تاند- له کیپلر ټیلسکوپ وروسته د ناسا دوهمه فضايي وسیله ډان ستوربېړۍ د تل لپاره له کاره ولوېده.
دې ستوربېړۍ ۱۱ کاله کار وکړ.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا په وروستیو کې د ناسا دوهمه فضايي وسیله وه چې له فعالیته ووته.
وروسته له دې چې کیپلر ټیلسکوپ مړ یا ګول شو، د کنټرول له مرکز سره د ډان ستوربېړۍ ارتباط پرې شو.
دا په داسې حال کې ده چې د ناسا په وینا د ډان ستوربېړۍ سونګ په خلاصېدو ول.
د دې ستونزه سبب شوه چې ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره د دې وسیلې د فعالیت د درېدو اعلان وکړي.
ډان لومړنۍ ستوربېړۍ وه چې د مریخ او مشتري ترمنځ د یوې کوچنۍ سیارې په کمربند کې د یوه فضايي شي په مدار کې راڅرخېده.
ډان همداراز له دې نظره هم لومړنۍ ستوربېړۍ وه چې د مځکې له مداره دباندې تر دوو شیانو راوڅرخېده.
دا یوولس کلنه ستوربېړۍ د ویستا (Vesta) په نوم له سیاره ګۍ راچورلېده او پر دې سربېره د سریس (Ceres) په نوم د یوې کوچنۍ سیارې تر شاوخوا راګرځېده.
هم کیپلر ټیلسکوپ او هم ډان ستوربېړۍ تر خپل اټکل شوي وخت زیاته موده په فضا کې فعاله پاتې شول.