ډارېددلي شپونکي(لنډه کیسه) فاروق سرور

څوک دي چي اوړ شپونکي غواړي ، خو دي ځني پټ دي . د غره په يوې څودي کښي يې له خپلي رمې سره پناه اخيستي ده . دا مهال په اسمان کښي برېښنا لوبي کوي ، په وريځو کښي يې د تناو دربي جوړ کړي دي ، خو شپونکي نور ځان په غاره ننه باسي ولي چي اورېدلي يې دي چي دغي برېښناوي سړي وژني. ناڅاپه قيامت سي، د درو څلرو سوو پسونو رمه په يو طاقت سره له غاري په دربي بيرته راووزي او دي هم په مخه کړي. شپونکي چي شاته وګوري ، نو د څودي په خلې کښي يې يو بد تور مار تر سترګو سي چي لوي سر يې لوړ نيولي ناست وي.

اوس شپونکي وکپېږي چي دا خو له مرګه بچ سوم . دا مهال تېز باران اوري ، په زرغونه غره کښي رمه لاندي د کورو په خوا منډه وهي او زرغونه واشه مست باد او د څاڅکو څپې وهي . اوس بيرته اوړ شپونکي او دده وېره سي چي نن خو به برېښنا حتما ما وژني ، ځکه يو ځل بيا سره وکپېږي .

بيرته دي حېران سي او هغه ږغ واوري چي دي يې غوښت . هغه فکر يو سي چي دا نو څوک دي او ولي ما غواړي. ناڅاپه هغه و کپېږي او مرګ خپل مخامخ وويني چي يوه بده سپينه برېښنا وي ، خو هغه حېران سي ، ولي چي اوس هغه خپل مخامخ په درزنو ښکلي ښاپېرياني ولاړي وويني چي لوي لوي دريې يې په لاس وي ، وده ته په خندا وي ، هره يوه خپل دف په ډېر هنر سره وهي او خورا خوندوره سندره يې په خله وي چي راسه ګرانه راسه ، ښايسته دي کړمه . اوس هغه پوه سي چي دې مينه ناکه ږغ هغه غوښت . بيرته زوروره برېرښنا سي او يو طاقت دي په زوره د ځان په خوا پوري وهي . دا کرم اکا وي چي د يوې پسوروري وني لاندي ولاړ وي او په خشم وي چي زر ځله مي پوه کړي يې چي له برېښنا لري ګرځه ، سړي وژني يې عقله .

“نه اکا” هغه ځواب ورکړي ” په برېښنا کښي خو ژوند او ښاپېرياني وي چي سړي ښايسته کوي. “

اپريل کال 2015

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *