تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي دا نظر رد کړ چې ګنې امریکا به له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي.

جیمز ډابینز پرون/ سې شنبه/ وویل: دواړوه هیوادونه غواړي چې محدود شمېر امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.

د ډابینز له خبرو مخکې د سږ کال په لومړیو کې د ولسمشراوباما حکومت له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو یادونه کړې وه.

ګڼ کتونکي وايي چې امریکا په هیڅ صورت له افغانستانه خپل ټول پوځیان نه باسي ځکه چې دا هیواد بېره لري چې ممکن وسله وال طالبان بیا پر افغانستان واکمن شي او د امریکا د تېرو ۱۲ کلونو درستې خوارۍ له خاورو سره خاورې شي.

دوی په عین حال کې وايي، امریکا به یوازې په هغه بڼه کې له افغانستانه ټول پوځیان وباسي چې طالبان د کابل له حکومت سره جوړجاړي ته ورسېږي او دا تظمین برابر شي چې د افغانستان له خاورې څخه به د القاعده په څېر نړیوالې ترهګرې ډلې د امریکا او نورو لوېدیځوالو پرضد کار نه اخلي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جیمز ډابینز د واشنګټن په اتلانتیک څېړنیز انستیتیوت کې په خبرو کې وویل:«موږ صفر ته د خپلو پوځیانو د رسولو خبرې کوو- دا د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره یو انتخاب نه دی.ظاهراً دا د افغانانو لپاره یو انتخاب دی- که دوی ونه غواړي چې هیڅ پردی دې د دوی په خاوره کې نه وي، موږ به د دوی په خاوره کې پاتې نه شو. خو فکر نه کوم چې افغانان دې د داسي شي غوښتونکي وي.»

ډابینز وویل، تمه لري چې په زرګونو امریکايي پوځیان او دغه راز د ناټو په زرګونو سرتېري به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې شي.

حاضردمه شاوخوا یو لک بهرني پوځیان په افغانستان کې دېره دي چې په څلورو کې درې یې امریکایان دي.

اوباما د امریکا خلکو ته ژمنه ورکړې چې د القاعده پرضد جګړه به، چې په په دوه زره لومړي کال یې پیل شوې ده، پای ته ورسوي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ځیني کارپوهان وايي چې امریکا له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو (زیرو اپشن) پټکې د دې لپاره کوي چې د افغانستان حکومت ترفشار لاندې راولي څو د خپل هیواد لا زیات امنیتي مسوولیتونه په غاړه واخلي.

ډابینز د پاکستان د نوي صدراعظم هڅې وستایلې

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جېمز ډابنز د پاکستان نوی صدراعظم میا نواز شریف په دې وستایه چې د ده په وینا هڅه کوي له ولسمشر کرزي سره لا جدي خبرې وکړي او په افغانستان کې د پخلاینې ملاتړ کوي.

ده د نواز شریف هلوځلو ته په اشارې وویل:«داسي ښکاري چې له ښاغلی شریف له زړه لېواله وي. فکر کوم له کله چې په پاکستان کې نوی حکومت راغلی دی په افغانستان کې د پخلاینې لپاره د پاکستان هڅې زیاتې شوي دي.»

پاکستان تل ویلي چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې ملاتړ کوي خو عملاً یې د افغانستان د اوسني حکومت د مخالفانو ملاتړ کړی دی. له همدې کبله په افغانستان کې د سولې د بهیر د ملاتړ په اړه د نواز شریف د حکومت د ژمنو په اړه له دې سره سره شک کېږي چې ډېر دلایل شته چې پاکستان باید نور په افغانستان کې د سولې ملاتړ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *