تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي نن /چهارشنبه/ خبرداری ورکړ، که د ولسمشر کرزي له لوري د امنیتي موافقې لاسلیک نور وځنډول شي، له افغانستان سره به د نړیوالې ټولنې مرستې له خطر سره مخامخ شي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی نن کابل ته راورسېد چې افغان چارواکي د امنیتي موافقې لاسلک ته وهڅوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په کابل کې د امریکا د سفارت یوه مقام په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې ایا جېمز ډابینز له ولسمشر کرزي سره د لیدلو پروګرام لري.
ده رویټرز خبري اژانس ته وویل:«هرڅومره چې د امنیتي موافقې لاسلیک ځنډېږي، په هماغه اندازه د افغانستان له حکومت سره د نړیوالې ټولنې ملاتړ کمېږي. دا موږ ته پوره واضح ده چې د دې موافقې د لاسلیک ځنډېدا په افغانستان کې له مخکې څخه موجود نامطمینه وضعیت نوره هم نامطینه کوي.»
د امریکا د سفارت دغه دیپلومات همداراز وویل چې جېمز ډابینز سیمې ته د سلامشورو لپاره د خپلو معمولي سفرونو په لړ کې راغلی دی. خو بې له شکه د امنیتي موافقې مسله به مطرح کړي.
ناټو چارواکي وايي، که د افغانستان ولسمشر حامد کرزي امنیتي موافقه لاسلیک نه کړه او د ناټو پوځیان مجبوره شول چې له افغانستانه ووځي، له افغانستان سره به د ناټو او امریکا څه باندې ۸ ملیارد ډالره کالنۍ مرسته له خطر سره مخامخ شي ځکه چې د دوی په وینا له هغه هیواد سره مرسته نه شي کولی چې د خپلو مرستو پر لګښت کنټرول او څارنه ونه لري.
پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بروکسل کې وړاندیز وکړ چې د افغانستان دفاع وزیر یا کوم بل جګپوړی چارواکی دې دا موافقه لاسلیک کړي.
salamona dostano za tajub yam da speen starge sombra bi mantiqa di waye kawalay she bedon de karzai na yi bal sok rasara imza kre kho ka ahyanan ye bal kom lwarporhay da qarardad imza kre bya ham da jwata kizhe che de karzai pa salah aw mashwera imza sho no bya ye sa farq wako amrecayano wali war khata yaste sabar che karzai sam chort wawahi che khata yi na basy
که کرزی تړون نه لاسلیکوي، نو بیا ښه دا ده چې د افغانستان کوم بل لوړپوړی چارواکی دا تړون لاسلیک کړي او د کرزي لخوا جوړه شوې ډرامه پای ته ورسي چې افغانان سا واخلي او له موجوده اضطرابي حالته راووځي
سلامونه می ومنه دا پاچا بیا لکه چی دامریکا څخه راغلی دی دهغو لپاره کار کوی موږ دکرزی ددریځ ملا ټړ کوو په دی دریځ کښی هیڅ شخسی ګټه نشته پالتو دګیډی خبری مکوه هالته خپلی یخی او تودی کوه
امریکا همداسې کار دهرچا سره کړی او کوی یی چی له خوږی ګوتی نه یی نیسي، اوس خو نوره هم ښه معلومه شوه چی امریکا دلته څومره ګټی لری او ولی دلته دومره دلچسپی لری او مصرف کوی ؟ چی اوس موږ په خپلو مرستو ډاروی؟ ایا افغانان او مسلمانان د تاریخ په اوږدو کی د خارجیانو په مرستو ژوند کوی؟ که څوک افغان نه وی نو یوه د بیغیرتی بیګه دی وړاندی کړی. اوبل داچی د ملګرو ملتونو د قانون له مخی یوهیڅ هیواد د بل هیواد په داخلی چاروکی مداخله نشي کولای نو بیا کیری ولی زموږ داخلی چاروته لاس اچوی چی تړون دی بل کوم څوک امضا کړی، دافغانستان داساسي قانون له مخی د معاهداتو او تړونونو لاسلیکول یوازی دولسمشر کار دی، او بل پروسږکال ښاغلی اوباما وویل چی امریکا دی تړون ته اړتیا نلری دا دافغانانو غوښتنه ده نو اوس ولی پری وارنشته او پرلپسی اخطارونه او استازی رالیږی؟ اوس دی امریکا خپل نړیوال طافت حفظ کړی او ځان دی دمره ذلیل نه معریفی کوی خو په حقیقت کی دوی ذلیل دی.