زه ډیر عجیبه مزاج لرم او د کار په عملي کولو کې زښت تند یم. ډاکتر اشرف غني
د نیوریپبلک مجله د رونلډ اې نیومن چې په افغانستان کې د امریکا سفیر په توګه دنده ترسره کړی له قوله وايي چې ډاکتر اشرف غني خورا زیات منظمه سړی دی کله هم چې د ده سره ملاقات وکړی نو خپل فکر او پلانونه ته یې د تیر پرتله ډیر ستر توپیر او ځانګړتیاو سره انکشاف او وده ورکړی وي.
دغه ځانګړتیاوي چې کله ډاکتر اشرف غني د ځان په هکله خبرې کوي له خبرو يې څرګنديږي لکه یو سړی چې د خپل د ژوند کتاب نه د ورځ او نیټې سره، له یو منظمې حاشیې لګیا وي. ډاکتر اشرف غني د فکر لپاره ځنډ ته اړتیا نلري ترڅو خپله خبره بشپړه کړي ټول معلومات ورسره تیار په ذهن کې پراته دي لکه دا کار چې په نړۍ کې یو طبعي کړنه وي لکه څرنګه چې وايي: (پینځه لسیزې وروسته) پرته د کوم ځنډ او زړه نه زړه کیدلو بیا زیاته کړي چې (په اګست په ۲۶، ۱۹۹۷ کې له هاغه ځي ولاړم) بیا (په تیرو څلورو کلونو کې مې هر ولایت ته ۱۴۰ ځله سفر کړی داسی هیڅ ولایت نشته چې دوه ځله مې ورته سفر نه وي کړی) دا دقیق معلومات یو طبعي کړنه نده – پدې هکله د دولتي اغیزمنتیا په نوم د انستیتیوت مشره کلر لاکهارت وايي چې دا ډول دقیق تاریخونه او شمیرې د یو خورا جامع او پراخه ذهن درلودونکی کولی شي چې بیا، بیا یې یادونه وکړي – دې ځانګیړنو د ډاکتر اشرف غني سره ډیره زیاته مرسته وکړه هاغه څه چې د ۲۰۰۱ کال راپدې خوا ډاکتر غني ترلاسه کړي په شمار خلکو دا لاسته راوړنې درلودلی دي. د ډاکتر اشرف غني لاسته راوړنې د افغانستان د تیرو ۱۳ کلونو د لاسته راوړنو هینداره ده:
ډاکتر غني د ملګرو ملتونو د مشاور په توګه د افغانستان استازیتوب کړی، د بون د تړون په پلې کولو کې مرسته کړي چې افغانستان ی د یوه دیموکراتیک حکومت په لار سم کړ. ددې سربیره د ولسمشر کرزي مشاور هم پاتې شوی چې د لوی جرګې په تنظیمولو سره یې د اساسي قانون د تصویب او د اوسنې ولسمشر د ټاکنې لپاره لاره هواره کړه. ډاکترغني د یو مشاور سربیره د ملي توسعې په برنامې لیکنې کولی بیا د یوې خیریه ادارې مشر په توګه چې د افغانانو په همغږئ له افغانستان سره مرستې کولی وټاکل شو.
د ماليي وزیر په توګه ډاکتراشرف غني نوې بانک نوټونه چاپ کړل او د دولت عوایدی مرکزي کړل، د مخابراتو وزارت سره د ډاکتر اشرف غني مرستې ددې وزارت د ودې لپاره خورا ډیرې اغیزناکې تمامي شوي او د یوې رڼې پروسې له لارې یې مخابراتي شرکتونو ته د فعالیت او د پانګونې جواز ورکولو زمینه برابره کړه. په کابل پوهنتون کې ډاکتر اشرف غني د ګډ اداري سیسټم جوړولو سره د ادارې غړو، استادانو او شاګردانو په ګډون ټول راجمع کړل، لنډه دا چې ډاکتراشرف غني هرچیرته تللی،پخپل کار کې بریالی شوی.
دا د اعتبار وړ ده چې ډاکتر غني وايي: د تیرو ۴۴ کلونو زما کاري ریتم ۱۴ ساعته دی، ډاکتر غني دا ټولې هلې ځلې لکه څرنګه چې وايي ټول عمر د کمونستانو د کودتا وروسته پدې تیاریو بوخت ووم چې یو ورځ به بیرته افغانستان ته ځم او خدمت به کوم، ښایي دا چمتوالی یې د ولسمشریزو ټاکنو د بریا سره او د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د ده خدمت مصدر وګرځي – ډاکترغني چې د بیروت په امریکايي پوهنتون کې زده کړې کړي د ۱۹۸۷ د انقلاب څو میشتې مخکې د افغانستان نه بهر ولاړ او د دې انقلاب په ترڅ کې دده له قوله د کورنۍ ډیری غړي د کمونست ګوند لورې زنداني او ټولګیوالې شکنجه شوي.
ډاکترغني بیا په لویدیځ کې ژوند کاوه او د سپتمبر د ۱۱م پیښې په وخت کې دی په نړیوال بانک کې په دنده بوخت وه هاغه وخت ټول ښار بند وه او د بانک ټول کارګران خپلو کورونو ته ولاړ، ډاکتر غني پخپل دفتر کې پاتې شو. ډاکتر غني وايي: زما کور په بتسدا کې وه او ما دومره مزل نشو کولی، ۸ کیلومتره لار وه او ټکسي هم نه وه چې پکې تللی وای نه هم کوم بل ترانسپورټ.
زه کیناستم له ځان سره مې وویل چې همدای وخت دې چې بیرته په کار مشغوله شی – درې میاشتې وروسته ډاکتر غني په افغانستان کې وه، ډیرو حکومتي پوستونو کې کار وکړ، او په کال ۲۰۰۹ کې لومړۍ ځل د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند شو، ددې ټاکنو پایله ډیره خواشینونکې وه، ډاکترغني له څلورو نوماندانو شاته د ۳ سلنو رایو سره ونه توانیده چې مخکښ نوماند ظاهر شي. ولې د هغه په وینا د ۲۰۰۹ پایلې ددې په ننې انځور هیڅ اغیزه نده لرلي. ډاکټر غني وايي چې هاغه وخت دا هیواد نه ډاریده او د حکومت دوام ته او د بهرنیو مسولیتونو ته هیله مند وه.
اوس خلک ډیر بدل شوي. تاسو پوهیږئ چې دوې له ما څه غواړي؟ ډاکتر غني د میلمنو سره د کتنې وروسته چې یوی په پارلمان کې د کندهار استازی وه او بل د قابیلو مشر، له ما وپوښتل. دا بدلون دی، په ځواب کې وویل، دوې له ما نه قانون پلې کول غواړي دوې یو فعاله سیسټم غواړي او دوې وايي چې، د هاغه څه دي چې ته پرې پوهیږی او دا د ستا د توان کار دی.
زما پرمخې ورغوی خلاص کړ او زیاته یې کړه: دا لاس مې د وینو پاک دی او دا بل لاس مې د فساد نه. دغه لامل دی چې دوې له ما کار غواړي! لکه څرنګه چې ډاکتر غني وايي همدغسې ده د هغه پاک لاسونه او جامع فکرونه د دې ثبوت دی چې نن چیرته ولاړ دی! ډاکتر غني هاغه وخت چې د افغانستان د تاریخ تورې ورځې ګڼل کیږي د شوروي ضد جهاد، کورنۍ جګړې او د طالبانو راتګ، پدې وختونو کې له افغانستان نه بهر اوسیدلی او د لویدیځ په بهترینو پوهنتونو او ادارو کې خپل رول درلوده. کله چې له کابله په کال ۱۹۷۷ کې د انسان شناسۍ په برخه کې د ماسټرۍ په موخه ولاړ نو هلته بیا د دوکتورا لپاره پاتې شو او په بیرکلې او جانز هاپکینز کې تدریس ته مخه کړه او په کال ۱۹۸۵ کې د خپلو تحقیقتو په موخه پاکستان ته ولاړ.
د ډاکتراشرف غني ژوندلیک خورا ډیر په زړه پورې دی . په افغانستان کې اوس، په لویدیځ کې اوسیدلي افغانانو ته په سپکه نه کتل کیږي. ډاکټر غني وايي: زه ګناهګار او مجرم نه یم ځکه چې ما تیر ۲۴ کلونه په زده کړې تیر کړي په هاغه څه چې دا هیواد ورته اړتیا لري. که مې ټوپک ته لاس کړی وای نو اوس به زه یو بل جنګیالی ووم. د جنګیالیو کمې نه وه په هاغه وخت کې.
مونږ ۱ نیم میلیون خلک له لاسه ورکړي او تراوسه قرباني ورکووه. ولې ما فکر وکړ چې زما دنده دا ده چې داسې ورځې ته باید چمتوالی ولرم چې افغانستان یوځل بیا د بیارغونې فرصت ولري. د ډاکټرغني ایتلاف د دوستم سره ډیری پلویان حیرانه کړي وه ولې ددې ایتلاف دلیل هم ښکاره دی، دوستم د ازبکانو مشر او د ۱ میلیونو رایو څښتن دی.
ډاکترغني د دې ایتلاف په هکله زیاته کړه: مونږ داسې یوې مفکورې ته توسعه ورکووه چې د هاغو خلکو سره باید کار وشي چې یوازې زمونږ په شانته وي ولې تاسو ددې مفکورې سره هیواد نشئ جوړول چې د ستاسو په شانته خلک دې له تاسو سره کار وکړي.
تاسو باید تیرو جنګونو باندې مغلوب شئ او د هاغه چا سره باید کار وکړئ چې د ستاسو نه بشپړ توپیر ولري. که مونږ سوله غواړو، باید داسې ټیم هم ولرو چې د جنګ تجربه ولري – د دوستم ایتلاف به ایا د ډاکترغني حکومت مشروعیت ته ګواښ نه وي؟
ډاکترغني په ځواب کې ویل: نه، جنرال دوستم تیرې کړنې نه تکراروي بلکه هیڅ دلچسپې نه لري، جنرال دوستم د ملیشې سره کابل ته نه داخلیږي بلکه په دریشۍ کې د یوه مرستیال په توګه د دیموکراسۍ له لارې واک ته رسیږي- دا هاغه څه دي چې ډاکټر غني د ۲۰۰۹ کال ډاکتر غني سره جلا کوي، یو تکړه تکنوکرات اوس په سیاست کې ښایې ماهره شوی وي.
ډاکټر غني وايي: که چیرې یوازې پدې بوخت وي چې پلانونه او پروګرامونه جوړ کړي نو ددې کار ستونزه به دا وي چې د پلې کولو به یې څوک نه وي که چیرته زه پخپله سیاست ته داخلیږم نو باید چې بریالی شم. داسې ښکاریږي چې ډاکتر اشرف غني ګټونکی دی، دوستم د ایتلاف وروسته، ډاکتر غني په نظرپوښتنه کې ډیر مخکې ولاړ.
د ډیموکراسي انټرنشنل ادارې د نظرپوښتنې له مخې ډاکتر غني له هاغې نظرپوښتنې چې یو خصوصي تلویزیونې شبکې کړی وه، ۲۵ سلنه مخکې وه. دا نظرپوښتنې وروسته له هاغه چې امریکا د یوه نوماند په ملاتړ ګرم شو، ودرول شوی او ددې ادارې او امریکا ترمنځ تړون فسخه شو.
نظرپوښتنې یوه تازه تجربه ده چې په افغانستان کې ازمویل کیږي. بیا هم ډاکتر اشرف غني مخکښ نوماند څو اندیښنې راولاړوي: که چیرې ډاکتر غني بریالی شي د هاغه چا ځای به نیسي چې څو وارې د بریدونو ژوندی وتلی او خپل ملګرو او کورنۍ غړو مرګونه یې لیدلي.
ډاکتر غني ته تر کرزي زیات ګواښونه پیښیدلی شي د هغه اړیکې د لویدیځ سره شاید چې دده لپاره یو ګواښ وي هاغه څه چې ډاکتر غني یې نه ردوي ولې پلانونه ورته لري، هغه وايي: که چیرې زه وویریږم او وډار شم نو ټول ملت به په ډار وي، مونږ باید دا ومنو چې مونږ پدې بحرانونو بریالي کیدلی شو، زه باید دا پخپلو ویناو او عمل کې وښایم.
د دې بحرانونو یوه ستره برخه رواني ده او ددې رواني بحران لپاره دداسی یوه مشرۍ اړتیا ده چې ووايي: مه ډاریږه. تاسو خبریاست چې د روزولت تګلاره څه وه؟ هغه په ویرې د مغلوبیدلو لاره خپله کړی وه په پیل کې دا یوه وړه تګلاره بلل کیدله ولې وروسته یې د تګلارې نوې پړاو معرفي کړ. د هاغو سترو پیښو باوجود روزولت یو نقش پیدا کړ. دغه د مشرۍ یا لیډرشیپ دنده ده، ترڅو واتوانیږی دمفکورې ترڅنګ په سړه سینه قضاوت خپل کړی او په همدې ډول خپلو اهدافو ته ورسیږی، نه چې ورته تسلیم شي.
هو اشرف غني تل د هیواد د ابادۍ سوچ کړی دی نوموړي چې تعلیم کړی هغه هم په دې مفکوره چې یوه ورځ به خدای راولي چې د افغانستان ملت به راویښ او سړی او نه سړی به وپیژني دادی نن یې وخت رارسیدلی انشاء الله د افغانستان بچي را ویښ شوي هیڅوک یې دوکه کولی نشي د هغه خلکو وینا ته به هیڅ اهیت ورنه کړي چې زمونږ میندې او خویندې يې په پاکستان او ایران پلورلي مونږ به له هغوي حتماً د خپلو میندو او خویند پوښتنه کوو زما د تورخم مزی نه هیریږي چې افغاني تنکی پیغلې یې د شمشاد په غره خیژولي زما د ایران فوځي مناورې نه هیریږي چې د حملې د چمتو والي په خاطر یې راته کړي زما د نغمې غزل نه هیریږي چې ځکه راته بنده په طورخم کې دروازه ده ، زما د ناهیدۍ شهادت نه هیریږي چې پردو راته شهیده کړه ،زما د ډاکتر نجیب شهادت نه هیریږي چې په ډیورنډ یې ځان قرباني کړ ، زما د داؤد ککرۍ نه هیریږي چې برژنیف ته یې ویل چې افغانستان یو خپلواک دولت دی ، زما غازي نه هیریږي چې انګلیسي سفیر ته یې ویل چې افغانستان نور په داخلي او خارجي چارو کې ازاد ګڼم ته پوه شوې چې هیچاته د ویښته په اندازه د مداخلې اجازه نه ورکوم زما هغه توره نه هیریږي چې ویل یې چې څوک د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي سر یې غوڅوم په همدې ډول زما هغه ناورینونه نه هیریږي چې په یوه خیټه ډوډۍ هم کار نه پیدا کیده ،زما هغه وخت یاد دی چې الله پاک راباندې باران هم درولی ؤ ، زما هغه وخت یاد دی چې مادرې خوړلې او ولسوال د نغمې غزلو ته ګډا کوله ، زما هغه وخت یاد دی چې د ماذیګر په وخت مو رخت والا چور کیدل ، زما هغه وخت یاد دی چې د غریبو خلکو مال حتی چرګان هم غلا شول ،زما هغه وخت یاد دی چې قوماندان له هلک سره نکاح کوله زما هغه وخت یاد دی چې مکتبونه مو په نظامي هډو بدل شول ، زما هغه وخت یاد دی چې د خویندو په مخ راته په دې ګناه تیزاب وشیندل شول چې قران زده کوي،دا هرڅه مې څارل خو توان مې نه درلود او ویل به مې چې لا یکلف الله نفسا الا وسعها
ما د دغه ورځې انتظار کاوه چې داسې یوځوان به افغانستان ته حتماً راځي چې زمونږ د زړګیو زخمونه وګنډي اما په دې نه پوهیدم چې دا ځوان به څوک ، د کوم ځای ، کومه نامه او څه ډول قواره ، اخلاق او مفکوره به ورسره وي کله به مې فکر کاوه چې دا ځوان به بیا له لوی قندهاره وي خو خبر نه ؤم چې الله تعالی به دا ځوان د لوګرۍ مور په غیږ کې را لوی کړي ،او ولسونه به یې په ننګ ودریږي ما څوځلې په خوب هم اشرف غني لیدلی دی دا هغه وخت ؤ چې له څیرې سره یې ما بلکل اشنائي نه درلوده کله به مې چې په خوب کې دده درد ولیده نو چې راجګ به شوم ویل به مې چې ملایکه به وي اما کله چې مې د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې ولیده نو له هماغه ورځې پرې مین شوی یم الله دې د افغانانو دغه ارمانونه پوره کړي
ژوند ژوند ډاکتر صیب!