که په افغانستان کې ځينو درملتونونو او له هغه سره د تړلو ډاکترانو کتنځیو ته سر ورښکاره کړئ او په دې اړه څېړنې وکړئ،خامخا به دا خبره راسره ومنئ چې په افغانستان کې زياتره ډاکترانو د خپل جيب د ډکولو لپاره سوداګري پيل کړې،په داسې حال کې چې ډېر بې وسې او بې وزلي ناروغان په داسې حال کې ډاکترانو ته راځي چې د فيس او درملو پيسې يې له بل چا څخه پور کړې وي،خو له بده مرغه نه يواځې چې تشخيص يې سم نه کيږي بلکې د لويو سوداګرو او قصابانو په لومو کې ونښلي.
په ګرانه بيه د درملو پلور او د هغوی ټيټ کيفيت هغه څه دي چې تاسې به په خپلو سترګو ليدلي وي او دا به هم ومنئ چې د داسې درملو کارونه د درملنې پر ځای د نورو روغتيايي ستونزو زېږنده ده،هغه وارداتي درمل چې له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راځي ډېر يې په قاچاقي بڼه د سوداګرو له خوا هېواد ته راداخليږي او پرته له دې چې کيفيت او ډول يې څرګند شي په خپلواک ډول په هېواد کې پلورل کيږي،داسې هم اورېدل شوي چې په ليرې پرتو سيمو کې چېرته چې د ليک لوست کچه ټيټه ده،له وخت څخه تېر شوي درمل هم د ناروغانو په واک کې ورکول کيږي،کوم چې په روغتيايي نړۍکې جرم ګڼل کيږي،خو د پيسو وږي پرته له دې چې د هېوادوالو ژوندنيز حالت په پام کې ونيسي د انسانانو له ژوند سره په لوبو کولو خپله سوداګري توده ساتي چې په پای کې د روغتيايي، اقتصادي او ټولنيزو ناخوالو سبب ګرځي.
ډېر مهال هغه ډاکتران چې د ناروغانو درملنه کوي او په معاينه خونو کې د ناروغانو د جيب وهلو په تمه ناست وي د ناروغانو لپاره په درمل پاڼه کې داسې درمل ليکي چې د دوی له اړونده درملتون پرته په بل ځای کې د موندنې نه وي او يا داسې راز په کې کاروي چې يوازې د اړوند درملتون فارمسېست ورباندې پوه شي او بل څوک ورباندې نپوهيږي.
نو داسې درملپاڼې چې کله د فارمسېست مخې ته کېښودل شي،بيا يې نو په داسې بيه حسابوي چې څومره يې د زړه خوښه وي،بېوزلي ناروغان بيا دې ته اړ کيږي چې خامخا نوموړي درمل رانيسي.
داسې ډاکتران چې له درملتونونو سره ګډه سوداګري پر مخ وړي په درملپاڼو کې هغه درمل ليکي چې ډېره بيه ولري خو ښايي د هغه ليکلو ته اړتيا هم نه وي او د هغه بديل ارزانه درمل هم شتون ولري.
بايد ووايم چې ډېر شمېر هغه تکنالوجېستان چې د طبي ټکنالوژۍ اړوند لابراتوارونه يې پرانيستې او په هغه کې د وينې او يا نورو هغو معاينات کوي،هم د سوداګرۍ او جيب وهنې له چلونو نه دي پاتې او ډېر وخت د ډېرو عادي معايناتو په بدل کې ډېرې زياتې پيسې اخلي.
دا ستونزې نه يوازې په کابل کې بلکې په لويه کچه په هغه ولايتونو کې موجودې دي چې د دولت له څارنې بهر خپل کاروبار کوي،چېرته چې نه يوازې وړ او لايق ډاکتران نشته بلکې په حېرانوونکي ډول غير مسلکي کارکوونکي طبي فعاليتونه پر مخ وړي چې دا حالت په بشپړ ډول د اندېښنې وړ دی.
په افغانستان کې اداري فساد او له څارنې پرته سوداګريز فعاليتونه د دې سبب شوي چې دا ستونزې تر اوسه پورې نه دي کنټرول شوې او لمن يې ورځ تر بلې په پراخېدو ده،که دولت په دې برخه کې سخت او کوټلي ګامونه پورته نه کړي ښايي دا سوداګري په يوه روغتيايي،اقتصادي او ټولنيز ناسور بدله شي چې مخنيوی به يې بيا ستونزمنه خبره وي.نو ښه دا ده چې دولت په دې برخه کې له شفافيت او روڼتيا څخه ډکې څارونکې کمېټې او ټېمونه رامنځ ته کړي او په ريښتېنې بڼه د دې ستونزو حل ته راودانګي.