په دې ورځو کې دا درېیم یا څلورم ځل دی چې دوستان مې خپلو کوشنیو او خاصو (ځانګړیو) غونډو ته ورغواړي، کله خو چای یا ډوډۍ هم په کې وي او بیا خپله خبره هم سره شریکه کړي؛
«وطن په بد حال کې دی. سوله باید راشي، نور نو ولس دا حال نه شي زغملای، باید سره یو شو، باید یو څه وکړو، باید د ولس استازیتوب په رښتیا وشي، باید… باید… باید…»
ټولې خبرې د یوه ګوند دجوړېدو وي، خو ډېر ځله دوی نه غواړي چې نوم یې ګوند وي، وايي، نه ورک یې کړه! ګوندونه کار نه شي کولای، ګوندونه بدنامه شوي، کار یې ډېر اوږدمهالی دی، ډېره حوصله غواړي، خلک نه پرې راغونډېږي، د بهرنیانو نه خوښېږي، خو باید یو څه وکړو، یو کار په کار دی، یو (شی) باید جوړ شي باید …
زه، هر ځلې په معصومانه انداز کې ورڅخه وپوښتم؛ دا (شی) نو باید څه شی وی؟ څه غواړئ؟
خبرې له یوه ستومانوونکي (صفر) څخه پیلېږي؛
افغانان اوږد تاریخ لري، بهرنیان زموږ د خیر لپاره نه دي راغلي، څو تنو تنظیمي ټوپکیانو هېواد یرغمل کړی دی. چوپ اکثریت خپل رښتینی استازی نه لري، افغانستان مافیایي جوړښتونو تباه کړی دی، روښانفکران تیت و پرک دي، د نړۍ ټول لوی خوځښتونه اول زموږ په شان څوکسان وو. موږ څوکۍ او مقام نه غواړو، په خلکو مو زړه سوځي…
دا جملې لکه له یاده شوی سبق په لږ و ډېر توپیر له هرې ډلې څخه اورېدل کېږي.
یو ځل مې یوې ډلې ته یاده کړه چې هغه بلې ډلې هم ورغوښتی وم، هغوی هم تاسې ته ورته خبرې کولې، نو څنګه ده چې له هغوی سره تفاهم وکړئ؟
دوی لږ ځان هاخوا دېخوا کړ، خو چې راټینګ مې کړل، نو د هغې بلې ډلې پر غیبتونو یې سر راوپړساوه، څه یې له لوېدیځه راستانه شوي بېخبره نازدانه ګان وبلل، څه یې په یوه استخباراتي لوري پورې وتپل او څه یې هم فاشیست او قوم پرسته وګڼل.
په یوې بلې غونډې کې خبرې له دې ځایه پیل شوې؛
موږ کومه سیاسي ایډیولوژي نه لرو او نه هم د ایډیولوژیو وخت دی، وطن په ایډیولوژي نه جوړېږي، باید کار وکړو، بل ډول کار…
زه تر پایه و نه پوهېدم چې د دغو ښاغلو موخه له (ایډیولوژي) څخه څه وه؟ او ولې یې له اوله سره د دې غریبې لاتینې اصطلاح پر وړاندې سنګر نیولی و؟
خبره دا ده چې دا ټول یاران له روان حالته په تنګ دي، ټول بدلون غواړي او ټول غواړي چې په دې بدلون کې ونډه ولري، خو په چل یې نه پوهېږي.
مېکانیزم یې نه شي پېژندلای او کله کله د کار لپاره واهي او خیالي خنډونه په خپله رامنځته کوي.
ټول غواړي سیاست وکړي، خو نه غواړي خلک ورته د سیاستمدار په سترګه وګوري. ټول په سیاست کې یو موقف غواړي، خو له ډاره یې نوم نه اخلي.
ټول غواړي، نور ورپسې روان شي، خو نه غواړي، خلک یې په دې تورن کړي چې ګواکې مشري غواړي.
ټول غواړي چې خوځښت اول دوی پیل کړي او نور بیا ورپسې روان شي، که بل چا پیل کړ، نو د ده زړه نه کېږي چې ورپسې ولاړ شي.
په دې کې لوستي (چې باید د روښانفکرانو تشه ډکه کړي) لا هم وګړي (افراد) دي او پنځه یې شپږ نه شول، شل خو یې لا پر ځای پرېږده.
زموږ هم زړه کېږي، هم مو ساړه!
سیاسي مبارزه غواړو، خو له ګوند جوړولو ځان ژغورو، د هېواد ژغورل غواړو، خو یو له بل سره پر لاره نه شو تللای، سوله سوله نارې وهو، خو ذهنیت مو لا هم جنګي دی. ذهنیت مو ځکه جنګي دی چې سیاسي ايډیالونه مو جګړهماران دي. رواني سټرکچر مو د قومندانۍ په موډ کې دی. لا هم د تنظیمونو پلویان یوو چې ماهیت یې پوځي او جنګي دی. لا هم د کورنۍ جګړې په لاسته راوړنو (چې په حقیقت کې هيڅ لاسته رواړنه نه لري) نازېږو، لا هم د افغانوژنې اتلان لرو او لا هم فکر کوو چې خپل مخالف باید د دسیسې، حذف یا بدنامۍ له لارې له مخې ایسته کړو او بیا ځانونه د سولې مخکښان کړو.
سیاست مو لا د قدرت، ثروت او ځان لوړولو له دریځ څخه د تفکر، تعقل او رښتینې مبارزې دریځ ته نه دی ورلوړ شوی.
زموږ لوستي (د روښانفکرانو ځایناستي) په هغه اور کې سوځي چې د همدوی د ناپامۍ او بېارادهګۍ له امله بل شوی دی.
همدوی له سیاسته وېرېدل او شا ته تلل، ځکه نو توپک او کوتک والا رامخکې شول او ډګر یې ورڅخه په زوره ونیو، ریښې یې وکړې او اوس یې ځواک داسې نیولی چې په اسانه یې نه پرېږدي، ځکه په تېرو څلوېښتو کلونو کې تحصیل کړي وګړي (افراد) وو، نه ټولګی یا ګوند.
دوی دانه دانه، یو، یو دلته او هلته خوځېدل او بچو ته یې یوه مړۍ ډوډۍ موندله، ها خوا توپک او کوتک والا سره یو شوي وو، د دوی یووالی شعوري نه و، یوازې یې ګټې سره شریکې وې، ګډو ګټو سره یو کړي وو، سرکاري څوکیو سره نږدې کړي وو او که نه دوی تر ټولو ډېر سره یو بل ته (اوخ ببو) ول.
د تحصیل کړیو تر منځ د نظر او فکر تفاوت بېخي طبیعي، بلکې ضرور دی، خو پر سلیقوي اختلاف دښمني او تربګني د ټولو مرګ دی.
دوی (تحصیل کړي) ولې نه شي سره یو ځای کېدلای؟
- یو پر بل باور نه شي کولای. انانیت (ځانولي، ځانځاني) یې نه پرېږدي. ټول (من) دي، (چارک) په کې نهشته.
- تحصیل کړي دې باور ته رسېدلي دي چې (که شین کوي یې، نو علي دی، که اوروي یې، هم علي دی!) هر څه چې کېږي، نو امریکا یې کوي، لوېدیځ یې کوي، د افغانانو په کې دخل و غرض نه شته، جګړه امریکایانو چالانه کړې ده او امریکایان به سوله هم راولي، نو ماته مه بویه چې د خپلو ماشومانو د ګېډې مړولو مکلفیت پرې خراب کړم.
- د ګوندونو بېځایه تعدد او بېشمېره او بېارزښته ډېرښت د ګوندونو پر وړاندې فوبیا (رواني وېره) رامنځ ته کړې ده.
- پر اوږدې مبارزې باور له منځه تللی دی، ټول غواړي هدف ته په شارټ کټ ورسېږي او دا ـ له بده مرغه ـ ناشونې ده.
- ټول مشري غواړي، خو ټول د دې تمثیل کوي چې ګواکې مشري نه غواړي، د همدې لپاره طبیعي او حقیقي مشري نه رامنځ ته کېږي.
- توپک او کوتک والا یې څاري، سره یو ځای کېدو ته یې نه پرېږدي، یو چې په کې د مشرۍ وړتیا ومومي، نو یا دانه ورته واچوي (پیسې او څوکۍ ورته ومني) یا یې ووېروي، تکفیر یې کړي، بدنام یې کړي او یا یې داسې یرغمل (بلک مېل) کړي چې د تل لپاره چوپ شي. تر ټولو شرافتمندانه چلند یې دا دی چې توپک او کوتک والا یې د خپلو ګټو لپاره استخدام کړي. تحصیل کړی غریب چې اوږدو محرومیتونو ځپلی دی، ورمنډه کړي او په یوه نس ډوډۍ مقرر شي.
- تحصیل کړي تر نورو زیات مړه شویو او د تاریخ په ډېران کې خښو شویو څېرو ته وفادراه دي، لا هم څوک د مایو (ماوڅونګ د چین کمونیسټ مشر) مرید دی، څوک د سید قطب او بل یې هم د مارکس یالېنن، یا پر افغاني کچ د هغه احمد و محمود چې اوس په حالاتو کې هيڅ بدلون هم نه شي راوستلای.
د دې ټولو لاملونو پر بنسټ موږ سره کښېنو، ډوډۍ او چای وخورو اوټول وغږېږو، د وینا، فصاحت او بلاغت نمایش وړاندې کړو او بېپایلې بېګټې سره خدای پاماني وکړو.
حل لاره څه ده؟
یو ملي تفاهم د ټولو هغو لوستیو افغانانو تر منځ چې لا تر اوسه یې بل (افغان) نه وي وژلی. تفاهم، د داسې یوه مېکانیزم رامنځته کولو لپاره چې د سیاسي ژغورنې په پار لږ تر لږه یو پنځه میلیوني خوځښت پر یوه فکري محور، یوې مشرۍ راټول او د یوه هدف لپاره خوځند شوی جوړ کړي، تر هر څه مخکې توپک او کوتک والا څنډې ته کړي او بیا د ټول ملت په استازولۍ له بهرنیو او کورنیو اغېزمنو لوریو سره د مېز تر شا کښېني چې دا یې ستا او دا یې هم د (افغانستان) او ( افغان انسان).
او که نه همدا به ناصر خان وي او همدا به یې سره اوښان.
بدلون اوونيزه /دوهم کال/۱۷مه / پرله پسي۶۹مه ګڼه /چهارشنبه/ کب/۱۹/ ۱۳۹۴
deer kha Maten day kho yau Zook bayed pesho ta gengray war pa ghara krey