د ټاکنو کمیسون له لوري د جمهور رئیس په توګه د ډاکټر اشرف غني احمدزي اعلانیدو له امله خپله ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ته،د بدلون او دوام ډلۍ ټولو غړیو، د افغانستان ټول ملت او په ځانګړې توګه هغه کسانو ته،چې د خپلو وینو په بدل کې د رایو اچونې په بهیر کې ګډون کړی وو.
دالله دربار ته لاسونه لپه کوم،چې د ښاغلي احمدزي په مشرۍ راتلوونکی حکومت د افغانستان د تل پاتې سولې او با ثباته افغانستان لامل شي .
هیله مندیم،چې په راتلوونکې حکومت کې د اداري فساد د لمنځه وړلو او د امنیت د تامین کولو په موخه بنسټیز کارونه ترسره شي،ترڅو افغانستان په دغه برخه کې له بدبختیو څخه وژغورل شي.
زه د نړیوالې ټولنې او جلالتماب جمهور رئیس حامدکرزي څخه د زړه له کومې مننه کوم،چې ټاکنیزو نندرو ته یې د پای ټکې کېښودلو په موخه نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړې .
سره له دې،چې د نندرو د پای ته رسولو په ترڅ کې شوې هوکړه لیک له امله د یموکراسۍ،ولسواکۍ او ټاکنیزې خپلواکۍ ته زیان ورسیدو،خو ستونزو د پای ته رسیدو له امله په یاد هوکړه لیک خوښ یم.
یو خل بیا د ولسمشر په توګه ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي او ټولې ډلې ته یې د هغه د بریالیتوب له امله مبارکي وایم.
درنښت
عبدالمجید خوږیاڼی
د میدان وردګو والي