محب هارون

په پخوا وختونو کې کله چې سکه نه وه ايجاد شوې بیا هم په ورځني ژوند کې بې شمېره ضرورتونه وو، د وخت په تېرېدو سره د انسانانو په ژوند، ابادۍ او ضرورتونو کې زیاتوالی رامنځته شو، چې په مختلفو څیزونو باندې انسانان حاکم شول؛ خو د نفوسو او ابادۍ په زیاتوالي سره د انسانانو په ژوند کې ستونزې هم زیاتې شوې او دې ستونزو ته په کتو د بارټر سیستم (Barter System) رامنځته شو، چې د جنس په مقابل کې به جنس تبادله کېده.

د یاد سیستم په راتګ سره د وګړو ژوند کې یو څه ستونزې حل شوې، خو دغه نظام او سیستم زیات وخت ونه توانېد چې ټولې ستونزې حل کړي ځکه دې سیستم خپله ځینې وخت ستونزې درلودي، مثلا که چيرې د یو سړي به غنم په کار و، په عین وخت کې د تبادلې لپاره د غنمو پر ځای به وريجې او لوبیا د بل سړی سره وو، نو همدا سبب وه چې ستونزه به نشو حل کېدلی.

د عیسوی کال څخه زرکاله وړاندې د کرنسۍ معامله رامنځته شوه چې په لومړیو کې به کرنسي د خټو څخه جوړېده خو د وخت په تېرېدو به د کرنسي په شکل کې تغیر رامنځته کېده او کرنسي به ختمېده او زیات مقاومت يې نه درلود. په کال ۱۸۰۰ میلادی کال کې د مسو، پيتلو، سټيلو، سرو زرو، سپینو زرو څخه کرنسي جوړيدل پیل شول او د پیسو په سیستم کې پوره انقلاب رامنځته شو چې بیا وروسته د تقاضا مطابق کاغذي پیسې، برقي پیسې او داسې نورې پيسې رامنځته شوي او همداسې دا لړۍ تر ننه په مختلفو شکلونو دوام لري، چې دغه پیسې په مختلفو ملکو د بېلا بېلو عواملو په نسبت خپل ځانګړی ارزښت لري، خو کله دغه ارزښت لوړیږي او کله ټیټيږي، مونږ په دې خبرې کوو چې افغانۍ ولې د ډالرو په مقابل کې خپل ارزښت کم کړی دی.

د يو کال راهیسې چې ډالر د افغانۍ په مقابل کې لوړ شوی او افغانۍ ټيټه شوې نه یوازې د صرافانو په تجارت يې منفی اغیز درلودلي بلکې د افغانستان د وګړو ورځنی ژوند يې هم د ستونزو او ګواښ سره مخ کړی دی.

اقتصاد شنونکي وایي چې يوه کرنسي د بلې کرنسۍ په مقابل کې د ارزښت زیاتوالی او یا هم کموالی په لاندې فکتورونو پورې اړه لري.

  1. د هېواد صادرات او واردات: ياد فکتور د کرنسۍ په لوړوالي او ټيټوالي کې پوره رول لوبوي. کله چې صادرات د وارداتو په پرتله زیات وي په دې حالت کې زیات ډالر هېواد ته راځي او کله چې ډالر هېواد ته راشي د هېواد لوکل کرنسي ورسره ارزښت پيدا کوي. او برعکس کله چې واردات د صادراتو په پرتله زیات شي؛ نو ډالر په کمه اندازه هېواد ته راستنږي. چې د ډالرو په ارزښت کې  زیاتوالی راځي. بدبختانه د افغانستان د صادراتو لیول د وارداتو په نسبت کم دی، نو ځکه د ډالرو قیمت ورځ تر بلې مخ په لوړېدو راوان دی.

 

  1. په هېواد کې بهرنۍ پانګونه: کله چې د هېواد امنیتي حالات ښه وي او د دغه هېواد په بهر کې ښه رپورټیشن ولري، نو بهرنیان دې ته ليواله کيږي چې هېواد ته راشي او پانګونه وکړي. چې زیاتره وخت دغه پانګونه د ډالرو په شکل وي چې په دې سره په زیاته اندازه ډالر هېواد ته راځي او د داخلي کرنسۍ په ارزښت کې لوړوالی رامنځته کیږي، او د ډالرو ارزښت کمیږي او برعکس د ناامنۍ او بې ثباتۍ په صورت کې بهرني پانګوال هېواد راتلو ته زړه نه ښه کوي څو پانګونه وکړي. بدبختانه په افغانستان کې د ګوتو په شمېر بهرني خصوصي شرکتونو پانګونه کړې چې نور د ناامنۍ او بې ثباتۍ په سبب پانګوال زړه نه ښه کوي په افغانستان کې پانګونه وکړي نو هماغه دی چې د ډالرو قدر او ارزښت ورځ تر بلې لوړیږي.

نن ورځ یو امریکایی دالر 1$=80.36 AF سره مساوی دی، چې په تېرو میاشتیو کې د 72 افغانیو معادل و. د افغانستان بانک په يوه اونۍ کې دوه ځله امريکایی ډالر په مارکیت کې خپاره کړل، چې په دې سره د افغانیو په ارزښت کې د لنډې مودې لپاره لوړوالی راغي، خو که په لویه کې وګورو دا يې د حل لار نه ده ځکه تر کله به د افغانستان بانک همداسې ډالر په مارکیت کې انجیکت او خپروي، تر څو چې پورته فکتورونه په سالم ډول او د عمل لاندې رانشي د افغانیو ارزښت به همداسې ورځ تر بلې ټیټیږي.

همدارنګه په افغانستان کې د افغاني کرنسۍ بې ثباتي د سالم امنیت نشتون او د افغانستان ګونګ حالات دي. کله چې هم د افغانستان بانک په مارکیت کې ډالر خپاره کړي نو مافیايي کړۍ کوشش کوي چې خپاره شوی ډالر د مارکیت څخه د افغانیو په ارزښت ټول کړي او د ډالرو سمګلرانو په مټ يې ګاونډيو هېوادونو ته واستوي چې په دې سره د افغانستان په مارکیت کې ډالر د قلت سره مخ کیږي او د ډالرو په ارزښت کې لوړوالی راځي.

افغانستان يو وارداتي هېواد دی چې د ډالرو پاليسي اداره کول هم د مافیا په لاس کې ده. د افغانیو په ارزښت کې کموالی او ډالرو په ارزښت کې لوړوالی دا مونږ ته په ګوته کوي چې د افغانستان بانک ستراټیژي او پالیسي د بهرنیو اسعارو په مقابل کې نابیلانسه ده، او د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د يو اوږدمهاله پلان او پالیسۍ نشتون نتیجه همدا شوه چې ډالر له 50 افغانیو څخه 80.36 افغانیو ته ورسېد.

دا چې د دې ناخوالو او ستونزو څخه د نجات لاره پيدا کړو نو ضروري ده چې د اوږد مهاله پلان او ستراتیژۍ له مخې خارجي اسعار کنترول کړو، د کور دننه د تولید کچه مو پورته شي تر څو په صادراتو کې زیاتوالی راشي او همدارنګه بهرني پانګوالو او شرکتونو ته د امنیت او خوندې چاپیريال په برابرولو کې هڅې او کوښښونه وشي تر څو دوی په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *