د ختیځ ادبي بهیر د يوې اوونیزي غونډې په پای کې اناونسر اعلان وکړچې راروانه اوونۍ به د مرحوم ډاکټر اعظم اعظم یاد تازه کوي. ما همالته تصمیم ونیو چې د ډاکټر صیب اعظم ځیني انځورونه به په دغه پروګرام کې نندارې ته وړاندی کوم. کور ته چې راغلم نو سم د لاسه ممې د ډاکټر صیب په نوو انځورونو کښلو پیل وکړ، دوه انځوره مې لا مکمل کړي نه وو چې د دمې په وخت مې لور د غوږ نه ونیولم:
ـ بابا تا خو ویلي وو چې نن به دې د شیل زي پالک ته بوځمه.
ما ویل بوځم ديچې دا کار خلاص کړم نو هله، خو چې ډیر يې په عذاب کړم نو د مازیګر له لمانځه وروستهمې خپل ټول بچیان او کشر ورور په موټر کې کېنول او د شیرزي لوبغالي (چې کله ناکله ورته زه هم لوبغاړی وایم!) په لور روان شوم. په لاره کې مې ځای په ځای ډریورانو ته برګ برګ کتل ځکه چې د کرزي بابا!! دولت دی خیر ویسي اقتصاد دومره وده کړېچې هغه څوک چې په کلي کې به یی خر نه لرلو نن په لینډکروزرو کې ګرځي، دا چې د کابل تورخم په لاره څومره حادثېکېږي خدای ته مالومه ده. په هر حال د نیم سات ټیلو او بریکونو وروسته د شیرزي لوبغالي ته ورسیدم نو ماشومان می د لاسه ونیول او د پارک دروازې ته مې ځان ورساوه، په دروازه کې د جنوب غرب د سیمې یو ځوان چې د پولیسو لباس یې په تن و او د پتلون له ځنځير نه یې د پرتوګاښ ځونډي د باندی راوتلي و، په ځای د دېچې د جیبونو تلاشي مې واخلي نو په کوناټو یې راله لاس راتاو کړ او په غوسه یی راته وویل:
ـ«آجي ځه ورځه تیریژه!»
کله چې د پارک په دروازه ور ننوتم نو راشه که یې ګورې سم غوجل دی، د قیس بابا اولاده د جوجو ماجوجو په شان راخواره شوي وو، چا چرس څکولچا خولې له د نسوارو چونګۍ وروړو او چا یو بل له په کونهکې ګوتې ورکولې، ماشومانو په خپل ځای ماشر جورکړی وو چې لږ ورتیر شوم نو ځای په ځای ژول شوی ګنډیری، د مالټو پوټکي، د پیپسي تشی بوتلې د زیړبخن چمن په مخ لکه د ون ګوغ د ابسټریکټ انځور رنګارنګ پرتې وې. لږ مخکې چې لاړم نو د یو شخصي ۲۰۱۲ماډل تور رنګي کرولا څنګ ته یو دوه نور د کنداره راغلي ورونه ولاړ وو چې د چرسو لوخړې یې د مخونو مخی ته لکه د لړو تیریدلی او دا اواز مې ترېتر غوږو شو د مور د …. دی اهاهاها شه داسی ده….
نو ماهم پرې دومره فکر ونه کړ. وړاندی لاړم چې په دېکې مې لور بیا له لاسه راښکم چې بابا آغه ټال ته ځو، زم د اغی د خبری سره سم د ټال په لور روان شوم. چې د ټال څنګ ته ورسیدم نو یو پلن غټ سری شیخ چې ږیره یې تر نامه رسیدله په ټال کې ځانګل په یو لاس یی د ټال زنځیر او په بل کې یی موبایل غوږ ته نیولی وو او په بړق بړق یی خندل، څنګ ته دوه نور ټالونه هم وو خو زنځیرونه یی لکه د دروازی د اسکر د پرتوګاخ راځوړند وو او چوکۍ یی لکه چې نا مالومو پښتنو په کباړي لا د وخته خرڅی کړی وی. نو د لږ ځنډ وروسته خدای خبر چې هغه شیخ ته څه په زړه کې ودریدل خو له ټال نه یی را ټوپ کړو او لکه د میلي صیب لیوني ی منډه کړه او په مخه لاړو.
کله چې ټال وزګار شو نو ما خپل بچي په نوبت سره په ټال کې زنګول پیل کړل او د پارک یو خوا بلخوا ته می حیران کتل راکتل او د دی پارک پخوانی انځور می ترسترګو کېده.
څه موده وړاندی دغه پارک د ننګرهار والي لخوا په ډیر لوړ معیار جوړ شوی وو چې د ماشومانو لپاره پکې ډول ډول د لوبو شیان موجود وو لکه ټالونه، خویندک، د ځوانانو لپاره پکي ډیر خکلی لوی میدان او د میلمنو لپاره یی د ناستی او میلی هم ډیر ښکلی ځای لرلو. د ماشومانو د لوبو د ځای او د میدان ترمنځ د کلکو وسپنو یو ډیر لوی دیوال هم جوړکړی شوی وو. خوچې اوسني حال ته می وکتل نو د خپل کلي اغه زوړ اخور می ترسترګو شو. مونږ به پخوا په کلي کې غواوو له اخور په کال کې یو ځل رغوو، هغه به هم په داسی حال کې چې کله به خرو او نور مال ورانی وکړو، غواګانو به ښکری اړم کړی او د اخور تیږي به یی ونړولی. زه حیرا ن دی ته وومه چې دغه د نن ورځی پښتون چې د خبری په سر او اخرکې خپل ځان د علم او فرهنګ د زانګو پیداوار ګني په کوم کمال دغه د اوسپنی دیوالونه ړنګ کړل؟ بیا می له ځان سره وویل چې ځه شکر دی چې خدای د جوجو ماجوجو په ځای دا ۵۰۰۰ کلن پښتانه د اغه غره شاته نه دی بند کړی کنه نو اوس به لا د وخته قیمت وی ځکه چې دوی ته اوسپنی ټینګی نه شوی نو د غره کاڼي خو به ېی خام خوړلي وو. بیا می د ډارون هغه خبره را یاده شوه چې د هغه په خام فکر انسانان د بیزو اولاده او ټولنیز ځناور دي نو ما هم ورو غوندی سر وښوزاوهچې قورانګو دا خبره یی لکه چې یو څه سمه کړي وي، ځکه انسانان خو داسی نه وي او نه دومره ماهره ورانکاري وي نو ارو مرو دا لکه چې په رښتیا هم ځناور دي او هغه هم تصدیق یافته.
ارباب