افغانانو! سوله غواړئ که جګړه؟
افغانستان د یو لوې ازمون سره مخ دی. د ولسمشرۍ ټاکنو دوهم دور ته دوه تنه وتلي دي. افغانان باید له دوی څخه یو د خپل ولسمشر په توګه وټاکي. خو دا ټاکنه ساده خبره نده. د دوی د سرنوشت او هیواد د عزت خبره یې ده.
ډاکتر عبدالله په خپلو ټولو مناظرو او خبرو کې سولې او افغاني روغې جوړې ته کومه اشاره نده کړې. نوموړی په جګړه باور لري او د جګړې محصول دی.
که افغانان سل ستونزي او سلګونه اړتیاوې ولري، نو تر ټوله لویه ستونزه یې جګړه او تر ټول ستره اړتیا یې سوله ده. که سوله نه وي؛ نه پرمختګ دوام کوي او نه بیا وداني. د مادي تباهۍ علاوه، په جګړه کې انساني ژوند، چې د الله تر ټولو لویه تحفه ده، په بیرحمۍ سره له منځه ځي.
جګړه افغانان نورو ته محتاج ساتي، له ورونو یې بیلوي او د مادي او معنوي اعتلاء مخه یې نیسي. افغانان تر ټولو لوی مسئولیت لري چې په هر شکل چې وي، جګړه او ورور وژنه ودروي او سولې، روغې جوړې او ورورۍ ته لار خلاصه کړي.
ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله اوس دواړه د هغه ملت مشرۍ ته کاندید دي، چې هر فرد او هرې کورنۍ یې غم لیدلی، عزیزان يې له لاسه ورکړي او زړونه یې داغدار شوي دي. خو راځئ وګورو چې کوم یو یې د سولې لپاره پلان لري؟
ډاکتر اشرف غني پخپلو مرکو کې د سولې لپاره یو روښانه پلان وړاندې کړ او افغانانو ته یې وویل چې اوس د افغان وینه جګړه مارو ته ارزښت نه لري او باید دغه وینه د هرې انساني وینې په شان ارزښت پیدا کړي. دغه ارزښت هغه وخت رامنځته کیږي چې افغانان په ابرومنده روغه جوړه سره خپل هیواد ته سوله راولي، هیواد د دایمي ثبات پر لور سوق کړي او د جګړو اورونه مړه کړي. ډاکتر غني واضح وویل چې هیڅ افغان تر بل افغان کمتر یا بهتر ندی، بلکې ټول بهترین او ټول برابر دي.
دا بل ډاکتر یعنې عبدالله وایي چې طالب باید په جګړه کې مات شي، پاتې کسان یې په ګوانتانامو، بګرام او نورو پټو زندانونو کې بندیان شي او ټول ولس د نظار شورا انحصار ته تسلیم شي. خو دا کار نه انساني دی، نه اسلامي، نه افغاني او نه عادلانه. عملي هم ندی. پدې ډول جګړه نه ودریږي، بلکې له حده ډیره اوږدیدای او سختیدای شي چې د ورانیو او تباهیو اټکل یې هر افغان کولی شي. د عبدالله پیر او استاد!!! رباني چې کله د سولې شورا مشر شو، نو معصومو او خوش باوره افغانانو به ویل چې کیدای شي د رباني صاحب اخیره خاتمه به خدای ښه کړې وي، اوس به د سولې لپاره یو څه وکړي، او د تیرو برادرکشیو جبران به وکړي. خو ده خپلو ملګرو ته وویل زه د دې لپاره دې پوست منلو ته حاضر شوی یم چې له طالبانو سره د هر ډول سولې پلان مات او شنډ کړم.
د استاد!!! تر اعدام څو میاشتې د مخه په ناروي هیواد کې د ناټو د هیوادونو د دفاع وزیرانو غونډه وه، استاد!!! یې هم وربللی و. کله چې نوبت ورغی چې د سولې پر هڅو او عملي پلانونو خبرې وکړي، نو ده خپله استادي پدې الفاظو بیان کړه: (له طالبانو سره سوله کومه معنی او لاره نلري. سوله یوه یوه لار لري، او هغه دا چې د طالبانو ټول د سر کسان ووژل شي، تشکل او تنظیم یې دړې وړې او پاتې کسان یې بې قیدو شرطه تسلیم شي. ده بله استادي هم وکړه چې که د نړیوالې ټولنې دوستان!!! غواړي چې پلانونه یې پوره عملي او د تیرو کلونو بریاوې!!! وساتل شي، نو همدغه یوه لار موجوده ده).
په غونډه کې نورو افغانانو استاد!!! ډیر ورټه او ورته ویې ويل چې ته په افغانستان کې د هر اختلاف، هر فساد، هر نفاق، هر ې توطیې، هرې دسیسې او هرې جګړې فکري او عملي موسس او په رښتیا استاد!!! يې. رباني که د ددغو شومو پلانونو او ویناوو په بدل کې خپل ژوند وبایلود، خو داسې شاګردان یې پریښې دي چې تر څو ژوندي وي، افغانان به په خپله او په بهرنیانو وژني او په هیواد کې به د هر ډول سولې او ورورۍ مخه نیسي.
د استاد!!! تر دغه تخریب مخکې هم دوی په لزبون کې د ناټو په سرمشریزه کې د امریکا د بهرنیو چاورو وزیرې هیلري کلنټن هغه وړاندیز ناکام کړ چې ویلي و: (موږ د افغانانو تر منځ د یوې ابرونده روغې جوړې حمایت کوو).دا استادان!!! بیا دغرب او شرق په جاسوسي کړیو کې دومره ریښې لري، چې هلته د دوی د بادارانو له ډلې (فرانسویانو) د سولې او روغې جوړې مخالفت وکړ او ویې ویل چې افغانانو غرب ته تلفات اړولي او د غرب غرور یې مات کړی دی. غرب باید دوی سره تر اخیره جګړه وکړي، نه سوله. که څه هم سوله د غرب او افغانانو دواړو په ګټه ده خو د نظار شورا عبدالله خیل یې په هر قیمت مخنیوي ته ژمن دي.
افغانان باید پرې نږدي چې د شر او فساد د استاد!!! وفادار شاګرد د هیواد مشر شي، ځکه د ده د مشرتوب په صورت کې به هیواد د جګړې یوې بلې تورې مرحلې ته ورولویږي چې ملت به د لا زیاتو تباهیو سره مخ شي.
ان شا الله ملت به تالانګر او چورپال عبدالله ته رایه نه ورکوي او خپل سرنوشت به ډاکتر اشرف غني ته په رایه ورکولو سره د سولې او اتفاق پر لار سوقوي.
we hope Inshallah Ashrafgani will be win in the comeing election i hope All Afghan people use vote just for Ashraf gani this is my big hope from Afghanistan people thanks regard
Inshah Allah ghani mean to win so ghani is the winer as well as he can do something for afghanistan without him no one can do any thing for afghanistan i 100% sure it