کابو پېنځه کاله مخکې مې دا پېيېلې وه چې په دې څه وليکم، بس موکه او وار نه برابرېده. زما ورسره شناخت اتلس کاله وړاندې په ۱۹۹۶ کې وشو. ګومان نه کوم چې دا د اتلسه کاله مخکې خبره به ډاکتر صاحب ته ياده وي. هغه مهال يې د ملګرو ملتونو له لوري د معيوبینو د ملاتړ ادارې سره کاوه. زما دوه کاله کېدل چې له کلي پېښور ته تللی وم. په مجالسو کې مې ليده، په زړورتيا به يې په مباحثو کې برخه اخیسته. د تګ راتګ لپاره يې د بل هر افغان کډوال په څېر له عامه ټرانسپورټ کار اخیسته.
د فرهنګي شوق و ذوق په لړ کې مو چې په ۱۹۹۹ کال کې کارونه شروع کړل نو د ډاکتر نوم هلته هم و. کله چې کابل ته راغلم، نو ډاکتر وار له مخه دلته راغلی و، په بيړني لويه جرګه او وروسته بيا د اساسي قانون لويه جرګه او نورو لويو جرګه کې يې فعاله ونډه درلوده.
ښايي يادونه وکړم چې له ښاغلي ډاکتر سره مې نه مخکې کار کړی او نه هم اوس ورسره کار کوم او دا مې نيت هم نه دی چې له دې وروسته به کار ورسره وکړم، خو پخوانيو او اوسنيو همکارانو مې يا مخکې کار ورسره کړی او يا هم اوس کار ورسره کوي. نو دا په زغرده ویلی شم چې په دغه کرښو کې شخصي مسايل نه دي شامل. زه د خپل معاش خبره نه کوم، زه د د دې خبره نه کوم چې ولې يې دغه او هغه له کاره ګوښه کړی.
دا کرښې يوازې تور توري نه دي، بلکې واقعيت معنکسوونکي حروف دي. په ۱۹۹۹ کال مې په يوه مجله کې د محترم سرمحقق زلمی هېوادمل مقاله ولوسته «د ځوانانو روزنکی عبدالجليل وجدي». محترم هېوادمل صاحب په هغې ليکنه کې داسې مواردو ته اشاره کړې وه چې ښاغلي وجدي د ځوانانو او خپله د زلمي هېوادمل په روزنه او هغه ته په مجال برابرولو کې څومره ونډه درلوده. دغه ليکنه په زړه پورې وه، له مبالغې مبرا او خالي وه. روانه او سلیسه يې ليکنه وه او د پېښورا خبره چک يې لګاوه او د انګريزانو په اصلاح زړه ته يې لار موندله.
ما هيله درلوده چې د هغو اشخاصو په اړه دا لړۍ د محترم زلمي هېواد په اجازه د نقد د برخې په زياتونې وغځوم، خو اوس پرته له دې چې په دې موضوع له محترم هېوادمل صاحب سره مشوره وکړم دا کرښې توروم.
د دې لړۍ په پيل کې غواړم محترم ډاکتر غلام فاروق وردګ په اړه ليکنه وکړم او دغه ليکنه يوازې په دې نه راڅرخي چې ووايم ډاکتر سپين باز دی او نه هم دا چې ډاکتر ډېر بد دی. دا هم بايد ووايم چې په دې ليکنه کې زه محترم ډاکتر غلام فاروق وردګ د اختصار او لنډيز لپاره يوازې د ډاکتر په نامه يادوم.
لومړی: ځوانانو ته د فرصتونو برابرونکی شخص:
په دې برخه کې يوازې څو نومونو ته اشاره کوم، او ښايي دغه اشاره یوازې موټی د خروار نمونې څېر وګڼل شي، که ټول راواخلم نو کتاب به ترې جوړ شي. ځوانانو چې له ډاکتر سره کاړ کړی، هغوی ته يې فرصتونه برابر کړی چې زده وکړي، کار وکړي او مخکې لاړ شي. دا بايد څوک و نه وايي چې دا خو يې دغسې او هغسې شخص ته زمينه او شرایط برابر کړي دي، دغه او هغه شخص دا او هغه کار کړی، ما او هغه ته يې نه دي برابر کړي، زه او هغه ښه خلک يو خو دا نور نه دي. دا بايد په ياد ولرو چې لیس للانسان الا ما سعی.
غواړم په دې برخه کې يوازې لنډه اشاره وکړم، هغه ټول داستان او کيسه بيان نه کړم چې څنګه وشو، له کومه ځايه شروع شو او په کوم ځای کې ودرېد او تمام شو. غوره به دا وای همداسې مې ليکلی وای خو دغه ډول ليکنه اوخبرې خپلو د همدغو اشخاصو له خولې خوند کوي چې زه ورته اشاره کړم.
فرید حکمت، اوس چارو د اداري لوی مرستيال دی. یاد مې دي چې فريد حکمت د هجرت په ديار کې ژباړن و، ډاکتر ورته زمينه برابره کړه چې د چارو د ادارې لوی رياست معاون شو. د دوی دواړو تر منځ څنګه پېژندګلوي وشوه او څه ډول شرایط ډاکتر برابر کړل چې فريد حکمت دغه ځای ته ورسېده؟ دا هغه پوښتنې دي چې بايد حکمت يې ځواب کړي او لکه مخکې مې چې اشاره ورته وکړه، هيله ده چې خپله فريد حکمت په دې اړه ليکنه وکړي. زه بايد دا و نه وايم چې ما ته يې ولې دا زمينه مساعده نه کړه چې فريد حکمت ته يې مساعده کړه، زه خو له ډاکتر سره له يوې لسيزې زياته پېژندګلوي لرم. نه يوازې له ډاکتر سره پېژندګلوي لرم بلکې له نورو وزيرانو سره يې هم لرم خو له يوه هم دا تمه نه لرم معين شم او نه هم له دې اړخه په ډاکتر او يا وزير انتقاد کوم او ليکنه پرې کوم.
ډاکتر محمد اکرم خپلواک، ډاکتر د خپل خوی و عادت له مخکې ځوانانو ته شرایط برابرول، له دې ډلې څخه يو هم ډاکتر محمد اکرم خپلواک دی. ياد مې دی چې خپلواک څو ځله د ډاکتر کور ته وتله او څنګه يې سره پالل. ډاکتر محمد اکرم خپلواک په کابل کې د ځوانانو ټولنې يو عادی غړی و، د ده ملګري دلاور فيضان، وحيدعمر، امیرجان وحيد احمدزی او نور ځوانان وو. په ۲۰۰۵ کال يې له پکتيا څخه ولسي جرګې ته ځان کانديد کړ خو بريالی نه شو. له دوه پېنځه وروسته يې له ډاکتر سره اړيکي جوړ کړ او ده ورته دا زمينه او شرایط برابر کړل چې والي شي. دا چې څه ډول مرسته او لاسنیوی يې وکړ هيله ده خپله ډاکتر محمد اکرم خپلواک يې وايي.
وحيد عمر: وحيد عمر تکړه ځوان دی، تکړه په دې معنی نه هغسې دې وي چې ته او زه فکر کوو. په دې معنی چې کارګر دی او په عامه ژبه کارکشته دی. په پېښور کې يې د انګلیسي ژبې تدريس کاوه، په کابل کې يې د ځوانانو چارو فعال و. وروسته يې له ډاکتر سره کار شروع کړ. هغه ورته د کار نور شرایط برابر کړل او دې ځای ته ورسېد. کاشکي وحيد عمر په دې اړه د ډاکتر حق ادا کړی او يو څه وليکي.
غفور لېوال، غفور ليوال ته هم ډاکتر د چارو د ادارې په دفتر کې د دې زمینه مساعده کړه چې بهر ته لاړ شي د تبادلې په پروګرام کې ونډه واخلي، وده وکړي او بالاخره د ستراتيژيکو مطالعاتو مشر شي. ګومان کوم لېوال صاحب به په دې اړه ښه ليکنه وکړای شي که وغواړي.
محمد حليم فدايي: په دې اور یم که ډاکتر د چارو د اداري مشر او د په پارلماني چارو کې د دولت وزير نه وای نو محمد حليم فدايي به والی نه وای. که وسيم سجاد هرڅومره په په حليم فدايي نقد کوي هغه ځای لري خو په دې مفهوم بايد وا نخیستل شي چې د دې کارونو چاپېریال هم ورته ډاکتر برابر کړی دی.
محمد اصف ننګ؛ ننګ صاحب په يو له هغو اشخاصو دی چې مخکې له دې چې معين شي د ډاکتر يې ننګنه او ستاينه کړې، په بله وينا د ډاکتر داسې صفت يې نه کړی دی چې مبالغه دی وکړي، حقیقت يې بيان کړی. داسې صفت يې نه کړی لکه ګل اغا احمدي چې کړي.
البته د دې يادونه هم ضرور ده چې ډاکتر به په هغو ځوانانو سختي کړي وي چې مخامخ او د ده تر لاس لاندې يې کار کړی، که خواړي ليکنه کړي هيله د عدل پر بنياد يې وکړي چې موږ د عامه لوستونکيو په حيث
دا ځوانان چې ما ياد کړل يو هم وردګ نه دی. اوس وګوری کوم ځوانان ورسره کار کوي، کبير حقمل، عاصم، جبارخېل، ساپی او… ښايي دا هم ياده کړم چې ممکن زما دغه اشارې په ځينو محترمو ښې و نه لګي، ځکه ټول د هېوادمل صاحب په څېر نه دي.
ډاکتر فیضد محمد ځلاند په يوه ليکنه کې د بهير په نامه مطبعې ته اشاره کړې. د ځلاند د معلوماتو لپاره بايد ووايم چې بهير مطبعه په نويميه لسيزه کې په کورنيو جګړو کې په کابل کې وه. دغه مطبعه د شېرباز کمين زاده ده. د معارف له کارونو مخکې يې د ايساف او نورو نړيوالو اورګانونو ستر قراردادونو اخیستی و، د ډاکتر له وزير کېدو مخکې يې د معارف قرارداد اخیستی و او د ډاکتر له وزير کېدو مخکې يې د سيمې په کچه ستره مطبعه جوړه کړه او پرانیستنه يې د سوداګریزی وزير ډاکتر انوار الحق احدي وکړه. فکر کوم دا اتهام وارد نه دی چې بهیر مطبعه د ډاکتر غلام فاروق وردګ له برکته ستره شوې. که د مطبعې کرونولوژۍ ته وګورئ د ډاکتر د وزارت مخکې دغه مطبعه ستره مطبعه وه. کمينزاده د کاغذونو د واردولو شرکت لري او په دې برخه کې هم خوا ستره پانګه لري. محترم ځلاند دا هم ويلی وو چې ډاکتر په خپل کور کې د وردګ قوم غونډې جوړوي، زما چې کوم وردګ ملګري دی هغوی له هغوی مې چې پوښتنه وکړه نو دا هم درست�� نه ده. د ده په کور کې هېڅ قومي غونډه نه جوړېږي، د غازي محمد جان خان ټولنې غونډې د ټولنې په دفتر کې جوړېږي نه ډاکتر په کور کې.
نه غواړم په دې ليکنه کې د بل ليکنه وغندم او خپله وستايم، خو بده به نه وي چې په دې اړه يوې بلې ليکنې ته هم اشاره وکړم. فکر کوم د ډاکتر ځلاند په ګډون محمد داود سلیم هم هغه څه ته ليکنه وايي چې ګډې وډې سره ټايپ کړه او خپرې يې کړم. محترم داود سلیم د خپلې ليکنې په سر کې د عبدالمطلب او ابرهه کيسه رانقل کړې. دې ته يې پام نه دی چې عبدالمطلب د خپل مال په اړه خبره کوي نه د بیت المال او ښاغلي سلیم کې کوم چې خپل مال او بيت المال سره ګډ کړی. په هغه طريقه چې محترم سلیم معاش اخیسته هغه ملکيت نه دی، د رتب او معاش په رديف کې نه راځي. مشوره به مې ټولو ته دا وي که غواړي رښتيا د پوهنې وزارت په اړه تحقیقات وکړی د بیت المال په اړه يې وکړي خپل شخصي مسايل لکه ځلاند، او سلیم چې سره ګډ کړی ګډ يې نه کړي. که رښتيا د معارف دردمندی وی نو لاړ شي د کندهار معرف ته، لاړ شي د پکتيا سروبي ته، لاړ شي د خوست باک ته، لاړ شي د نورستيا شيګل ته، لاړ شي د وردګ چک او دایمرداد ته، لاړ شي د اروزګان دهراوود ته، لاړ شي د هلمند موسی کلا ته او هلته د معارف په اړه حقيقتونه راپورته کړی، ستونزې په ګوته کړی، فساد په نښه کړی، که اقدام و نه شو ټول به راووځو او وبه غواړو چې د دغو واقعيتونو په اړه اقدام و نه شو نو داسې معلومېږي چې تر کاسه لاندې نيم کاسه ده.
دويم- زيارکښي
ډاکتر د خپل زيارکښ خصلت له مخې ځان نورو ته نمونه کړی او غوښتی یې دي چې نور هم د ده په څېر کار وکړي. که زه دا ووایم چې تر ناوخته په ځپل دفتر کې کار کوي او يا ووايم چې په کاله د دفتر کارونه کوي، ممکن خلک يې و نه منی. خو ځل مې غوښتل د پښتنو په سيمو کې د نجونو د ښوونځيو په اړه خپله اندېښنه وسره شريکه کړه. د ډاکتر د دفتر له مسوولينو مې د وخت غوښتنه وکړه. د معمول په څېر يې له بده شامته وخت را نه کړم. بيا د جمعې په ورځ د ډاکتر کور ته ورغلم. ګورم چې کور کې يې دفتر غوړولی. ما ته يې وويل: خیر خو دی؟ چې خبره مې ورته وکړه نو راته يې وويل: بس يوه طرحه جوړه کړه، رايې کړه چې له جمهور ريیس څخه يې منظوري واخلم. د وزارت د ځانګړيو پروګرامونو په اړه يې راته چې نجونې څنګه زده کړه کولی شی په شېبه کې يې يو چا ته دنده وسپارله چې په پښتني سيمو کې د نجونو د تعليم په اړه ځانګړې طرحه جوړه کړي. تا خبره يې تر اخره تعقیب کړه.
د ډاکتر په اړه بې عدالتي:
يوه جمله مې داسې ولوسته: د سيګار او ملګرونو ملتونو د راپورونو له مخکې معارف وازرت په ټولو وزارتونو کې فاسد وزارت دی.
دغه جملې ته په لږ تم کېدو به دا راته جوته شي: د ټولې بودجې څخه د معارف وزارت څو سلنه ده؟ د دفاع وزارت، کورنيو چارووزارت، امنيت، صحت، کليو پراختيا او نورو وزارتونو بودجه څو سلنه ده. د دغو وزارتونو کارکوونکي څومره دي او د دغو هر يو وزارت مستقیم ګټه اخیستونکي (Direct Beneficiaries) او نامستقیم ګټه اخیستونکي (Indirect Beneficiaries) څومره دی. بيا لږ ضرب و جمعه وکړی او دا پورتني جمله تحلیل کړی. لږ انصاف په کار دی، شخصي مسايل بايد موږ ړانده او کاڼه نه کړي.
نقد:
په ولایتونو او ولسواليو کې د فساد په اړه مې د پوهنې وزارت ځينو هغو اشخاصو ته شفاهي معلومات ورکړل چې له ډاکتر سره په اساني ګوري. د وخت په تېرېدو سره د معلوماتو په اړه هېڅ غبرګون و نه ښودل شو. بيا مې د همدغو يادو مسايلو په اړه وغوښتنل له ډاکتر سره وګورم. په پوهنې وزارت کې مې هغو اشخاصو ته د ستونزې په اړه يادونه وکړه وويل چې له ډاکتر سره په اسانۍ ګوري. خو له بده مرغه د دې زمينه مساعده نه شوه چې له ډاکتر سره مخامخ وګورم.
ډاکتر په ځينو مواردو کې په وزارت کې په فساد خبر شوی خو د سياسي فشارونو له مخې يې جدي اقدام نه دی کړی يوازې برطرفۍ يې کړي دي. اميد دا و چې په دې اړه يې جدي اقدامات کړی وای او يا يې د يوه ځانګړي چېنل له لارې د فساد موارد ليک کړي وای چې خلک ترې خبر شوی وای چې دا څوک دی.
موږ ګورو چې د ولایت په کچه رياست تر پزې په فساد کې غرق دی، دا کارونه له خلکو په هېڅ صورت پټ نه پاتې کېږي او ټول خبره بېرته وزير ته راګرځي. مثلا د وردګ ولایت د چک په ولسوالۍ کې شهادت مدرسه بنده ده.
ډاکتر د خپلو په وزارت کې د ممکنه فساد په اړه چې خلک نيوکې پرې کوي، معقول ځواب نه واي. هيله دا وه چې په دې اړه موږ تحقیق کو او د څېړنې پايلې به له خلکو سره شریکو کړو.
پاتې لري..
درنو لوستونکو اړینه ده چی د هر وګړی په هکله دده د عملونو او کړنو په هکله قضاوت وشی.
په تیرو اتو کلونو کی چی فاروق وردګ د پوهنی وزیر و، دده کړنو ته مو په ډیره علاقه کتل او داسی فکر مو کاوه چی کیدای شی دده په وزارت کی د افغانستان د خلکو هغه پنخوانی ارمانونه پوره او پوهنه لوړو پوړیو ته ورسیږی ، د افغانستان خلک د پوهنی په هکله دا ارمانونه لری :
لومړی په ټول هیواد کی متوازن معارف وده
دوهم د هیواد ټولو زده کونکو د متوازیو اسانتیاو برابرول
دریم په مورنیو ژبو لوست
څلرم د یوه ښه تعلیمی نصاب رامنځته کول.
ښه مو په یاد دی کله چی حنیف اتمر د پوهنی د وزیر په توګه پارلمان ته معرفی شو هغه په خپله وینا کي په مورنی ژبه دزده کړو ژمنه ورکړه چی د پارلمان دډیر ملاتړ سره مخامخ شو.او د نورو کاندیدانو خلاف یی ډیری رایی تر لاسه کړی. خو کله چی په وزارت کیناست د ایران او شورای نظار د فشار سره مخامخ شو نو لدی امله یی په خپله وعده کی سستی راوستله خو بیا هم د خلکو د ارمان د پوره کولو د پاره یی په سمبولیکه توګه مورنیو ژبو زده کړه په کابل کی پیل کړه.
خو کله چی فاروق وردګ پارلمان ته معرفی شو بیا یی دمورنی ژبی نوم هم وانخست. په دی دول یی وښودله چی دی ددی بهیر مخالف دی. بی ننګه ننګ دده ویاند په توګه په خپلو ټولو ویناو کی په مورنیو ژبو د زده کړو مخالفت کاوه.
لنډه ده چی په مورنیو ژبو د زده کړو بهیر د هغه څه څخه چی حنیف اتمر پیل کړی و په شا شو.او په ټپه ودرید. ددی بهیر ودرول ډير زیان پښټنو ته ورسید نږدی اوه میلیونه پښتو ژبی زده کونکی په لویدیز شمال او مرکزی برخو مجبور دی چی په پآرسی لوست ووایی. چی دا فاروق وردګ د پښټنو په وړاندی د لوی تعصب ښکارندوی دی .
د فاروق وردګ د پښټنو په ضد بله توطیه په پښتنی سیمو کی نږدی اته سوه ښوونځیو په مصنوعی توګه تړلی ساتل دی. اود ملامتیا په طالبانو وراچوی په داسی حال کی چی طالبان هیڅکله ښوونځي نه تړی. او په دی هکله کوم اسناد هم نشته که مکتب ته اورچول شوی هغه هم دولتی پټو ملیشاو اچولی تر څو پښټانه لوست ونه وایی.
فاروق وردګ د پښتنو په سیمو کی ښوونځیو د دودانیو د جوړولو په لاره کی خنډونه رامنځته کوی او د نجونو له پآره خو هیڅ ودانی نه جوړوی غواړی ددی لاری په ډاګه کړی چی پښتانه د نجونو د زده کړی مخالف دی.
هغه یو ځانګړی تعصب د پشتنو سره لری هزاره ګان مجبور نه دی چی دولس کاله مکتب ته ولاړ شی بلکی دده اداره ورته د دولسم څخه د فارغیدو اسناد ورکوی او کانکور ته یی معرفی کوی که داسی نه وی د دای کندی ، بامیانو د لیسو د شاګردانو او ددی ولایتونو څخه په کانکور کی ګډونکونکو شمیر دی سره پرتله شی.
فاروق وردګ په وزارت کی مقرریو ته په لومړی پړاو کی هزاره ګانو ، بیا تاجکانو او وروسته وردګانو ته اهمیت ورکوی او که داسی نه وی د وزارت تشکیل دی وکتل شی. دلته د افغانستان نور خلک نه لیدل کیږی
لنډه دا چی پښټانه باید دداسی تورو څيرو څخه کرکه وکړی
او په راتلونکی کی د داسی دښمنانو چی د ( پښټنو په جامه کی پښتانه تباه کوي ) مخه ونیسی
إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ إِنَّ اللّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا.
ترجمه: خدای درته امر کوی چه امانتونه یی اهل ته وسپاری او کله چه د خلکو ترمنځ پریکړه کوی په انصاف پریکړه وکړی خدای درته نصیحت کوی او خدای تر ټولو ښه اوریدونکی او لیدونکی دی.
کله چه تاسو شپانه راولی او ریاسان ورڅخه جوړوی او بیا ورڅخه دلیاقت او اهلیت هیله کوی دا به ډیره بی ځایه هیله وی او دا ارمان به مو کله هم پوره نه شی. ترڅو چه دا شپانه مړیږی تر هغه پوری به زموږ ګران هیواد په فساد کی د نړی په کچه لمړی مقام ولری
د ښاغلی وردګ لیاقت او اهلیت په وزارت کی ناستو کسانو له له لیاقته چه دده په امر ټاکل شویدی له ورایه معلومیږی
.
و من لم يحکم بما انزل الله فاولئک هم الکافرون
محترم وزير معارف ؟
به باليسي او جالاكي كي دي جوره نشته داهم ستا يوه دباليسي بله نشه ده جه دعلي خوشحال غوندي إنسانان دي روزلي جه ستاجرمونه به جعلي توكه درسانو له لاري خنسي كري همدانن مي دستا او ستاد هلمند دمعارف دريس دلاسه شكايتونه ولوستل هلته مي هم خبل نظر ليكلي ديو ريس مقرري به ٠٠٠’٥٠بنخوس زره دالره او نو ر مياشتنئ حساب هم ورسره لري لز دخداي ودار شه به دي ملت دي رحم ونه كره خبله خيته دي به حرامو بيسو دمرداري خخه دكه كره ته خو خانته د حزب إسلامي غري وي ته جه دومره مرداري وكري نو دشمالي تلوالي خخه بايد كيله ونه لرؤ خداي وكري جه حكمتيار درسره حساب وكري كه جيري هغه باك او خدمت او وطن خدمت كولو ته عقيده ولري
I do not understand why do we have the habit to praise our people with so much flattering. No one should care if he or she is good or bad, as long he or she does his or her work in a required or professional manner.
Currently whatever happens in Afghanistan it is due to International Donations and backing, it is only a minor contribution from amAfghans. Majority of Afghans a major part of suffering, I would say …
Plz, let history to judge these people…no need for flattering…
اصلاَ ما ته د ځنو دلایلو په اساس مناسبه نه ښکارېده چه د ښاغلې فاروق وردک په هکله څه ولیکم، خو څرنګه چه ددې ویره شته، چه دغه ښاغلې به په راتلونکی حکومت کې هم کوم مهم رول ولوبوی، نو لاضمه ده چه خلک دې ته متوجه شی، چه دا ښاغلې د یوه لوړ مسؤلیت څومره شایستګی لری. پدې برخه کې غواړم چه د لوستونکو توجه لاندې ټکو ته راواړوم:
۱.) ښاغلې فاروق وردک یو پښتون دی او په ځان ېې د پښتنو د یوه باتور قوم یانې «وردک» تخلص اېښې. دغه دواړه فکتورونه ـ یانې پښتون او وردک ـ ددې باعث ګرځی، چه پښتانه په ښاغلې فاروق وردک د انتقاد کولو په وخت کې د ځانه پوښتنه کوی، چه ایا داسې یو انتقاد به څومره د پښتنو په تاوان تمام شی، نو ځکه اکثره پښتانه د هر ډول انتقاد څخه په دی ښاغلې صرف نظر کوی او ځان په دې تسل کوی، چه دې د شمال اتلاف د ستمیانو څخه که هر څه شی خو بیا هم ښه دی، ځکه چه زمونږ خپل پښتون دی.
۲.) ښاغلې فاروق وردک کمپوډر دی، یانی فارماسی ېې لوستی او په هېڅ رشتې کې ده کومه داکتری نه کړی. داچه دا ښاغلی خپل ځان ته کله کله داکتر واېې، دا د هغه بله لودګی ښیی. د معارف په وزارت کې کوم خلک چه دې له نژدې څخه پیژنی، وایی چه کمپوډر سایب اصلآ د معارف سره هيڅ کومه رابطه نه لری او نه هم پدې برخه کې کومه سابقه او یا تجربه لری. داچه کمپوډر سایب د کرځی د حکومت د کابینی غړی کیږی، علت ېې دادی چه د یوی خوانه دا ښاغلې د کرزی لپاره ښه غوړه مالی (چاپلوسی) کوی او د بلې خوانه د شمال ایتلاف د ستمیانو له خوا هم زغمل کیږی. د شمال ایتلاف ستمیان کمپوډر سایب ته د وزارت د ورکولو په ضد ځکه څه نه وایی، چه هغوی کمپوډر سایب ته د یوه بی کفایته پښتون په سترګه ګوری. ستمیان پوهیږی او پدې اطمنان لری چه د کمپوډر سایب څخه دوی د پښتنو په ضد او د خپلو ستمی ګټو لپاره کار اخستلی شی.
۳.) کمپوډر سایب چه ځان ته په ځنو خاصو مجلسونو کې د حذب اسلامی غړی وایی، اصلآد دغه حذب د نوم څخه سوی استفاده کوی او نوم ېې بدوی. دې ښاغلی د معارف په وزارت کې ټول هغه فاسده او بی کفایته غړی د حذب اسلامی راټول کړی چه بدون د رشوت خوری نه بل هیڅ نه پیژنی. د ننګ څخه نیولی تر واحد یار پوری یو ېې هم نه د معارف او نه هم د پېداګوژی سره کومه سابقه او یا علاقه مندی لری. د معارف په وزارت کې د واحد یار سایب د کورنی غړی ټول وزارت ته د خپل ملکیت په سترګه ګوری او ډېر مهترم او د قدر وړ پخوانی او با تجربه کارکوونکو ته توهین کوی. د کمپوډر سایب له خوا نوی مقرر شوی بی کفایته شرمخان چه د واحد یار کورنی پوری تړلی دی او یا د حذب اسلامی نور غړی دی د معارف د وزارت په دهلیزونو کې ډېر فعاله منډی را منډی وهی او د رشوت په ټولولو کې بوخت دی. دا د هذب اسلامی د بد نامولو لپاره یوه لویه دسیسه ده.
۴.) هغه خارجی موسسی چه د اتمر په وخت کې ېې د معارف په وزارت دېر اعتبار کوه او ورسره ېې ډېرې مرستې کولې، نو د کمپوډر سایب په راتګ ېې خپلی مرستی کمې کړې او اعتبار ېې هم په دې مهم وزارت کم شو. کمپوډر سایب د معارف لپاره د اختصاص شوی انکشافی حتا شل په سلو کې مصرف نه کړای شو. اولسی جرګی ته ېې غلطه احصاییه برابره کړه او پدی توګې ېې ۴۷ سلنه پوره کړه. هغه خارجیان چه د کمپوډر سایب سره سراوکار لری نوم ېې پرې DD اېښئ یانی Dr. Donkey
۵.) ماته داسې ښکاری، چه کمپوډر سایب د ښاغلی اشرف غنی په حکومت کې بیا غواړی چه کوم مهم رول ولوبوی. دا به یو لوی خیانت او د پښتنو سره لویه جفا وی.
خوشال جانه!
ډیره په زړه پوری څیړنه دی کړی ده خو بیا هم زما په اند تاسو په نور لیکوالانو په لیکنه باندی نقد کړی دی چی هسی کډوډی لیکنی کړی دی خو ستا په لیکنه کی هم دلیکوالی له اړخه ستونزی شته هیله دی چه په غور سره یی ولولی او بیا ورسته یی تاند ته پورته کړی.
مننه
فیضی
قدرمن خوشحال صاحب مننه ستاسی د هغی لیکنی څخه چی د قدرمن وزیر صاحب فاروق وردګ په شخصیت او خدمتونو مو رڼا واچوله دا یو څرګند حقیقت دی چی محترم وزیر صاحب فاروق وردګ د کرزی صاحب د دوری پالیسی جوړونکی , زړور او با استعداده شحصیت وو همیش چی د وطن سیاسی او سرنوشت ټاکونکی مسایل ورته سپارل شوی په ډیره بریا سره یی سرته رسیدلی دی او همدا راز د هیواد ډیری ځوانانو ته یی د سالمی رهبری مدیریت درسونه ورکړی او هغوی یی لوړو پوړیو ته رسولی دی چی دا هم د نوموړی د وطن دوستی افغانیت او د وطن سره د مینی اظهار کوی چی هیڅ کله یی هم یو خاص قوم ژبی او سمت ته کار ندی کړی بلکی ټولو افغانانو ته یی په یوه سترګه کتلی دی او د ژوند زیات وقت یی د خپل ملت د خدمت لپاره قربانی کړی دی چی واقعآ مونږ ټولو افغانانو ته د قدر وړ دی .