د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته د حامد کرزی په مشرۍ د نوې ادارې لویه برخه ولایتی او مرکزی لوړ پوړی چارواکی که څه هم له جهادی څیرو غوره شول اود دولت او حکومت واک د دوی په انحصار کې راغئ خو تر څنګ یی په حکومت کې له اروپا او امریکا ورغلی تکنوکراتان هم بې برخې نشول. ددوی له منځه څلور یی داسې پیژندلې څیرې وی چې نه یوازې یی ملی اکا دمیک اعتبار او شهرت درلود بلکې په نړیوال سیا ست او اکاډمیک ډګر کې هم پوره اشنا نومونه وول.

دا ښا غلي هر یو زلمی خلیلزاد ، علی احمد جلالی ، انور الحق احدي او داکتر اشرف غنی دي چې هریو د نوې ادارې با اعتباره او صلا حیت لرونکی کدرونه و چې په لومړیوکلونوکې ېې پوره اغیز او واک درلود .

زلمی خلیلزاد چې د نوی اداری په جوړونه کې ېې لوی لاس درلوداوله لومړي پیله د امریکا لوی سفیر وټاکل شو داسې واک برخمن درلود چې له اولسمشر حا مد کرزی نیولی تر ولایتی چارواکی پورې هر یو یی هر امر او خبرې ته لاس په نا مه ولاړ وو او که د همدغه زورور او واکمن سفیر زور نه وایی نن به د هرات پخوانی والی اسما عیل خان هم د مزار د اوسنی والی په څیر تر پا یه د هرات والی وای او د دده (عطا محمد نور) په څیر به یی د اولسمشر حا مد کرزی په ګډون هر بل چارواکی چې نه یی خوښیده په پوره بې شرمۍ راټه او ګواښه .

که رښتیا وویل شي دا په هغو کلونو کې یوازینۍ مرجع وه چې د جنګسالارانو د نصب او عزول حسا ب پرې کیدای شو خو کله چې ېې د سفارت دوره پا یته ورسیده ورسره جوخت یی واک او اغیز هم راکم شول . له دې سره سره چې ده هم له افغانستان او افغا نانو سره خپله رابطه پرې نه کړه او له هغې ورځې چې په ملګرو ملتونو کې ېې د کار موده پایته رسیدلې افغانستان ته په سیستما تیکه توګه سفرونه کوی ځی او راځی او په افغا نستا ن کې دننه یی په ځان د راټولو روښا نفکرانو یوه ډله هم جوړه کړې ده اوتل ېې غوښتي دا پراخه او له دې لارې په ا فغانستا ن کې ځانته د مطرح کیدو او ليدرشیپ

لار پرانیزی . په دې اړه یی د ډیرو وتلو او مطرحو څیرو او د لویو ګوندونو او جریانونو له استاذو سره هم خورا ډیر ملا قا تونه وکړل تر څو د هغوی ملاتړ را جذب کړی او ځان د سږ کال اولسمشرۍ ته ونوموی خو بریالی نشو خو نه یواځې دا چې په دې کار کې پا تې راغئ د ځنو جنګسالارانو له ډیر منفي غبرګون سره هم مخ شو. د مرحوم ما شال قسیم فهیم ګواښونه یی ښه بیلګه ده.

په ده پسې دوهمه مطرحه څیره ښا غلی علی احمد جلالی دی چې لومړی په افغانستا ن کې د دیره امریکایی فوځو لوی سلا کار او وروسته دکورنیو چارو وزیر شو . ده هم په لنډه موده کې د یوه تکړه او هوښیار مدیر نوم خپل کړ او یو له هغو وزیرانو وشمیرل شو چې د جنګسالارانو ترې سترګه سوزیده . دده په اړه دده له وزارته سره سمدستی دی آوازو زور واخیست دا چې امریکا او اولسمشر کرزی یی تر شا ولاړ دی ژر به ډیری چارواکی چې د نشه ایی توکو په قا چا ق او یا په بل فساد کې ښکیل دي د قا نون منګولو ته وسپاري . خو له بدمرغه نه یوازې چې دا اراده یی پلې نه کړه بلکې ژريي له دندې هم استعفا ورکړه او بیرته امریکا ته ستون او بیا یی هیڅکله په افغا نستا ن کې داوسیدو او کارکولو تنده تر اوسه راونه پاریده . ده هم د ښا غلی خلیل زاد په څیر غو ښتل ځا ن را تلونکی او لسمشرۍ ته ونوموی خو دواړه ځل په خپله نوماندۍ بیرته پښیما نه شو او دواړه ځل یی یوازی ځنې نوماندان په خپل ملاتړ خوشحا له کړل اوبس .

ددې ډلې بله کدرد افغا ن ملت ګوند مشر او د مالیی او سوداګرۍ پخوانی وزیر داکتر انورالحق احدی دئ . دی ددوو نورو په څیر د حامد کرزی د ادارې سره سم افغا نستا ن ته راغلی او تر څه مودې وړاندې د وه مهم وزارتونه او د خپل ګوند چارې پر مخ بوتللې خو دده د پوهې او بین المللی اکادمیک اعتبار سره سره بیا هم په خپلو چارو کې پا تې راغئ اوښه نیت او متینې ارادې سره سره یی په دغو وزارتونو کې فساد او خپلسری مهار نشوه کړای او نه یی ګوند هسی چې ترې تمه کیده غښتلی وسا ته .

څلورمه او وروستیۍ سټه ددوی له منځه داکتر اشر ف غنی دئ چې د نوې ادارې له لومړۍ ورځې افغانستا ن ته راغئ او په ګڼو دندو وګمارل شو . لومړی په افغانستا ن کې د ملګرو ملتو د ځا نګړی استازی لخدار ابراهیمی او لږ وروسته د نوی اولسمشر حا مد کرزی لوی سلا کار شو . او کله چې لو ې جرګې د حامد کرزی موده نوره دوه کلونه وغزوله دی د سلا کار تر څنګ د ما لیی وزیر هم و ټا که . د خپلې دندې له لومړۍ ورځې په دغه وزارت کې ځنو نوښتونوته مټې رابډوهلې: په ریفورم او اصلا حا تو یی پیل وکړاو نوی مدرن ما لیاتی سیستم یی ایجاد کړ .

دده تر ټولو لوی کار دا وو چې د ګمر کونو عواید یی مرکزی کړل او د ولایتی لوړ پوړو زورواکو له انحصاره یی وویستل. ده په دغو کلونو کې دما لیې وزارت ترڅنګ د نورو وزارتونو لکه د کلیو او پراختیا او مخا براتو وزارت کې هم ځنې طرحې په کار واچولې لکه د ملی پیوستون او عصری مخا برتی سیستم ایجاد.

. دده دې اقداما ما تو که له یوې خوا دی په اولس کې په یوه صا دق ، زړور او مدبر وزیر او مدیر مشهور کړ او اولسي محبوبیت ېې پیدا کړ نو له بلې خوا یی له زورواکو سره ډغرو زورواکی وهڅول چې په نوې کا بینې کې د کار مخه ونیسي او دی له کار او خد مته زړه توری کړی . له دې کبله یی دوهم ځل بیا وزارت ته زړه ښه نکړ او د کا بل د پوهنتون کرسۍ یی ومنله چې د ما لیې وزارت په څیرېې په ډیره لنډه موده کې دا پوهنتون هم په پښو ودراوه .

د کا بل پو هنتون دوره یی لنډه او ژر د ملګرو ملتونو د سرمنشي کرسۍ ته ونومول شو خو دا چې غوره نشو ژر بیرته هیواد ته راوګرځید او تر ډیرو کلونو یی هیڅ حکومتی څوکۍ وانخیستله . په خپل پلرنی کور کې واړول او په ورین تندي او ډیره مینه ېې دټولنې د ګڼو استازو : لیکوالو ،شا عرانو ، څیړونکو ،استاذانو ، هنرمندانو ،سیاسینو ، علما و کرامو ،قومي مشرانو ، ځوانانو او نورو سره د سیستما تیکو لیدنو او بنډارونو لړۍ پیل کړه . دا لیدنې دده لپاره یو بل ښوونځی شو چې له زرکونو ېې ډیر څه زده کړل او نور دده له پوهې،ارادې او د وطن د ابادۍ په باب دده له نیک نیت او نظریا تو خبر شول . ده نه یواځې په دې لیدنو او بنډارونو کې په زرګونه کسا ن په نا مه وپیژندل بلکې د ډیرو له ایجاداتو ،تا لیفا تو او نظرونو سره هم پوره اشنا شو . اوس نه یواځې دې په زرګونه داسې کسا ن په نا مه پیژنی بلکې دډیرو له اثارو او نظرونو سره هم بلد دۍ او د هریوه دپوهې او ا ثارو بشپړ تصویر یی په ذهن کې پروت دئ . دې کتنو او بنډارونو دده ملا تړو یوه لوی اولسی جا ل جوړ کړ او همد غه د ملاتړو مجموعه وه چې دی یی د ۲۰۰۹ کال اولسمشیرزه ټا کنو کې نو ما ندۍ ته اړ ویست . سره له دې چې بری ېې په برخه نشو خو ما تې ېې اولس ته د چوپړ مینه لا توده کړه . د ملا قا تونو لړۍ ېې بیرته پیل کړه او د اولسمشر د بیا غوښتنې سره سره یی له حکومتی پو سته ځا ن لیرې وسا ته خو تل چې ترې اولسمشر په مهمو دولتی او حکومتی مسلو کې مشوره غوښتې په ورین تندی ېې ځا ن وررسولی دئ او ګټورو مشورو او طرحوېې د حکومتي چاروپه سمون او بین المللی مر ستو په را ما تولو کې پوره مرسته کړې ده .

له دې سره سره چې په حکومت کې د کار کولو په ځای ېې د عادي وګړو سره له کاراو فعا لیت خوند وړ خو د اولسمشر حا مد کرزی په مکرره غو ښتنو ېې د لیږد د پروسې مشرۍ ته غاړه کیښوده او دا یی هم د مالیې د وزارت او د کا بل پوهنتون په څیر په عالی ډول پرمخ بوتله . دا دنده که څه هم دولتی دنده وه خو د اولس په منځ کې دده د اوسیدو او کار مخه یی ډب نه کړه او دده لپاره د اولس د غو ښتنو سره د اشنا یۍ په یوه ښه فرصت واوښتله . په دغه پروسه کې ېې د هیواد مختلفو ګو ټونو ته ۱۴۰ سفرونه وکړل او په دې سفرونو کې له ولایتی چارواکو او لوړ رتبه پو ځي بولندویا نو تر څنګ د ټولنې ټول اقشار : د کلیو ملا یان ، دوکانداران ، قومی مشران ، کسبه کاران …… یو یو ولیدل . د هر چا پو ښتنه یی وکړه ، حا ل یی ترې وپوښت ،ستونزې ېې واوریدې او د ګڼو د خوښیو او ویر په مراسمو کې ېې برخه واخیسته .

د ګڼو با نفوذه کسانو د پو ښتنې لپاره له کورونو نیولې تر روغتنونو ورغئ او ګڼ کسان یی غرمنۍ او ما ښا منۍ ته کور ته راوبلل . دسترخوان یی تل غوړیدلی پریښود او دروازه یی تل د ټولو په مخ خلا صه پریښوده .

دده دغو ځا نګړتیاوو نه یوازې دده د ملاتړو زړونو ته لار وکړه بلکې دده مخا لفین یی هم تر اغیز لاندی راغلل ان ما رشال قسیم فهیم یی تمجید او تعریف ته اړویست او امرالله صا لح یی د پوهې او اکاډمیک وزن د نما نځنې په غونډو کې په ستا ینو او نما نځنو راوست.

دغو پراخه ټولنیزو روابطو ، ا کا دیمیکې پوهې ، لوړو عالی اخلا قو ، سپيڅلې کاری سا بقې او نوښتونو دی اوس نه یوازې په مللی او بین الملی سویه په یوه نوښتګر او مدبر مدیر بلکې په یوه محبوب رهبر مشهور کړی دئ . او داچې وایی دی په اوسنیو ټو لټا کنو کې د کوم ګوند او ډلې استاذی نه بلکې د ټول ملت استا ذی دئ اوس یوه رښتیا او واقیعت دئ .

دا چې د اولسمشرۍ په دې ټا کنو کې ېې بری په برخه کیږی که نه خو دی به د افغا نستا ن په تاریخ کې د افغا نستا ن د نورو ملی مفا خرو او لویو مشرانو په کتا ر کې تل ولاړوي او هر څوک به ېې تل په درانه نوم یادوی او ددرناوی او تعظیم سرونه به ورته تل ټيټ وي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *