تاند- ډاکتر اشرف غني احمد زي همدا اوس په کابل کې خپله رایه واچوله، بیا یې لنډه وینا وکړه او د خبریالانو پوښتنو ته یې  ځوابونه ورکړل. ده وویل چې د ده په مشرۍ ټیم یو داسې افغانستان غواړي چې سوکالي، سوله او عدالت پکې د فساد، بېوزلۍ او جنګ ځای ونیسي. ده وویل چې همېشه مناظرې او له ملت سره خبرو ته تیار و او تیار به وي. ده وویل چې زموږ ټیم د کابل بانک ټیم نه دی بلکې د ملت ټیم دی. ډاکتر اشرف  غني احمدزي له خلکو غوښتنه وکړه چې خپله رایه استعال کړي او د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي.

  له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره د ده دویم مرستیال سرور دانش، احمد ضیا مسعود، ډاکتر انوارالحق احدي، فیض الله ذکي او نور ګڼ شمېر کسان ملګري وو. ډاکتر غني وویل چې جنرال دوستم په مزار شریف دی چې په شمال کې د انتخاباتو چارې وڅاري.

 اشرف غني احمد زي وویل چې د ده په مشرۍ ټیم دا ځل پنځوس زره کسه څارونکي لري چې په انتخاباتو کې له تقلب سره مقابله وکړي او په ټول افغانستان کې یې په انتخاباتي مرکزونو کې لس زره کامرې نصب کړې دي چې د ټاکنو ټولې چارې مستندې کړي.

 اشرف غني احمدزي د پوځ له منصبدارانو وغوښتل چې دا یې حق دی چې د هغو کسانو غوښتنو ته منفي ځواب ورکړي چې سیاسي غوښتنې لري. ده خبرداری ورکړ چې هغه منصبداران به محاکمه شي چې په انتخاباتو کې مداخله وکړي. اشرف غني احمدزي وویل چې دی د انتخاباتو نتیجه او د خلکو فیصله مني او قانون ته غاړه ږدي او عبدالله عبدالله هم باید دا خبره په صراحت سره وکړي.

0 thoughts on “ډاکتر غني: موږ د خاصې ډلې او جمیعت ټیم نه بلکې ملي ټیم یو”
  1. د ډاکتر اشرف غني احمدزي ناظرین نه پریږدي

    Larawbar.com 2014-06-13

    ننګرهار – رودات: د روداتو ولسوالۍ مربوط د سندالدین صدري په لیسه کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ناظرین نه پریږدي چې نظارت وکړي، په دی مرکز کی هم د ډاکتر عبدالله عبدالله په پلوۍ صندقونه ډک شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *