د سلطان محمود غزنوي پر دربار ګڼه ګوڼه وه او کابو زرګونه خلک ور ټول وو چې په دې کې ولیانو، عالمانو، لیکوالانو او ابدالو هم ګډون درلود.
سلطان محمود غزنوي پر ټولو غږ وکړ او ویې پوښتل چې ایا په تاسې کې داسې څوک شته چې پرما حضرت خضر علیه سلام را وویني. په دربار کې ناست ټول چوپ وو، له منځه یوه کلیوال غریب ورغبرګه کړه چې زه یې کولای شم.
سلطان وپوښتل چې په کومو شرایطو، کلیوال ورته وویل زه به ۶ میاشتې د سیند پر غاړه لرګي ماتوم او تاسې په دې موده کې زما د کور خرڅه پوره کړئ.
سلطان یې شرط ومانه، هغه لرګي ماتولو ته ولېږه او د کور خرڅه یې د سلطان پر غاړه وه، ۶ میاشتې تېرې شوې .
سلطان هغه کلیوال خپل دربار ته راوغوښت او ویې پوښت چې څه مو وکړل؟
هغه وویل، جناب څه دندې مو سرچپه شوې، نو هیله ده چې ۶ میاشتې نور هم وخت راکړئ.
له ۶ میاشتو وروسته یې بیا دا کلیوال غریب د سلطان دربار ته ور وغوښت، نو باچا وپوښت څه وشول؟
کلیوال ور زیاته کړه، ښاغلی سلطان! چېرته زه ګناهګار او چېرته حضرت خضر علیه سلام، دا نو کله امکان درلود، ماتاسې ته دروغ ویلي و.
زما د کور خرڅه نه پورته کېده، نو ځکه مې تاسې ته دروغ ویلي و، واړه مې له لوږې هلاکېدل، نو ځکه دروغو ویلو ته اړ شوم.
سلطان خپل یو وزیر مخاطب کړ او ور زیاته یې کړه چې د دې کلیوال څه سزا کېدای شي؟
وزیر ورته وویل چې ده سلطان ته دروغ ویلي و، نو باید سر یې غوڅ شي.
په دربار کې یو نوراني او سپین روبی بوډا هم و، نوموړي د وزیر خبره ورغبرګه کړه چې سلطان! وزیر سمه خبره وکړه.
له بل وزیره یې وپوښتل چې تاسې یې څه سزا ورټاکئ؟
هغه وویل چې دې شخص له باچا سره دوکه کړې، نو باید سر یې غوڅ نه شي او یوازې سپیو ته وغورځول شي، څو په ذلیله مرګ ومري چې په ځنکدن کې یې یو څه وخت خو ووځي او سزا خپله وګوري.
دا ځل بیا هغه سپین روبي بوډا ور غبرګه کړه چې باچا سلامت دې وزیر ښه سزا ور وټاکله.
دا ځل سلطان محمود غزنوي له خپله غلامه «ایاز» څخه وپوښتل چې ته څه سزا ورټاکې؟
هغه وویل ښاغلی سلطان ستا له سلطنته یوه پوښتنه!
د یوه غریب کلیوال بچي مو چې په ګېډه ماړه کړل ستاسې په خزانه کې هېڅ کمی رانه غی او نه یې په دروغو ویلو ستاسو شان پیکه شو، که زما منئ نو ویې بخښئ، که چېرته یې ووژنئ نو بچي به یې له لوږې هلاک شي.
د ایاز په دې خبرو سره په دربار کې ناست هغه بوډا بیا غږ کړل چې غلام بیخي سمه خبره کوي او باید وبخښل شي.
سلطان محمود غزنوي هغه بوډا سپین روبی ور وغوښت او ویې پوښت چې تاسې د هر وزیر سزا تایید کړه او ټول مو سم وګڼل، باید په دې راز پوه شم.
بوډا ورغبرګه کړه، باچا سلامت کوم وزیر چې وویل چې د نوموړي سر دې غوڅ شي، دی د قوم قصاب دی او د قصاب کار سر غوڅول وي نو نوموړي خپل کورنۍ رنګ وښود، غلطي دې هغې کې نه ده، غلطي ستاسې ده چې یو قصاب مو وزیر مقرر کړی دی.
بل وزیر چې وویل سپیو ته دې واچول شي، د دې وزیر پلار د باچاهانو سپیان پالل، ښکار به یې پرې کاوه ، نو نوموړي هم خپل د کورنۍ رنګ راوښود.
نو چېرته چې داسې وزیر وي چې سپیانو سره یې کاروبار وي هلته باید د غریب سړي بچي له لوږې ومري.
درېیم ځل غلام «یاز» چې کومه پریکړه وکړه هغه سید زاده دی او د سید شان دا وي چې خپله کورنۍ یې کربلا کې قرباني کړې، خو د غچ اخیستل هېڅ تکل نه لري.
سلطان محمود غزنوي له خپلې څوکۍ پورته شو او ایاز یې ځان ته مخاطب کړ.
ایاز! تا تر اوسه ماته ولې نه و ویلي چې زه سید یم.
ایاز ورته وویل چې تر اوسه هېڅ چاته دا پوهه نه وه چې زه سید یم، خو نن دې بوډا زما راز افشا کړ، خو زه هم یو راز افشا کوم چې ای بادشاه سلامت! دا بوډا څه عام انسان نه دی.
همدی حضرت خضر علیه سلام دی.
نوټ: دا پېښه د شبلي نعماني له کتابه راخېستل شوې