تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی استازی جېمز ډابینز وايي، که طالبان له خپلو افراطي دریځونو شا ته نه شي له دې ډلې سره د سولې خبرې به بریالۍ نه شي.
ډابینز د طالبانو د قطر د دفتر د مشر عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته په اشاره وویل، د طالبانو دا ډول دریځونه ښيي چې له دې ډلې سره سوله اسانه نه ده.
عباس ستانکزي په یوه ویډیو کې ویلي چې په افغانستان کې حکومت او دولت نشته او که طالبان واک ته ورسېدل «اجیره» اردو، پولیس او ملي امنیت به منحل کړي. ده همداراز ویلي چې که د اردو او پولیسو ځواکونه له طالبانو سره یوځای شول په راتلونکې پوځ کې به برخه ورکړل شي.
ستانکزي د افغانستان پر نورو ملي اورګانونو لکه د ملي شورا پر ولسي جرګې او مشرانو جرګې هم چلیپا ایستلې او ویلي یې دي چې د دوی په حکومت کې به پرېکړې د علماوو شورا کوي.
د ستانکزي او نورو طالبانو دا ډول څرګندونې د ګڼ شمېر افغانانو له توند غبرګون سره مخامخ شوي دي او اکثرو ویلي چې دا څرګندونې په اصل کې د پاکستان ارمانونه دي.
پاکستان په نوي یمه لسیزه کې د مجاهدینو په لاس د افغانستان ملي امنیتي ادارې او تاسیسات ویجاړ کړل.
خو د افغانانو له عکس العملونو داسې ښکاري چې اوسني افغانان د نوي یمې لسیزې په شان بې خبره نه دي.
د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د مشرتابه شورا اعلان وکړ چې د طالبانو له لوري د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو د انحلال غوښتنه د طالبانو غوښتنه نه ده بلکې د سیمې د استخباراتي ادارو پرېکړه ده.
د جمعیت د مشرتابه شورا رييس سیدابراهیم عماد وویل چې موقت حکومت ردوي او طالبان باید د تېرو ۱۸ کلونو بریاوې ومني.
د ولسمشرغني د انتخاباتي ټیم غړي او مرستیال کاندید امرالله صالح ویلي«د افغانستان وسله وال ځواکونه د دې هیواد د عزت، مادي او معنوي ارزښتونو مدافع دي او د دغو ځواکونو د انحلال غوښتنه د افغانستان د زوړ دښمن غوښتنه ده.»
جېمز ډابینز، چې د رانډ کارپورېشن تحقیقاتي مرکز جګپوړی غړی دی، وايي، په افغانستان کې د سولې لپاره د ښکېلو خواوو سیاسي پخلاینې او کلکې ارادې ته اړتیا ده.
ده دا هم وویل، امریکا تر هغه وخته له افغانستان سره سیاسي، پوځي او اقتصادي مرستې کوي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.