تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی وايي، د امنیتي موافقې په اړه کرزی لا هم پر خپل دریځ ټینګار کوي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي نن وویل، د افغانستان ولسمشر لا هم د راتلونکي کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته وخت پوري له امریکا سره د امنیتي موافقې لاسلیکولو ته حاضر نه دی.
جېمز ډابینز، چې کابل ته په سفر تللی دی، اسوشیتډ پریس خبري اژانس ته وویل چې ده له ولسمشر کرزي سره ولیدل او له طالبانو سره د پخلاینې د هڅو په باب یې له هغه سره هم خبرې وکړې.
ډابینز وویل، له طالبانو سره د سولې خبرې له دې کبله له خنډ سره مخامخ دي چې طالبان خبرې نه کوي.
ده وویل:« حقیقت دا دی چې د امنیتي موافقې پر سر موږ هیڅ پرمختګ ونه کړ. تېرې خبرې تکرار شوې. ما دا توضیح کړه چې دا موافقه ولي د بې یقینۍ او ناڅرګند چاپېریال د ژر تر ژره له منځه وړلو لپاره مهمه ده.»
د ولسمشر کرزي ویندوی پرون وویل چې د امریکا له لوري له طالبانو سره د سولې او پخلاینې د پروسې پیلېدل او د افغانانو پر کورونو د امریکايي پوځیانو د حملو بندول د امنیتي موافقې د لاسلیکولو لپاره د افغانستان دوه اساسي شرطونه دي چې باید امریکا یې ومني.
ډابینز وویل:« هر څومره چې امنیتي موافقه ځنډول کېږي په هماغه اندازه به ملاتړ له لاسه ورکړو. په ايتلاف کې به درز راشي، د مرستو، چې ژمنې یې شوي، اندازه به لږه شي، نو زه احساس کوم چې موږ د دې (موافقې) د نور ځنډولو زغم نه شو لرلی.»
ده زیاته کړه:«ویلی شم چې ولسمشر په رښتیا خپل دریځ هماغه راز چې یې په عام محضر کې ویلي، بدل کړی دی.»
ډابینز کابل ته تر راتګ مخکې پاکستان ته تللی و.
ده وویل، د سولې پر خبرو تمرکز د ده د سفر اصلي هدف و خو خوشبینه ورته نه دی ځکه چې طالبان نه غواړي چې خبرې وکړي.
ده زیاته کړه:«موږ هڅه وکړه چې د سولې خبرې پر مخ یوسو خو طالبان اصلي خنډ دي. موږ لېواله یو چې د سولې خبرې وشي او باور لرو چې پاکستان پاکستان د مرستندوی رول هڅه کوي. دا نسبتاً یو نوی او مثبت عامل دی.»
نو که د آی ایس آی مزدوران (ملا او ګلبدین) ریښتیا غواړي چې غربي ځواکونو په افغانستان کې پاتې نشي اوس باید اعلان وکړي چې نور نو افغانان نه وژني، نور مکتبونه نه ورانوي، نور د پردیو مزدورۍ ته د پای ټکی ږدي او له کویټې او شمشتو نه نور راځي او په کابل کې د څارویو نه بلکه د انسانانو په حیث کېني او بس.
هاهاهاهاهاهاها اوله هم خبره معلومه وه چی طالبان دچا په امر کارکوی
ګنډېری صاحب
اول خو لږانسانیت زدکړه او بیا لیکنه کوه
ښه طالب خوته مزدور بولی او پنجابی یې بولی، ایا دا د افغانانو لپاره د شرم خبره نه ده چی ستا په نزد پنجابی راځی ستا په ملک کی له کفارو سره جنګیږی او ته په کور ناست یې.
او بله خو لا دا چی پنجابی ستا په کور کی ستا مسئلی او جنجالونه در خلا سوی او ته لا هم ناست یې دا بغیرته ژوند کوی شرم وکړه.
تاسو دا ۵۰ کفری ملکونو مزدوران یاست او شرم نه لری په ډیره بی شرمی مو سترګی پټی کړی دی له الله نه وډارشی هسی نه چی عذاب درباندی نازل کړی