یادونه یو: زما د لیکنو وتونژبه یا ترې رانیوژبه یا د مرستې ژبه الماني ده، نو څه ژبنیزې ستونځې چې په کې وي، هغه دې ګران لوستونکي راسمې کړي، زه پرې خوښیږم.
دوه: زما په لیکنو کې که تاسو په دې اند یاستۍ، چې مسلک مې ژبه نه دۍ، نو څه ترې غواړم، باید ووایم، چې زما ټولې لیکنې د ښوونځي د زده کړو څخه نه اوړي، که موږ یې افغانستان کې په دې سویه نه لرو، هغه بله خبره ده.
دریم: دا چې ژبپوهان د شمیرپوهنې او فزیک ویونو ناسم بلل چې کوي، نو موږ د بلې ريښې کسان که څه ناسم ولیکو او تاسو یې راته همغه زموږ دلایل په سمو دلایلو راسم کړۍ، خو دا به ستاسولا ډېره مرسته وي. دا له زپپوهانو نومونې په ژبه اړه نه لري: سلمې ته سلنه ویل یا اوبلن، چې فزیکپوه یې په پيژند پوهیږي، د بهیدونکي په ځای راول او همداسې کچه، چې پیژند یې یو فزیک باید وکړي، هم زموږ ژبپوهان ناسم کاروي. لکه: ،،په ننګراهار کې د کابل په کچه یو روغتون جوړ شو،،
ګرانو ژبپوهان. زه تاسو ته لوړه کوم، چې زما لیکنې دچا مخامخ لامل نه لري او نه یې د کومو ګنډو له امله کوم او نه د ځانپالنې له امله. موخه مې ځان روغ او اند کارنده ساتل دي، چې لیونی نه شم.
دا لاندې لیکنه، چې الماني ژبې په مرسته لیکل شوې وګورۍ، چې د پښتو سرهسرخوري او که؟ او که نه نو په ګډه یط راسمولی شو.
ګډوله غونډالې- پیلونه
یوه ګډوله غوڼداله له دوه یا ډېرو پوره غونډالو جوړه ده، چې هغوي یو د بل سره تړلې ،.سم اندیز خپلواکې غونډالې دي، چې ګډه موضوع لري او تړنویونو او همداسې یاسره تړل کیږي. دا ډول غونډالتړنه تنظیم شوې (بنټغونډاله یا اصلي غونډاله) تړنه بلل کیږي. تړنویونه ( د بېلګې په توګه یا، او) سړی منظمکوونکي تړنویونه بولي.
بېلګه: او
سپین له ننګرهار څخه راځي. خوښه له خوست څخه راځي..
سپین له ننګرهار څخه راځي او خوښه له خوست څخه راځي
زیات وخت د دوه غونډالو منځ کې یوه سم اندیزه تړنه شته وي یا شتون لري.
په لاندې بېلګه کې دویمه غونډاله د لومړۍ غونډالې له پاره یو لامل دی او لومړۍ غونډاله د دویمې غونډالې یو سم اندیز پسې رتلنه یا پرأپسې ده.
بېلګه: پرلپسې( تعقیب) – لامل
هغه نه راځي. هغه ناروغ دۍ. د دوه غونډالو سم اندیز ګډاړیکوالی د دوه تړنویونو له لارې جوړیږي. سړی کړی شي د یوه سم اندیز دلیل-پرلپسې-اړیکې د بېلګې په توګه تړنویونه (ولې) چې، له دې امله، ، ځکه چې و کاروي.
بېلګه:
دا(ولې) چې: هغه نه راځي، دا (ولې)چې هغه ناروغه دی
له دې امله: هغه ناروغه دی، له دې امله هغه نه راځي.
ځکه چې: هغه نه راځي، ځکه چې هغه ناروغه دی.
تړلشوې غونډالې د یوې کوما له لارې سره بېلیږي. تړنویونه لومړۍ او یا دویمئ غونډالې پورې اړه لري. هغه دا غونډاله ،، په نخښه،، کوي. سړی کړی شي د ځنو تړنویونو له لارې (د بېلګې په توګه ځکه چې) د غونډالو لړۍ پرلپسې سره بدلې کړي، د ځنو سره نه (د بېلګې په توګه داچې، له دې امله).
بېلګه: ځکه چې
هغه نه راځي، ځکه چې هغه ناروغ دۍ.
ځکه چې هغه ناروغ دۍ، هغه نه راځي.
بنسټغونډال – او څنګیزغونډالتړنه
تړنویونه د کړنې یا کړ ځای ټاکي. د کړنځای ټاکنې پسې سړی کړی شي د سم اندیز غونډالتړنې دوه اریز- یا اصلي ډولونه سره بېل کړي:
لومړی داچې تړنه، چې په هغې کې کړنه په یوه غونډاله کې په اخر ځای کې ولاړه وي( که غواړۍ: ځاي په ځای وي). د تړنې دا ډول څنګیزغونډالتړنه بلل کیږي یا سړی دا ډول تړنه څنګیزغونډالتړنه – یا نیممنظمه تړنه بولې. تړنویونه سړی نیممنظمه تړوني بولې.
بېلګه: ځکه چې (څنګیز غونډالتړنه= کړنه په پای کې)
هغه نه راځي، ځکه چې هغه ناروغ دۍ.
په الماني ژبلار کې.
دویمه تړنه، چې په هغې کې کړنه یا کړ ، چې د هغې سره په دواړو غونډالو کې په نورمال تړنځای ۲ کې ولاړ وي. دا تړنه ادوربال (یا ارجمله) تړنه بلل کیږي.
الماني یې:
Beispiel: deshalb (Hauptsatzverbindung = Verb in Position 2)
Er ist krank, deshalb kommt er heute nicht.
که دا پورته په الماني ترتیب وژباړو، نو وبه لیمو: هغ نارغ دي، له دې امله نه راځي هغه نن.
په سمه پښتو کې: دا په پښتو کې هم ورسره بلد ځای کې راځي .
بېلګه: له دې امله:
هغه ناروغ دۍ، له دې امله هغه نن نه راځي.
الماني ګرامر کې:
بېلګه:
Beispiel: denn (Hauptsatzverbindung = Verb in Position 3)
Er kommt heute nicht, denn er ist krank.
په پښتو کې دا هم په هغه د پښتو ګرامر ور سره بلد ځای کې راځي.
بېلګه: هغه نن نه راخې، دا چې ( ځکه چې) هغه ناروغ دی.
په پښتو کې،، دا چې،، او ،،ځکه چې،، زما په اند همغه یو ډول دي او که څنګه؟
نړنوییزې ویېنې( یا افادې) که غواړۍ
سړی کړی شي د غونډالو یو سم اندیزه تړنه د تړنویونو له لارې ووایي( افاده کړي). له دې سره یوه برخغونډاله نومیزه کیږي او په یوه تړنوییزه ویېنه کې په یوه غونډاله کې ورګډیږي.
بېلګه: ځکه چې – له امله
څنګیزغونډالتړنه: ځکه چې( یا دا چې ) هغه ناروغ دۍ، نن نه راځي
تړنويیزه ویېنه: د هغه د ناروغتیا له امله هغه نن نه راځي.
تړنوییزه ویېنه کې په غوڼداله کې د کوما له لارې بېلیدنه نه راځي.