ډاکتر وحید ارین

د زدکړو د ډگر او عملي کار غوره بیلگه

(د ملګرو ملتونو«نړیوال اتل»جایزې ګټونکی)

«که یو کلن ثمر غواړې، غنم وکره!

که لس کلن ثمر دې په کار وي، ونه کینوه!

که د سل کلن ثمر ته په تمه یې خلک وروزه!»

(کنفوسیوس)

پر افغانستان باندې د جگړې سونامي نه رازیږیدلې گڼې نورې سونامي گانې راغلې او زموږ ټولنه یې له هره اړخه وځپله، زموږ د ټولنې او هیواد د ټولو برخو بنسټونه یې ویجاړ کړل په تیره ښوونه او روزنه چې پایله یې زموږ د هیواد د څلورو نسلونو بې سواده یا کم سواده پاتې کیدل و؛ خو له دې ټولو نا خوالو سره، سره زموږ نوی نسل د زدکړو لیوال و او دی او هر کله او هر چیرې چې ډیره لږ امکانات هم ورته برابر شوي دي، له هغو نه په استفادې سره یې، پر ځان هر رنگ زحمتونه گاللي دي او د نوي عصر نویو زدکړو ته یې د خپل ټـټر او ذهن کتاب پرانستی دی او زدکړې یې کړې دي، چې یوه غوره بیلگه یې ډاکتر وحید آرین دی.

ډاکتر وحید آرین نه یوازې د خپل نسل او هیواد له پاره ویاړ دی، بلکې د ټولې نړۍ له پاره د ویاړ او خدمت ښه مثال گرځیدلې دی. ډاکتر وحید آرین د افغانستان د جگړو په بټۍ کې زیږیدلی دی او د جگړې هر راز نا خوالي یې لیدلي دي او له همدې اور نه په تیښتې سره یې ځان انگلستان ته رسولی دی،خو نه داسې لکه ځینې کسان چې د زدکړو په ځای د څو پیسو د پیدا کولو په موخه خپله ځواني او انرژي او د زدکړو فصل په فزیکي کار تیروي. ډاکتر آرین د پیزاري او ټکسي پر ځای پوهنځي او زدکړو ته مخه کړه او د ځانگړي استعداد په کارولو او د زحمتونو په گاللو سره،د معتبرو پوهنتونون دروازې ور وټکولې، ور ننوت او ډک لاس ورنه راووت او داسې ډیگریانې یې تر لاسه کړې چې اوس نه یوازې خپلو هیواد والو ته، بلکې ټول بشریت ته د خدمت جوگه دی او د ټول بشریت د تداوۍ په فکر کې دی.

ډاکتر وحید آرین د آنلاین شبکو په خاصه توګه د سکایپ له لارې په جگړه ځپلو هیوادونو کې، په ځانگړي ډول افغانستان کې د ناروغانو درملنه کوي.

د ډاکتر ارین د خدمتنونو په پار ملګري ملتونو ده ته «د ملګرو ملتونونړیوال اتل» جایزه ورکړه چې تر دې وړاندې بل برتانوي یا افغان دغه جایزه نه ده ترلاسه کړې. ډاکتر ارین یو له هغو شپږو کسانو دی چې د ملګروملتونو ښوونیزې، علمي او کلتوري څانګې، یونیسکو د “افراطیت او نه زغم پر وړاندې د نړیوال کمپاین”اتلان پېژندلي.

زما (د دې کرښو لیکوال) له پاره، د افغانانو له پاره او لا د ټولې نړۍ له پاره دا ویاړ دی چې له داسې جگړه ځپلې ټولنې نه داسې یو استعداد او د فکر خاوند سر راپورته کوي، چې د فکر په دایره کې یې ټول بشریت ځایدلای شي.

د بي بي سي په یوهراپور کې د ډاکتر آرین په باب داسې راغلي دي:

«زما هيله تل همدا وه چي ډاکتر شم، چې لومړی خپلې کورنۍ بیا افغانستان او جګړه ځپلو سيمو ته خدمت وکړم. ډاکتر وحید ارینچې د برتانیا په لیورپول ښار کې د راډيولوژۍ متخصص په توګه کار کوي، د ټېلي هيل Teleheal په نامه یو پروګرام پیل کړی چې د نورو ډاکترانو په مرسته د سکایپ له لارې په نورو هېوادونو او افغانستان کې ډاکترانو ته د دماغي ناروغیو، ټکرونو او نورو بېړنیو ناروغيو په حالاتو سلا مشورې ورکوي.

نړیوالو ته ځکه د ډاکتر ارین لاسته راوړنې د پام وړ دي چې له یوه جګړه ځپلي هېواده په ۱۵ کلنۍ راوتلی او اوس چې ۳۳ کلن دی د نړۍ یو له پېژندل شویو مرستندویه څېرو کې دی چې د سلګونو کسانو ژوند یې ژغورلی دی.

تراوسه د “نړیوال اتل” جایزه یوازې ۱۰ کسانو ته ځانګړې شوې چې ډاکتر ارین یې یوازینی برتانوی او افغان ترلاسه کوونکی دی.»

ډاکتر آرین له نوې تکنالوژۍ نه په استفادې سره د سکایپ په کارولو په نورو هیوادونو کې له هغې ډلې په خپل پلرني هیواد افغانستان کې، ډاکترانو ته د ناروغانو د تداوۍ له پاره مشورې ورکوي.

ډاکتر آرین له امریکا غږ پښتو سره په د یوې مرکې په ترڅ  کې د خپلو زدکړو او کارونو په باب خبرې کړې دي چې لنډیز یې داسې دی:

ــ پنځلس کلن وم چې انگلستان ته راغلم او دکار تر څنگه مې زدکړې هم کولې،

ــ زه ځان ډیر نیکمرغه گڼم چې د نړۍ په ډیرو معتبرو پوهنتونو(کیمبریج، هارورد او اِمپریال) کې مې زدکړې کړیدي،

ــ بشریت ته د لوړ خدمت په پار دا فکر راته پیدا شو چې د نړۍ د ډیرو پوه متخصصینو علمي پوهه د جګړه ځپلو هیوادونو له ډاکترانو سره شریکه کړم او د مشورو له لارې د نوې تکنالوژۍ په مټ د ناروغانو درمانه وکړم،

ــ دوه کاله مخکې مې د «آرین ټېلي هيل ــ Teleheal»خیریه موسسه جوړه کړه چې د همدې موسسې له لارې د غربي ډاکترانو پوهه او تجربه د جگړه ځپلو هیوادونو له ډاکترانو سره شریکوو. زموږ په کاري گروپ کې د د امریکا، کانادا او انگلستان هیوادونو تر سلو ډیر متخصصین همکاري کوي،

ــ دا کاري گروپ د نوې تکنالوژۍ پرمټ د جگړه ځپلو هیوادونو ډاکترانو ته د ناروغانو د درملنې له پاره مشوره ورکوي،

ــ زه (ډاکتر آرین) د ملگروملتونو د دې جایزې مبارکي ټولو افغانانو ته او ټولو هغو کسانو ته ورکوم چې د بشریت له پاره کار کوي او زحمت باسي،

ــ د انترنت له لارې د طبابت فکر څلور کاله مخکې راته پیدا شو او په دې ډول و توانیدم چې د غرب د ډاکترانو نظریات د جگړه ځپلو هیوادونو ډاکترانو سره شریک او هلته په گډه سره د ناروغانو درملنه وکړو،

ــ کوم ډاکتران چې له موږ سره همکاري کوي د غږ، ویدویو یا تکست له لارې په ټاکلو هیوادونو کې له ډاکترانو سره خپل نظریات شریکوي،

ــ د کار نوښت په دې کې دی چې دا کار چې موږ پیل کړی دی، دا داسې نوښت دی چې مخکې له دې چا دا کار نه وو کړي،

ــ موږ د اوس له پاره د افغانستان، سورې او عراق هیوادونو له ډاکترانو سره همکاري لرو،

ــ په افغانستان کې د ذیصلاح مقاماتو په اجازه د کابل، ننگرهار، هرات او کندوز ولایتونو له لویو روغتونو په ځانگړي ډول له عاجل خونو سره مستقیم تماسونه لرو او په دې ډول د هغو له ډاکترانو سره د ټاکلو متخصصینو تجارب شریکوو،

او…

ډاکتر آرین اوس په لیورپول کې د راديولوژي متخصص کارکوونکي په توګه کار کوي او د دې کار تر څنگه یې نوښت دا دی چې ده د تر سلو ډیرو متخصصو ډاکترانو داسې گروپ را ټول کړی چې له ده سره د جگړه ځپلو هیوادونو د ناروغانو درملنه کوي،

زه د ډاکتر وحید آرین زدکړې، عملي کار او روانه تجربه، د اوسني نسل له پاره او د راتلونکو نسلونو له پاره یوه داسې غوره بیلگه گڼم، چې باید اوسنی او راتلونکي نسلونه یې، د نوي ژوند د جوړیدو په خاطر او د علم د تر لاسه کولو او د تکنالوژۍ له کاروان سره د یو ځای کیدو په هیله،لاره تعقیب کړي او د ډاکتر وحید آرین پر لاره پل کیږدي او مخکې ولاړ شي.

د افغانستان د ډیرو ستونزو د حل یوازینۍ لاره په همداسې انساني روحیه باندې د نوي نسل روزل دي لکه ډاکتر ارین. که ډاکتر ارین د نوي نسل د روزلو د یوې غوره بیلگې په ډول په نظر کې ونیول شي، او همدا لاره تعقیب کړای شي، نوی نسل او د نوي نسل د روزلو د نهضت پلویان کولای شي خپلو موخو ته په ښه وجه ورسیږي او د وطن نوی نسل د وطن د ښیرازۍ له پاره په ښه انساني او علمي ډول وروزي.

«که یو کلن ثمر غواړې، غنم وکره!

که لس کلن ثمر دې په کار وي، ونه کینوه!

که د سل کلن ثمر ته په تمه یې، خلک وروزه!»

(کـنفـوسیوس)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *