دویمه برخه
د ډاکتر په اړه چې کومې ليکنې لولم نو شک راپيدا شي چې يره دا د معارف وزير به هغه شخص نه وي چې زه يې پيژنم، خو چې ليکنه تر پايه ورسوم نو بېرته ووایم چې نه، دا همغه ډاکتر غلام فاروق وردګ دی چې يې يېژنم. تکرار وايم په کومه لار چې مو خپله کړې هغه ترکستان ته روانه ده. دغه اشخاص په شخص ليکنه کوي، رکيک او سپک کلمات کاروي چې له شخصي عقدو پرته پر بل هېڅ نه اطلاقېږي. ايله غلام سرور د وږي پر ۲مه په تاند کې خپره شوې ليکنه داسې موارد په ګوته کول چې د پوهنې غله غندي. کاشکي خپله غلام سرور او نورو ټولو همدغو مواردو ته پام کړی وای، خو له بده شامته دوی – لما تقولون مالا تفعلون – په منډ روان دي.
د دغو کرښو له لارې هغو اشخاصو ته ګواښ نه کوم چې د ډاکتر په اړه يې زهرجن توري کښلي دي او ورته ووايم چې تاسې دغسې او هغسې خلک ياست، تا دغه کار کړی او هغه کار کړی. او نه غواړم دغسې وښيم چې ډاکتر ملايک دی. وار له مخه وایم چې ډاکتر انسان دی او انسان له خطا مبرا نه دی. خو دومره انصاف په کار دي چې حقيقت ووايم نه دا چې ټر په پر پټ کړو. همدا ډول په دې ايمان لرو چې انسان اشرف المخلوقات دی. او د الله جل جلاله خليفه ته سپکې سپورې ويل مطلق ناروا کار دی. ان الفحش و التفحش لیسا من الاسلام. نو له ما د سپکو سپور ويلو او ليلکو تمه مه لرئ.
موږ ټول بايد په دې خوشاله شوو چې خلک مو د فساد په وړاندې مبارزې ته تيار دي خو راځي وګورو چې د بل هر کار په څېر مو دا مبارزه هسې بدنامه نه شي چې بيا به خلک د فساد په وړاندې له مبارزې هم ځان داسې لرې ساتې لکه مردارې څخه.
دا بدګوماني هم رادمخه کېږي چې که د کرنې وزارت په اړه څه ووايي نه د شخصا وزير صاحب، محترم رحيمي په اړه، نو غلام سرور به يې دفاع ته په مستعار نامه دفاع ته راودانګي او پر خپله فسبوکپاڼه ورته دی او محترم قرار صاحب له مبالغې او غلو کار اخلي. که د معارف وزارت يا خپل وزير همدغو محترمانو ته هغسې پروژې ورکړی وای لکه کرنې وزارت نو هغه چم به يې له ډاکتر فاروق وردګ سره هم کاوه. وايي په يوه څېيړه څو مخه دردېږي.
دا هم ښايي ووایم هدف له ډاکتر څخه په ناحقه دفاع نه ده، بلکې هغه ډول چې زه ډاکتر پېژنم غواړم حق يې ادا کړم. دا هيله هم لرم چې د سالم انتقاد پر مهال به ډاکتر صاحب خوا نه بدوی. وړانديز مې دا دی چې په معارف وزارت کې د موجود فساد په اړه داسې مبارزاتي چلند خپل کړو چې نتيجه ولري نه بالعکس.
تر اوسه مې چې د معارف وزارت په اړه ليکنې لوستې متاسفانه حسودانه او له کينې ډکې دي. داسې لوری او ګودر نه په ګوته کوي چې د فساد ناورين د له منځه وړلو لپاره کې حل لار موجوده وي. موږ ولې نه تاوانېږو چې خبره په معقول ډول وکړو او حل لار پيدا کړو.
ګيلاس نيم ډک دی
ګیلاس نیم خالی دی
دغه دواړه جملې يوه معنی ښندي خو کومه يوه يې په کوم ځای کې تاثیر لرونکی ده. د خوب د تعبيروونکي او پاچا کيسه هم موږ ته بايد درس راکړي چې څنګه خبره وکړو.
موږ يوه دا و نه ويل چې ښه په هلمند د موجود فساد د له وړه وړلو لپاره څه په کار دی؟ وزير بايد پلاوی ولېږئ، د معارف د مشر دنده وځنډوي؟ ايا به اوسني څپڅپانده حالت کې قوانين او مقررات وزير ته تر کومه بريده صلاحيتونه ورکوي؟ يو وخت د قاضي د بالفعل فساد پر مهال د نيولو په اړه د قوانينو مشکلات وو. دغه ستونزې اواري څومره وخت واخیست او څه وړ حل شوه. ايا موږ په دغسې مواردو بحث کړی؟ ایا وزير ته مو ويل چې دغه ستونزه ده او د دغه ستونزې د حل لار دا ده؟
همدا ډول ډاکتر فاروق وردګ په ۱۳۸۹ کال په د درېيمه ربعې په وروستيو کې وزير شوی. د پښتنو په سيمو کې ۱۳۸۳ کال راوروسته د زده کوونکيو، ښوونکيو، ښوونځيو او د دوولسم تولګي د فارغينو تر منځ هېڅ تناسب موجود نه دی. دا ټول بايد ډاکتر ته متوجه نه شته چې ګواکي دا کار ډاکتر کړی.
ولې د ډاکتر په اړه ليکنې حسودانه دي؟
تر دې دمه چې د ډاکتر په اړه کومې ليکنې شوې په يوه ځای کې هم په مشخص ډول په فساد کې د ډاکتر ښکېلتيا نه ده په ګوته شوې. که څوک دا وايي چې ډاکتر په دهبوري کې کور رانیولی، دا کور خو يې شل کاله مخکې رانیولی و چې هغه وخت د يوې موسسې کارکوونکي و. د ډاکتر په اړه چې هر څه ويل شوي متناقض، ضد و نقیض او ټکري دي. نه غواړم هرې يوې ته يې يې بيا تم شم، په تېرو دوو ليکنو کې مې دغو مواردو ته اشاره کړې وه.
محمد سلیم هېلمندی د هلمند په معارف رياست کې د موجود فساد په اړه خبره کوي او په يوه ځای کې وايي چې د رييس د مقررۍ په بدل کې ترې ۵۰ زره ډالر اخیستل شوی. اوس يې د دې د پوره کولو لپاره شپه او ورځ په ځان يوه کړې.
دغه موضوع ډېره جدي او حساسه ده، خو هلمندي په داسې ډول مطرح کړې چې حساسيت يې له منځه وړی دی، د خپلې ادعا په پای کې ليکي: «وزیر صاحب دي په سترګو ړوند شي چې د هلمند معارف نه ویني چې په څومره بد حالت کې دی، الله دې دی په جهنم کې واچوي،…»دغه دغه حالت واقعيت ولري نو د دغسې يو جملې سره يې اهميت له منځه ځي.
د ښه انتقاد مثال:
ښايي ووایم د معارف وزارت په اړه تر ټولو معقول او پر ځای انتقاد د استاد غضنفر، محترم نثار صاحب او نورو مشرانو و. دوی نه يوازې د نصاب په اړه اوس خبره کړې، دوی پخوا هم خبره کړې، خپل وړانديزونه يې کړی دی تر کومه ځایه چې معلومات لرم د دوی انتقادونه په پام کې نيول شوي، د دغه ډول انتقادونو په اړه تدريسي برخې او د نصاب مسوولينو غونډې کړې. دغه نيوکې په رښتيا چې له معارف سره د مينې له مخې دي نه ده بقض او عداوت له امله.
حزب او له حزب سره تړاو:
راځئ دا معلومه وکړو د مقرريو او حزب او ناحزب خبرهتر کومه ځایه سمه ده او له فساد سره څومره تړاو لري. غلام سرور ظهیر چې د اخواني او حزب خبره ډېره شاربي د ارواښاد پوهاند الهام خبره راياده شوه چې ويل به يې: څوک چې په څه ډېر اخته وي د هغه د دفع او رفعې او پټولو لپاره د خپل اخته توب مثالونه د بل لپاره راوړي. سرور صاحب که تاسې ځوک په دې رټي چې اخوانی دی او ها بل ځان به دې لوړ ګڼي چې مجاهد او مقاومت وال دی ولا د څونګښو له تول به هم خبره ستونزمنه شي او وړۍ به هېڅکله شړۍ نه کړي.
ممکن سرور په ازبک قوم پورې اړه ولري خو دا بايد ورته رادمخه او پيغور نه کړو، ممکن پلرونه يې د کابل رژيم مامورين پاتې شوي وي چې دا د پيغور خبره نه ده. موږ ټول افغانان يو، پخوا مو ممکن له کابل رژيم سره کار کړی وي، يا د اووه ګونيو او اته ګونیو احزابو سره. که چا په ناروا د کرنې وزارت څخه يا د ټولګټو وزارت څخه پروژې اخیستې وي هغه ناروا او د پيغور خبره ده نه دا چې پخوا يې چېرت�� کار کړی د زړونو مالک الله دی، نه غلام سرور ظهیر. غلام سرور د پلار په نيت او نمت اګاه نه دی چې ولې يې په يوه مشخص ځای کې يې کار کاوه، نه بل او بل په دې اګاه دي.
ډاکتر زه پېژنم هغه د جذب وړتيا لري په وزارت کې يې د هر شاليد اشخاص جذب کړی او کار ورسره کوي. دا که ځينو اشخاصو د خپلو سلیقو له مخې کارونه پرېښې وي هغه جلا خبره ده چې په هېڅ ډول د تجريد او شړلو په دایره کې نه شي راتلی. ډاکتر فاروق وردګ د ټاکنو د دارالانشا په رياست کې، د چارو د اداري په عمومي رياست کې، په پارلماني وزارت کې او په معارف وزارت کې هغه اشخاص وګوري چې شاليد يې له چا څه؟
دا هم په ياد ساتل په کار دی چې په جرګه او ټاکنو کې پوهنمل محمد اسعميل يون له فاروق وردګ سره کار کړی، اخوانی دی؟ عبدالمالک کاموی کار ورسره کړی ایا اخوانی دی؟ په تېره برخه کې مې د څو اشخاصو نومونه اخیستی او نه غواړم دلته نومونه کتار کړم، خو دومره يادونه ضرور ګڼم چې دا وردګ نه دي. لږ انصاف په کار دی. ذره سوچي.
د فساد په اړه مې چې مخامخ ډاکتر ته خبره رسولې هغه يې په اړه اقدام کړی. دومره په څرګندو ټکيو وايم چې خبره مې له کنځلو سره مل نه ده ورته کړې لکه غلام سرور ظهير يې چې کوي، لکه فیض محمد ځلاند يا بل هر څوک يې کوي.
په ډاکتر د قومپالنې تهمت
محترم غلام سرور، تاسې ليکي چې موږ ولې د پوهنې وزارت غله غندو؟ متاسفانه تاسې غله نه غندی تاسې خپله شخصي عقده پالئ، د قوم پالنې تهمتونه پورې کوئ، ارشاد رغاند، ځلاند مو ملتيا کوي او يا تاسې د دوی ملتيا کوئ. ستاسې د قومپالنې تهمت په داسې انداز لګول کېږي چې قوم افراد د عکس العمل ښودلو ته اړ باسي او زيان يې دا دی چې خلک د اعلیحضرت شیرشاه سوري د وينا خلاف قومپالنې ته هڅوي.
ملګرو ټوکه کوله ويل يې لکه چې د اندړو او وردګو سره بيا واوښته. او دا نور تېل پرې پاشي. ټوکه يې داسې وکړه:
د وردګو او د اندړو سره بدي شوه، بدي يې په څه شوه؟ په ما ويلي تا ويلي. بيا وردګ په خپل منځ کې سره سلا شول او پرېکړه يې وکړه: اندړ چې ځان درته معارفي کاوه نو د دړ ته يې مه پرېږده چې څنګه يې ان وويل بس ګوزار پرې کوه چپه کوه یې او حساب يې په لاس ورکوه.
د الله تعالی بنده ګانو، له وزارت او وزير څخه په دې مه خوابده کېږي چې پروژه يې نه ده راکړې او يا يې زه نه یم مقرر کړی. راځي ډاکتر ته په ګوته کړو چې په پکتيا کې د معارف سرپرست په څه اخته دی. ګومان کوم په کندهار کې مطيع الله د معارف په اړه په تحقيقاتو بوخت دی، هيله ده خپلې موندنې په بې پرې ډول له وزير سره شريکې کړي اوڅوک ترې د حربې او وسيلې کار و انخلي.
د خدای بنده ګانو، يوه دوه وردګ به چېرې وزير په دفتر کې مقرر کړی وي تاسې پېغور جوړ کړی، اخر ډېره له انصاف لرې خبره ده چې هېڅ وردګ دې په وزارت کې نه مقررېږي. طلوع تلويزيون يو ځل دا ډنډوره غږوله چې ډاکتر صاحب انوار الحق احدي په ماليې وزارت کې ټول ننګرهاريان مقرر کړي او په ډاکتر محمد اشرف غني پسې يې دا تهمت پورې کاوه چې ټول افغان ملت يان يې مقرر کړي. دې ته کوه پرتوګ.
يو ځل چا حميد ناصري ته ويلي وو چې وردګ تخلص لرې کړه بيا به خلک په خرم تهمت کوي چې وردګ يې مقرر کړی. ده ورته وويل: که دا تهمت کوي سل ځله يې دې وکړي. ځکه زه الله پاک وردګ پيدا کړی یم نو څه وکړم.
پاتې لري…