راپور: عصمت بهیر
دا ځل د روشنګرۍ لکچر په یوه نوي اندازه سره پیل شو ځکه لکچر ورکوونکی ډاکتر محب زغم، شروع په دې پوښتنه سره وکړه چې ایډیولوژي څه ته وایي؟
لومړي تن چې لاس یې جګ کړ او د ایډیولوژۍ په هکله یې خپل نظر څرګند کړ، عصمت بهیر وو، نوموړي وویل چې ایډیولوژي یو جامع طرز فکر دی، چې د ژوند ټول ابعاد په نظر کې نیسي.
دواخان مینه پال په دې نظر و چې ایډیولوژي یو ځانګړی فکري مکتب دی چې یو باني او نور پیروان لري.
استاد امان الله هوسا وویل چې ایډیولوژي له دوو یوناني کلمو څخه جوړه شوې ده، چې (آیډیا) د مفکورې او (لوژي) د علم په مانا ده.
ډاکتر محب زغم هم د استاد هوسا د نظر په تاید سره وویل چې د لومړی ځل لپاره د فرانسې انقلاب په کلونو کې د یوه فیلسوف لخوا چې نوم یې «دستوت دې تراسي Destutt De Tracy» وو د آیډیولوژۍ اصطلاح رامنځته شوه. ښاغلي تراسي د جان لاک، کاندیلاک، فرانسیس بیکن او نورو فیلسوفانو نظریات لوستي ول.
د جان لاک په نظر تر ټولو غوره پوهه د مفکورو پوهه ده.
فرانسیس بیکن په دې نظر وو، چې علم باید یوازې د انسان مالومات زیات نه کړي بلکې علم باید د انسان ژوند ښه کړي.
نو تراسي د جان لاک او بیکن پورته نظریو ته په کتو سره وویل چې زموږ ټولنه باید د توهمي نظریو پر ځای علمي نظریو ته مخه کړي ځکه چې علمي نظریې پر منطق، استدلال او واقعي علم باندې بناء وي، چې په دې سره انسان ته سوکالي ور په برخه کیږي.
دستوت دې تراسي د فرانسي د ښوونځیو په درسي نصاب کې بدلون غوښتی او ټول نصاب یې پر درو (۳) برخو ویشل غوښتل:
الف- آیډیولوژي.
ب- عمومي ګرامر.
ج- منطق.
نوموړی په دې باور وو چې انسان دنیا ته راځي نو ذهن یې د سپین کاغذ په څېر وي. دا ټولنه او محیط دی چې د انسان پر ذهن تاثیر کوي، ذهن د مفکورو تر اغیز لاندې راځي نو ځکه باید د انسان ذهن ته سالمې مفکورې ور انتقال شي او د دې مفکورو ور انتقالولو یوازنۍ لاره د ده په نظر د ښوونځیو په نصاب کې بدلون راوستل دي.
په اول سر کې ناپلیون د تراسي پلوی وو خو وروسته ورسره مخالف شو. تر دې مخکې آیډیولوژۍ مثبته مانا درلوده خو دا ناپلیون وو چې په ریشخند به یې د تراسي ملګرو ته آیډیولوګان ویل او مطلب یې دا و چې دوی په خیالي دنیا کې اوسي او یوازې خیالونه پالي.
د آیډیولوژۍ د اصطلاح د تعریف په هکله تر اوسه لا ټولمنلی تعریف نشته. علماوو دا اصطلاح له بېلا- بېلو زاویو څخه تعریف کړې ده.
کارل مارکس چې د مارکسیزم د فلسفې باني دی او هر څه ته د طبقاتي وېش له لیدلوري ګوري، وایي آیډیولوژي د حاکمې طبقې له خوا جوړېږي او د ټولنې په مخ بناء کې حساب ده نه په بېخ بناء کې.
د کارل مارکس په نظر آیډیولوژیګانې د ټولنې د اقتصاد، تولید او د تولید د مناسباتو زېږنده دي.
د ده په وینا هر څوک چې د مادي تولید وسایل په واک کې لري هغه د ذهني تولید وسایل هم په لاس کې لري یانې دا حاکمه طبقه ده چې آیډیولوژۍ رامنځته کوي، د خلکو په ذهنونو کې یې القأ کوي او خپله بقا ورباندې تضمینوي. د ده په باور د فیوډالۍ په زمانه کې مذهبي ایډیالوژي حاکمه وه ځکه چې مذهب د ځمکوالو ګټې خوندې کولې خو په کپیټالیزم یا پانګوالۍ نظام کې بیا لېبرالیزم او ټولنیزه دیموکراسي د مذهبي ایډیالوژۍ ځای نیسي.
منهایم Mannheim بل فیلسوف د مارکس د نظریاتو پر اساس وویل چې آیډیولوژي یوازې د انسان له شعور سره کار نه لري بلکې له ټولنیز لاشعور سره هم مستقیمي اړیکې لري البته منهایم دا نظر هغه وخت څرکند کړ چې مشهور ارواپوه فروید د انسان شخصیت پر درې ګونو اړخونو: شعور، لاشعور او تحت الشعور باندې ویشلی وو نو منهایم به ویل چې آیډیولوژي د انسان له لاشعور سره ډېره اړه لري.
لویس التوسر Louis Althsser په دې نظر وو، چې په هر بحث کې یوه خلا موجوده وي، مثلاً: کله چې ادعا کيږي چې ټول انسانان د قانون پر وړاندې سره برابر دي، دا یو واقعیت دی اما دا واقعیت ځینې نور اړخونه هم رانغاړي، چې هغه بیا واقعیت نه دی. لکه په کپیټالیستي ټولنه کې یو شتمن له یوه غریب سره دعوه لري، شتمن ځانته تر ټولو تکړه وکیل نیسي او د دې وکیل په واسطه سره دعوه په خپله ګټه سره تماموي نو پر دې اساس ویلای شو چې شتمن او غریب د قانون په وړاندې سره برابر نه دي.
نو ده ویل چې آیډیولوژي په خپله لمن کې واقعیتونه رانغاړي اما د واقعیتونو تر څنګ ځينې شیان چې واقعیتونه نه وي بلکې د واقعیتونو په بڼه ښکاري، هم رانغاړي نو ځکه دلته خلا شته. دی د پاسکال هغه خبره را اخلي چې «تاسو ګونډه ووهئ، سجده وکړئ، چې د عقیدې خاوندان شئ» نو وايي چې آیډیولوژي له تمرین کولو څخه کسبېږي او تمرین دی چې آیډیولوژۍ د انسان ذهن ته داخلوي او انسان بیا د دې فرصت هم نه لري چې په انتقادي نظر ور ته وګوري او د سم او ناسم تر منځ فرق پکې راباسي.
د آیډیولوژۍ په باره کې جرمن تاریخ پوه سیلویو ویتا Silvio Veitta وايي، آیډیاګانې او یا مفکورې هغه وخت په آیډیولوژۍ بدلې شوې چې د تقدس جامه ور واغوستل شوه، رهبرانو ته یې داسې فوق العاده واک ورکړل شو چې خدای وزمه قدرت به وو، مخصوصاً په مذهبي ایډیولوژۍ کې چې وروسته همدغه رهبران د خلکو د خیر او شر، ژوند او مرګ ټاکونکي بلل کېدل او په میلیونو انسانان د دوی په امر د مرګ کومې ته ورتلل.
لکه مخکې چې مو وویل د آیډیولوژۍ لپاره مختلف تعریفونه شوي دي لکه:
آیډیولوژۍ د باورونو، عقیدو او تصوراتو هغه منظومه ده چې د انسان اعمال او ذهن دواړه ورسره تړلي وي.
آیډیولوژي په مختلفو ماناوو سره استعمالېږي. مثلاً: سیاسي آیډیولوژي، چې د یوې ډلې یا ګوند کړنلارې او تګلارې ته وایي چې دوی د خپلو باورونو، عقایدو او تصوراتو پر اساس غواړي په ټولنه کې بدلون راولي.
د ارواپوهني له نظره د آیډیولوژۍ تعریف: لجرووډ Ledgerwood او هارډین Hardin په ۲۰۰۸ م کال کې وویل چې انسانان په لاشعوري ډول ځینې محرکات لري، چې انسان اړباسي چې د ځان پېژندنې، چاپېریال پېژندنې او خطرونو په اړه سوچ وکړي، د خلکو سره روابط وپاللي او همدا محرکات دي چې د آیډیولوژۍ منلو ته انسان اړباسي. دوی وایي آیډیولوژي هغه پرزې دي چې د همدغو محرکاتو په واسطه ذهن ته سپارل کېږي او له دغو پرزو څخه بیا د ایډیالوژۍ ماشین جوړېږي چې د انسان اعمال او ذهن کنترولوي.
د ایډیالوژۍ په اړه د ټولنپوهنې نظر دا دی:
انسان چې په ټولنه کې ژوند کوي نو دوه حالته لري: یا به له ټولنې او خپل ژوند څخه راضي وي او یا به ناراضه. که راضي وي نو غواړي چې همدغه حالت دوام پیدا کړي او که ناراضه وي بیا نو غواړي چې حالت په خپله ګټه بدل کړي. دا دواړه حالتونه په انسان کې ځینې رواني کیفیات پیدا کوي، هغه چې د ټولنې له حالت او خپل ژوند څخه راضي وي، تل دا وېره ور سره وي چې هسي نه دا حالت خراب شي او هغه چې د خپل ژوند او ټولنې له حالت څخه ناراضه وي، هغه یو ډول خشن او یرغلیز طرز فکر لري او غواړي ټولنه په خپله خوښه بدله کړي. اوس نو د دغو دواړو ډولو انسانانو څخه هغه چې غواړي چې دا حالت دوام ولري، هغه د مخافظه کاره آیډیولوژۍ خاوند دی او هغه چې غواړي په ټولنه کې بدلون رامنځته کړي، د انقلابي آیډیولوژۍ څښتن بلل کيږي.
آيډیولوژي له قدرت سره د اړیکې په لحاظ پر درې (۳) ډوله ده:
الف- د واکمنۍ طبقې آیډیولوژي: دوی داسې آیډیولوژي را منځته کوي چې د دوی د قدرت د دوام سبب وګرځي.
ب- د مخالفي ډلې آیډیولوژي: د دوی د آیډیولوژۍ بنسټ پردې ولاړ وي چې حکومت را نسکوره کړي او ځان واک ته ورسوي.
ج- د فشار د ډلې آیډیولوژي: د دې ډلې د آیډیولوژۍ خاوندان بیا نه غواړي چې واک ته ورسيږي بلکې دوی یوازې غواړي چې په پر واکمنې طبقې فشار راوړي او د دوی له خوا ور ته وړاندې شوي پلانونه پرې تطبیق کړي.
د کړنلارې پر اساس آیډیولوژي پر دوه ډوله ده:
۱- اصلاح غوښتونکې: دا ډله غواړي چې په ټولنه کې اصلاحات راشي اما په کرار او تدریجي توګه؛ په افغانستان کې د دې ښه مثال د ظاهر شاه حکومت دی.
۲- انقلابي آیډیولوژي: د دې آیډیولوژۍ خاوندان غواړي چې په ټولنه کې بدلون راشي خو په چټکۍ سره او په انقلابي توګه. د دې مفکورې لرونکي په افغانستان غازي امان الله خان، سردار داوودخان او د خلق دیموکراتیک ګوند وو.
د محتوا له مخې آیډیولوژي پر څلورو برخو ویشل شوې ده:
۱- ارتجاعي آیډیولوژي: چې د موجود حالت څخه ناخوښه وي او غواړي هر څه تېر مهال ته ور ستانه کړي.
۲- محافظه کاره آیډیولوژي: چې د موجودو واقعیتونو او حقیقتونو تداوم غواړي.
۳- لیبرال یا مترقي آیډیولوژي: دوی په ټولنه کې بدلون غواړي خو د موجودو دودونو او سنتونو په څنګ کې.
۴- راډیکال یا انقلابي آیډیولوژي: دوی هم بدلون غواړي خو یو کامل او شامل بدلون؛ له نن سره بېخي مخه ښه کوي او سبا ته هر څه نوي غواړي.
آیډیولوژي پر ځینو نورو ډولونو هم ویشل کيږي: لکه چپ لاسې، ښي لاسې، مذهبي، افراطي، مترقي….
عبدالکریم سروش د آیډیولوژۍ په باره کې وايي: آیډیولوژي د هغو مفکورو او باورونو مجموعه ده چې آساساً غیرمعرفتي دي خو د معرفتي پدېدې په بڼه ځان را ښکاره کوي.
سروش په پنځو برخو کې دا مثالونه راوړي:
۱- سوفیسطایان.
۲- ایمان.
۳ میتا فزیک.
۴- اخلاق او ارزښتونه.
۵- د سیاسي ګوندونو آیډیولوژي.
په لرغوني یونیان کې سوفسطایانو په استدلال او منطق کې د چل ول په واسطه هڅه کوله خپل نظر سم او د بل نظر ناسم وښيي. نو دوی د حق او باطل پروا نه لرله بلکې د دښمن د ماتولو په فکر کې و. دلته دلیلونه نه بلکې ګټې سره په ټکر کې وې.
ایمان د فکر له جنسه نه دی بلکې د ارادې له جنسه دی. ایمان د سموالي او ناسموالي په تله نه تلل کېږي، بلکې د غښتلتیا او کمزورتیا په تله تلل کېږي. نو کله چې مثلاً د جبري او قدري متکلمان د یو بل پر وړاندې دلیلونه راوړي، په حقیقت کې د دوی ایمانونه سره جنګ کوي نه دلیلونه.
د کانت په نظر ځینې مفاهیم دي چې په عقلي استدلال یې اثبات یا ابطال ناممکن دي مثلاً د جبر او اختیار مسأله، د نړۍ د محدودوالي یا نامحدودوالي خبره، او یا د عالم د حدوث او قدوم مسأله. نو کله چې څوک پر داسې مسایلو له چا سره د استدلال جنګ کوي، دا د دوی د ذوقونو تر منځ جګړه ده نه د دلیلونو.
اخلاقي ارزښتونه هم په اعتبارې چارو کې حساب دي چې څوک یې سموالی یا ناسموالی نه شي ثابتولای. دا په ټولنو پورې توپیر کوي نو که څوک خپل اخلاقي ارزښتونه ښه او بل ارزښتونه بد ګڼي دلته اصلاً د کلتورونو ترمنځ جګړه وي نه د دلیلونو.
همدارنګه سیاسي ګوندونه چې کله د یو بل پر ضد دریځ نیسي، هر یو د ځان ښه او مقابل لوري بد وايي دا په حقیقت کې د واک پر سر جګړه وي نه د ښه والي او بدوالي تر منځ.
نو د سروش په باور دا ټولې ایډیالوژیکي چارې دي ځکه چې ظاهر یې یو شان (معرفتي) وي خو په اصل کې غیرمعرفتي منشأ او موخه لري. د ایډیالوژۍ خاوند ته ځان سم، حق او کامل ښکاري او بل ورته ناسم، باطل او ناقص معلومېږي.
ډیر عالي بحث او مجلس مو کړئ، ټوله ژوندي اوسئ