د ډیورنډ پر پوله د تورخم دروازې ساحه

تاند – په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال وایي چې د ډیورنډ په پوله بندې لارې به نن په جزئي توګه خلاصې شي.

ښاغلي زاخېلوال په خپله فیسبوک پاڼه په یوه لنډه خبرتیا کې لیکلي چې، دغه لارې به په راتلونکیو درې څلورو ورځو کې په بشپړ ډول پرانستل شي.

زاخېلوال لیکلي، «هیله ده چی د افغانستان – پاکستان تر منځ لاری به نن په جزئي توګه او په راتلونکی دری څلورو ورځو کی پوره خلاصی شی. نن به له هغی خوا مریضان، سپین ږیری او زنانه او له دی خوا هغه مسافرین چی پاکستان ته په ویزو راغلی او بند پاتی دی سفر کولای شی.»

په عین وخت کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر زیاتوي چې، «که لاری پوره هم خلاصی شی هیوادوال دی لطفآ پاکستان ته د غیر ضروری سفر څخه ‌‌‌‌‌‌ډه‌‌‌‌‌‌ډه وکړی.»

پاکستان د ډیورنډ په پوله جوړې دروازې نژدې ۱۰ ورځې مخکې له هغه وروسته وتړلې او ملېشو یې د ننګرهار او کونړ په سرحدي سیمو ترهګریزې حملې وکړې چې په دغه هېواد کې څو بمي چاودنې وشوې او یو شمېر پاکستاني اتباع په کې ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر کارپوهان بیا وایي چې پاکستان یادې چاودنې پخپله د دې لپاره وکړې چې د ترمپ ادارې ته د هغه هېواد د جیګپوړو څېړونکو او با اعتباره موسسو له خوا د هغه راپور اثر کم کړي چې وایي پاکستاني اسټبلشمنټ ته باید نور دا فرصت ورنه کول شي چې د ترهګرو ملاتړ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *