جیمز ډابینز

تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جېمز ډابینز د افغانستان د پخلاینې په بهیر کې د پاکستان وروستی رول مثبت وباله خو دا تصور یې رد نه کړ چې پاکستان د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د افغانستان د سولې د بهیر د یرغملولو هڅه کوي.

ډابینز د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل:«پاکستان د افغانستان د پخلاینې په مسله کې تر پخوا ښه شوی دی.

د ده اشاره په قطر کې وروستیو انکشافاتو ته وه چې د امریکايي او پاکستاني چارواکو په وینا د پاکستان له مرستې پرته ممکن نه ول.

د سناتور مینندیز د دې نظر په اړه چې پاکستان احتمالاً په دې لټه کې دی چې د افغانستان د سولې پروسه یرغمل او کنټرول کړي، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي وویل:«دا ښکاره ده چې دوی غواړي چې پر پروسه اغېز ولري. دا په هر حالت کې د تصور وړ ده. خو فکر نه کوم چې د دوی له لوري دې د دې بهیر د یرغملولو ډېر امکان موجود وي.»

ډابینز زیاته کړه، نه د افغانستان حکومت او نه هم د امریکا متحد ایالتونه حاضر دي چې داسي څه ته اجازه ورکړي.«خو په هر حالت کې په خبرو کې زموږ هدف دا نه دی چې په خپله د سولې خبرې وکړو بلکې هڅه مو دا ده چې له بین الافغاني خبرو سره مرسته وکړو.»

ډابینز په عین حال کې سناتور منندیز ته وویل چې د پاکستان په اړه د ده اندېښنه د درک وړ ده:«اندېښنې شته چې موږ تل پرې په خپل منځ کې خبرې کړي دي. په دې اندېښنو مو د پاکستان له حکومت سره هم خبرې کړي.»

ډابینز دا هم وویل چې امریکا د پاکستان له نوي حکومت سره د کار کولو لوی فرصت ویني.

کله چې د دیموکرات ګوند سناتور او د بهرنیو اړیکو د کمېټې ريیس رابرت منندیز پر افغانستان د امریکا او پاکستان د همکاریو د کچې په اړه پوښتنه وکړه، ښاغلي ډابینز وویل:«موږ د پاکستان له نوي ملکي حکومت سره چې ماموریت یې ښکاره دی او په پارلمان کې اکثریت لري، د همکارۍ یو فرصت وینو.»

ډابینز یادونه وکړه چې اسلام اباد په خپلو کورنیو امنیتي ستونزو اخته دی چې له ځینو لحاظونو د افغانستان تر هغو سختې او شدیدې دي.

ده دا هم وویل چې په وروستیو کې په پاکستان کې تر افغانستان زیات ملکیان په ناامنیو کې وژل کېږي.

ډابینز وویل، پاکستان د سخت دریځو پرضد عملیات کوي خو متاسفانه د هغو سرزورو پرضد بریدونه نه کوي چې په افغانستان کې جنګېږي. پاکستان یوازې له هغو سخت دریځو سره جګړه کوي چې په پاکستان کې دننه عملیات کوي.

ده وویل هغه یاغیان چې په افغانستان کې جنګېږي له هغو سخت دریځو سره نژدې اړیکې لري چې په پاکستان کې عملیات کوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي تایید کړه چې په افغانستان کې جنګېدونکي سخت دریځو ته د پاکستان خوندي پناهځایونه قوت ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *