محمد یار یار

په دې خو د یو ماشوم هم سر خلاصیږي چې افغانستان یا هر بل ملک چې څومره له دولتي کمزورۍ سره لاس و ګرېوانېږي هغومره وطن او ملت زیان ویني.

نو، د افغانستان پر موجود حکومتي پیکر چې څومره ګوزارونه واردېږي هغومره دا هیواد نور هم د بدبختۍ خواته ځي او ګټه یې افراطیت، ترهګرۍ، داعش او پردیو (خاصتاً ایران و پاکستان) ته رسېږي.

یو شمېر د مختلفو سلیقو خاوندان د حکومت او معرفي شوي کابینې په وړاندې داسې عکس العملونه ښيي چې نتیجه یې واضحاً زموږ په ضرر ده.

زه خپله هم پر دغه کابینه یو زر او یو اعتراضه لرم خو دمګړۍ یې مطرح کول د کابینې ځنډېدو په معنا بولم او د دې ځنډ زغم نور د ملت و وطن سره نشته مګر پر خپل وخت به یې خامخا سره نقدوو.

د کابینې د جوړښت لپاره، که غواړو یا نه، اوس د اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ تعامل او تعهد داسې راغلی چې مختلفې ډلې او اشخاص ورته د سهمیه بندۍ پر اساس راځي، د دوی د دورې تر ختمه خو بل بدیل نشته نو ښه به دا وي چې دغه سهمیه د اهلیت او مسلک پر بنسټ وي، نه د جنګي سابقې.

له هغو سره مو بحث بې مورده دی چې رایه یې نه وي ورکړې او د انتخاباتو او ولسواکۍ مخالف دي خو هغو چې رایه ور کړې نو د تولو له مجموعې څخه د ملي وحدت حکومت جوړ شوی او د دغه حکومت مشرانو په پوره تفاهم سره دغه کابینه معرفي کړې، که یې د خیانت یا بلې نیمګړتیا په باب واضیح اسناد او دلیل وي خو ښه، لکه د زراعت وزارت کاندید یعقوب حیدري او د لوړو زدکړو نومانده خاطره افغان؛ که نه نو په پټو سترګو ردول یې ملي بې انصافې ده.

دا به ډېره بده وي چې ځینې نوماندان، ځینو ډلو، سیمو یا قومو ته د انتساب په نوم رد کړه شي یا په دې تور چې په کوم بل هيواد کې یې وخت تېر کړی ګواکي د هغه هیواد جاسوس دی، که په بل هیواد کې زدکړه او وخت تېرول د جاسوسۍ په مانا وي بیا دې نو خدای افغانستان ته خیر پېښ کړي ځکه تر نیم ډېر افغانان مو بهر اوسېدلي او لا هم اوسي.

بله دا چې په موجودو کړکېچنو شرایطو کې د دوه تابعیته مسئله را پورته کول هم په لوی لاس زموږ په علمي و کدري فقر اخته وطن له خپلو کدرونو محرومول دي، ممکن د دې مسئلې تر شا نامریي و مغرض لاسونه کار کوي.

که په دې نومو نوماندان رد شي، نو سهمیه خو مالومه ده خامخا به بیا د سهم خاوند خپل بل کس معرفي کوي او د دې خطر شته چې بل کس به یې یو تابعیته او په کور دننه اوسېدلی وي خو جنګسالار، قاتل او بې کفایته به وي او د سهمیې حق خو دمګړی څوک ځنې اخیستای نه شي؛ نو دا لړۍ به تر کومه غځېږي؟ او نتیجه به یې افغانستان او افغان دښمنه ګاونډیو ته څه وي؟ دا ساده پوښتنه هر څوک اسانه جوابولای شي.

دلته د ډاکتر سردارمحمد رحیمي مثال ورکوم، دې چې د هر چا په سهم کې راغلی دی که رد شي نو مانا به یې دا نه وي چې دغه سهمیه هم له منځه ورسره ولاړه، ځکه نو په څو دلیله دغه نوماند ته باید رایه ورکړه شي:

یو- اکاډمیک شخص دی، اهل قلم دی، د لسګونو تحقیقي و تحلیلي مقالو و تصنیفاتو څښتن دی، د پوهنتون استاد دی، ټول عمر یې له کتاب، قلم، تحقیق، تدریس او تفکر سره تېر شوی دی.

دوه- قاتل نه دی، د خشونت او جنګسالارۍ سابقه نلري، د شخصیت پر لمن یې د خیانت کوم داغ نشته۰ (البته تا ویل و ما ویل نو بیا بېله خبره ده او له هغه څخه هېڅوک هم خلاص نه دی.)

1درې- افغاني- ملي روحیه لري، څو عجیب مثالونه به یې در کړم:

– کله چې په تهران پوهنتون کې محصل و نو افغان محصلین به معمولاً د ایرانیانو له خوا، د هغوی د متکبرانه فرهنګي عظمت طلبۍ پر اساس توهین او تحقیرېدل، بیا نو ده او یو شمېر نورو وطنپرستو ملګرو یې د تهران دانشګاه په بطن کې د (پوهنتون) په نوم اونیزه ځکه خپروله چې هلته خپل افغاني هویت ژوندی وساتي او ایرانیانو ته د هغوی د فرهنګي غرور جواب په خپل علمي کفایت سره ورکړي، هماغه وو چې په ۱۳۸۰ ل کې یې د هفته نامهء «پوهنتون» د غوره مدیریت او علمي معیار له امله د سرو زرو مډال وګاته.

– د دې تر څنګ په تهران کې د «پوهنتون اندیشه» فصلنامې د امتیاز خاوند او مسؤل مدير وو.

– او هم په تهران کې د «مجمع فرهنګی محصلین افغان» هیئت سرپرست وو.

څلور- یوه بله غوره ځانګړنه یې دا ده چې د دغې کابینې تر ټولو ځوانه او اکاډمیکه څېره ده، د مدیریت تجربه، د کار انرژي او د پلانګزارۍ و تطبیق خلاقیت لري.

پنځه- د ولسمشر اشرف غني له خوا مرکه ورسره شوې، د هغه د قناعت وړ ګرځېدلی دی او د جمهور رییس رایه ورکوونکي و پلویان خو یې بېخي باید مخالفت ونکړي.

وروستۍ خبره:

هماغسي لکه جمهور رییس چې مشرانو و ولسي جرګې ته وویل چې وزیران باید په هرو شپږو میاشتو کې ګزارش ور کړي، که له ملي وحدت حکومت سره قوي- ملي اراده وي، نو د دغې ارادې په بټۍ کې به یې کابینه هم ذوب کېږي او اتومات به د جاسوسانو و ملي خاینانو غل و غش ځنې بېلېږي.

راځئ چې صبر ورته وکړو!

خو ځوان روشنفکر نسل به له حالاتو زدکړه کوي او د هغه بسترسازۍ لپاره به مبارزه کوي چې بیا په افغانستان کې حکومتولي د ډله ییزو، قومي، ایډیولوژیکو او سیمه ییزو سهمیه بندیو نه بلکې یوازې د ملي تعهد، مدیریت او کفایت پر بنیاد وي او ډاکتر سردار محمد رحیمي غوندې کدرونو ته په رایه ور کولو کې تشویش و نلرو.

له خیره.

محمدیار یار

2

4 thoughts on “ډاکتر سردارمحمد رحیمي ته ولي رایه ور کړه شي؟ / محمدیار”
  1. کورمو ودان تاسو خو زمونږ ذهنیت ته د سردار محمد رحیمی په وړاندی تغییر ورکړ.

  2. آيا په يوه ملي او رسمي ژبو خبرې کولای شي؟
    تا هم په ټول افغانستان کې د توجيه لپاره بل کس ونه موند؟

  3. دا هم د هېرولو نه ده چې دغسې اخبارونه یا د اخبار عکسونه په ډېره اسانۍ سره جعلي هم جوړېدای شي. دا اوس ما په ګوګل کې په بېلابېلوبڼو لکه پوهنتون ایران، پوهنتون نشریه دانشګاهیان افغانستان، پوهنتون سردارمحمد رحیمي ولټوله داسې څه را ونه وتل چې د پوهنتون په نامه اونیزې او سردارمحمد رحیمي تر منځ اړیکه جوړه کړي. خو که ښاغلي محمدیار ته صحیح معلومات وي چې دا سړی متعصب نه دی زمونږ ورسره آمنا ده.

  4. محمد یار صاحب
    د /پوهنتون/ لاندې يې دا (نشریه دانشګاهیان افغانستان) څه معنی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *