جیمز ډابینز

تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو خاص استازی جیمز ډابینز نن/ سې شنبه/ اسلام اباد ته ورسېد چې له پاکستاني چارواکو سره په قطر کې د افغانستان د سولې د بهیرپه اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویندوی وویل، د امریکا خاص استازی به له جګپوړو پاکستاني چارواکو سره د قطر د سولې په بهیر کې د پاکستان د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

د پاکستاني چارواکو په وینا ښاغلی ډابینز به نن ماسپښین د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره وویني.

د پاکستان پوځ مخکې ادعا کړې وه چې افغان طالبان د دوی له لوري په قطر کې د افغانستان او امریکا له استازو سره خبرو ته وهڅول شول.

د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویندوی هم تېره اوونۍ وویل چې پاکستان د قطر پروسه ممکنه کړه. ده په دې اړه زیات جزییات څرګند نه کړل.

د امریکا متحدو ایالتونو د قطر د سولې د بهیر تر پیلېدو مخکې په دې پروسه کې د پاکستان مرسته ستایلې وه.

په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی مرستیال پاتریک وینتریل خبریالانو ته وویل چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی به په اسلام اباد کې له پاکستاني مشرانو سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړي.

جېمز ډابینز له کابله اسلام اباد ته لاړ. ده په کابل کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په قطر کې د طالبانو د دفتر او د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې. د افغانستان ولسمشر ورته وویل چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ وي.

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم په ډیلي کې وویل چې د دوی اصلي هدف دا دی چې افغانان په خپل منځ کې وږغېږي.

One thought on “ډابینز له پاکستاني چارواکو سره د قطر پر بهیر ږغېږي”
  1. د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي نن په خپله راډیویي وینا کې وویل: موږ سوله غواړو او د ټینګښت لپاره یې هڅه کوو. خو هیچا ته به دا اجازه ور نه کړو چې زموږ د سولې له هیلو او هڅو څخه ناوړه استفاده وکړي او د خپلو اهدافو د تحقق په منظور افغانستان ضعیف او ملوک الطوایفي پرې تحمیل کړي.5337_557104204333469_2020225104_n

    موږ د پردو اعمال او تلاښونه له نژدې څارو او په مقابل کې یې بیداره یو.

    حامدکرزي وویل چې د سولې د عالي شورا له لارې له طالبانو سره د سولې د منظمو خبرو د پیل او ادامې لپاره په قطر کې د طالبانو له دفتر سره موږ او امریکې موافقه وکړه، خو کله چې دفتر افتتاح کیدلو بیا خبره بل ډول وه او زموږ له توافقاتو سره یې سمون نه درلود. موږ د دې عمل په وړاندې ټینګ ودریدو او د افغانستان د خلکو په کلک ملاتړ مو دسیسه شنډه کړه.

    د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د سولې عالي شورا تل او په پرله پسې ډول له طالبانو دا غوښتنه کړې ده چې د پردیو د اهدافو د تحقق لپاره خپل وطن مه ورانویء. خپل ځان او خپل وروڼه مه وژنیء، د وطن بچي له زده کړو مه محرومویء او د وطن د نورو بچیانو په څېر له خپلو ټولو مدني او سیاسي حقوقو څخه په استفادې د خپل وطن په غېږ کې آرام او هوسا ژوند وکړیء او د وطن په آبادۍ کې برخه واخلیء.

    حامدکرزي زیاته کړه چې طالبانو ته به وروستیو پیښو ور ښودلې وي چې پردی کټ تر نیمو شپو دی.

    ده، پر طالبانو ږغ وکړ چې راسیء د وطن په مطمینه غېږ کې له خپلو وروڼو سره خبرې وکړیء او مطرح مسایل له نژدې وڅیړیء.
    ده، وویل چې موږ به انشاء الله خپل نهایي هدف ته د رسېدو لپاره چې هغه په افغانستان کې د دایمي سولې تامین دی خپلو هڅو ته په دقیق ډول تر هغه وخته ادامه ورکوو، څو په هېوادکې دایمي سوله تامین او خلک مو هوسا شي، اما د دې آرزو ترڅنګ به موږ د پردو اعمالو ته هم ځیر یو او د خپل هېواد ملي حاکمیت، قوي مرکزي حکومت او ملي منافعو ته به مو جدي پام وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *