تاند- راپورونه وايي، ولسمشر محمد اشرف غني خپل جګپوړی سلاکار ډاکتر همایون قیوم د مالیې سرپرست وزیر ګومارلی دی.
ښاغلی قیومي به سبا /سې شنبه/ د سرپرست وزیر په توګه د مالیې وزارت ته معرفي شي.
تراوسه څرګنده نه ده چې نوموړی به کله د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.
ډاکتر قیومي، چې په اقتصاد کې لوړې زده کړې لري، ولسمشر غني ته نژدې او د باوري کس دی.
نوموړی ۳ کاله پخوا د ولسمشر غني له لوري د بنسټي تاسیساتو په چارو کې سلاکار ټاکل شوی و. خو تر دې وړاندې د امریکا د کلیفورنیا د سن جوز پوهنتون ريیس و.
ډاکتر قیومي وروسته له دې د مالیې سرپرست ټاکل کېږي چې د مالیې پخواني وزیر اکلیل حکیمي استعفا وکړه.
د حکیمي د استعفا اصلي دلیل لا هم څرګند نه دی خو ده دوې اوونۍ مخکې په یوه خبري غونډه کې د خپلې استعفا دلیل کورنۍ ستونزې وبللې.
حکیمي د ولسمشر سلاکار ټاکل شوی دی.