دا رښتیا خبره ده چې تاریخ تر هر څه ښه قضاوت کوي، جعللي شخصیتونه تر مرګ وروسته هیریږي،  خو د شهکارونو او د لوړو فکرونو خلک بیا تاریخ نه هیروي!
د نړیوالې ټولنې د راتګ سره چې موږ تر ټولو لوی تاوان وکړ، هغه دا چې ملي ګټې مو هیرې او ځانې موقف خوښونه مو وکړه!
د پر مختللي هیوادونو په ابادۍ کې د ملي او پر هیواد مئینو خلکو رول تر هر چا ډير وي.
خو زموږ د هیواد اوسنی رنځ هم د هیواد سره د مینې کمبوت دی!
زه دلته د کوم خارجي وګړي څخه ګیله نه کوم،  ګیله مې د خاورې د مالک څخه کیږي چې تا خپل ګران هیواد ته د مور خوږه مينه ورنکړه او نه مو دا خاوره دغه ملت ته د مور په نوم ور وپیژندله!
دا چې بحث راڅخه بلې خوا ته ولاړ نشي،  خبره مې  د دې وطن رښتیني بچي د ډاکتر نجیب کوله!
 زه د تېر حالت ښه او بده خبره داسې کوم،  داود خان غوندې په وطن میئن شخصیت چې چا شهید کړ ، هغوی  دغه وطن یتیم کړ او ملت سره یې ستر خیانت وکړ!
تر دې خبرو به هم تیر شم.
 خو هغه څوک چې د جهاد دعوه ګیر ول،  هغوی دغه افتخار په خپل ځاني واک او قدرت بدل کړ او د دغې وطن د لوړو ګټو لپاره یې یو محکم او ګډ حکومت جوړ نکړ!
د جهاد مالکان هغه څوک دي چې هغوی خپل سرونه  د وطن ساتنې په لاره کې قرباني کړل!
اشتباهات ،اشتباهات دي وَلَوٌ که هغه هرې ډلې کړي وي،  ځکه اشتباهات د دواړو ډلو نه شوي دي!
نو د داکتر نجیب الله دا میړانه هیرول هم نه دي پکار،  چې د سولې لپاره یې د دغې ملت خلکو ته واک پرېښود، نو همدا خبره مې کوله چې داکتر نجیب الله ورځ تر بلې په ولس کې محبوبیت پیداکوي.
       د هیواد پالو شخصیتونو په هیله
4 thoughts on “ډاکتر نجیب د تاریخ په حافظه کې | سردار محمد همدرد”
  1. سلام
    وایی چی لہ کلی ووخہ خو لہ نرخہ مہ وخہ۔ راخی چی عا دلانہ قضاوت وکرو او ھرخہ د یوی خانگری جھان بینی پہ ترازو کی وخیرو مھمہ نہ دہ چی خوک دی او جا پوری ارتباط لری خکہ دملت او ھیواد شتون لہ ھرخہ مخکی اولو یت لری
    پہ یوہ تولنہ کی سولہ ، امنیت کرکیچ او پرمختگ دیر اھمیت لری ۔ دلتہ بہ لہ نورو تیر شو یوازی پر ھغہ کم بود باندی بہ خبری وکرو چی د اماتورو کمونستانو لہ خو افغانستان تہ راغی ۔زہ پہ شخصی توگہ لہ نجیب اللہ سرہ ھیخ ستونزہ نہ لرم او زہ نہ وایم بلکی تاریخ،فرھنگ ، معلومات ،ولس وایی چی ھغہ یو کمونست پرچمی وہ پہ نجیب گاو باندی مشھورہ وہ دارالحکومت منی چی یو با ایمانہ ولس تہ بھرنے سندرہ راورہ او بیایی پہ زورہ عملی کرہ کمونست زموز خاورہ کی ھیخ دول اعتبار نہ لری خکہ د افغانستان د تباھی او بربادی سبب شول او لا توفان یی دوام لری
    تاریخ او د تاریخ حافظہ ور باندی شرمیزی ممکن تاتہ پورہ پتہ نہ وی زموز ھدف دلو مقایسہ نہ دی بلکی د پیڑندگلوی خبرہ دہ دیر امکان لری چی زما تبصرہ پہ کمونستانو بدہ ولزیزی خو دا حقیقت دی چی پتیدای نشی

  2. لیکوال صاحب د دې لیکنې ضرورت څه و؟
    بېچاره په قبر کې هم نه پرېږدئ. غواړئ چې هم هغه په خلکو وښکنځئ او هم تاسو (همدرد) خپل ځان متنازع کړئ

  3. ګران ورور همدرد صاحب غواړی د هر چا په وړاندی همدردی وښئی
    دا کار شاید د اخلاقی نظره کوم نا مناسب عمل نه وی خو د حقوقی نظره د ستونزو سره مخامخ کېدونکی دی
    یو څوک د حقوقی نظره نشی کولای چه هم د غله یا قاتل پر حال اوښکی توی کی او هم د مقتول پر حال
    بله خبره داده چه تاریخ یو بایسکل یا یو چنګاښ ندی چه مثلاً د قضاوت توان ولری بلکه د تاریخ قضاوت مانا د خلګو قضاوت
    زه پدې عقیده یم چه موږ او خلکیان او پرچمیان او اخوانیان او مُچاهدین او مجاهدین او….ټول د یوې موری زامن ؤ او زامن یو دا چي ستری ستری تېروتنی مو کړیدی بېله خبره ده کولای شو د تېرو کړنو سره د مطلق غوڅېدنی په صورت کی بیرته د خپلی مور د تودې لمنی لاندی سره پُخلا او د ورورۍ لاسونه سره ورکو منتهی دا کار یوې ستری روحی او فکری قربانی ته اړتیا لری چه البته سخت کار به نه وی که وغواړو
    امّا د نجیب په هکله
    کوم دوست ته می ویل چه د شوروی او افغان کمونسټ ګوندونو زموږ د خلګو سره د لسو کالو په اوږدو کی دوه ستر خیانتونه وکړه
    لومړی خیانت ئې د غیر قانونی او غیر اخلاقی او غیر علمی لیاری د قدرت غصب او بل خیانت ئې د قدرت خوشی کول وه
    نجیب او ګوند ئې هغه څه چه څوارلس کلونه وروسته تر خولې را ایستل فقط پنځوس سلنه ئې د د ثور پر اوومه تر خولې را ایستلی وای ممکن د اوضاع د څرنګوالی په هکله کوم کیفی بدلون تر سترګو شوی وای
    زموږ د روشن فکرانو ستونزه داده چه تفکر او تصمیم ئې تر وخت ډېر مخکی یا ډېر وروسته دی
    په هر حال د نجیب او نجیب غوندی کسانو تحسین او لمانځنه زموږ د نن ورځ د بېشماره دردونو څخه یو درد هم نشی دوا کولای
    نجیب نور د تاریخ د تورو کونجونو یوه برخه ده دې تورو کونجونو ته پناه وړل به موږ د راتلونکی رڼا د نعمت څخه بې برخی وساتی
    وروستۍ خبره
    که زه مثلاً د همدرد صاحب د اخښی جیبونه ور تش او یوه تحقیر آمېزه څاپېړه هم ورته ډالۍ کم او بیا څو کاله وروسته د مجبوریتونو له کبله نوموړی کس پر مخ مچ او بخښه ترې وغواړم نو آیا زه به یو ملی او انسانی او افغانی نابغه وګڼل شم؟
    نه، په هیڅ توګه
    زه به همهغه یم چه وم
    زه د هیڅ حقوقی او اخلاقی قوانینو په وړاندی د برائت تر لاسه کولو توان نلرم

  4. past is past/talk about the present and future.PUT X on inqilabi&jihaadee
    look for a solution for the current war.
    only afghans can bring peace to the country.
    if talibs want peace/peace is not with america/russia/iran/pakistan./india/saudi….

    they want our minerals/water /opium and marwana.
    our elders looking for pocket money/
    but every day our brothers killed in the war.
    thank you

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *