاندار حيران وو. پيرِکامل رانه روخصت شو.

دوکاندار وويل: ساده! ته پوی شوې چې هغه د مريد او د زنا کېسه يې ولې وکړه؟ ما ورته وويل؛ نه! دوکانداروويل؛ زه او يو بل ملګری مې څو ورځې وړاندې پېښور ته تللي و، ملګري مې کوټې ته ښايسته جينۍ راغوښتې وه خو چې کله به جينۍ ته ورنېږدې شوم، عجيبه وه صورت به يې د الحاج شو. دا يو ځل نه، څو څو واره داسې وشول نو په دې ډول الحاج له زنا بچ کړم. نو هغه کېسه يې زما لپاره نقل کړه! اوس ته ووايه چې پيرِکامل څنګه وي؟ ايا داسې نه وي؟

زه هم ګرم نه وم. ما به څنګه نه منله؟ او نه تايدوله؟

خو له څه وخت وروسته پوی شوم چې پير د ښايستوکو پير دی. پير د پيسو پير دی. حتی پير د داسې څه پيرِکامل دی چې په ليکلو يې قلم شرمېږي!

مګر له دې سره سره زه اوس هم د تصوف مخالف نه يم. د دين او پوهې په هر ډګر کې ښه خلک هم شته او بد هم. هسې د حمزه بابا لاندېني بيت مې د زړه زخمونه رابرسېره کړل:

.زه غافل وم تا مې ښه زده له احواله!

چې دې نوم واخيستو چا زه ورپسې شوم.

۱۱ اسد ۱۳۹۳

د کوچني اختر شپږمه.

حيدرآباد/خوست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *