د طالبانو د رژیم له نسکورېدو سره سم د افغانستان د راتلونکې د ټاکلو لپاره د بن کانفرانس راوبلل شو ، په دې کانفرانس کې د امریکا او ملاتړو لخوا یې د هغه چوپړ او مرستو په بدل کې چې د شمال ټلوالې د امریکا او د امریکا له ملاتړو سره وکړي او پر افغانستان د برید ټولي زمیني یې ورته برابرې کړي په مقابل کې د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو له خوا یې یادې ټلوالې ته پریمانه کریډیټ ورکول شو . د ټلوالې واکمنۍ د هېواد پر سیاسې ، نظامې او کلتورې فضا خپلې وزرې وغوړولي . کلیدې وزارتونه ، ریاستونه اوپوسټونه یې په خپله ولکه کې واخستل .
د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې د ټلوالې جنګسالاران تر ستوني وپړسول د حکومت پر ټولو چارو یې خيټه واچوله . ان هماغه له پیله د هېواد ستر ټبر پښتانه او ځینو نورو پرګنو ته خپل حقوق ورنه کول شول او په هر ډګر کې بې برخې پاتي شول که چا به د پښتو پوښتنه کوله د مرګ کومې ته به پریوته یوه بېلګه یې چې د لنډغرو لخوا د پښتو قرباني شو د وخت د پلان وزیر حاجی قدیر ترور وو.
د طالب رژیم له نسکورېدو تر دا مهاله د هېواد واګي په ټلوالې پورې منحصري پاتي شوي ، جمهوررییس حامد کرزې هم د خپلې واکمنۍ په دوران کې د دې لنډغرو تر پوره اغیز لاندې پاتي شو او تر ډیره یې پر همدوی تکیه وکړه په ریښتونې ډول یې د پښتنو استازیتوب ونه کړ.
دې حالاتو همداسې دوام وموند د ولسمشر حامد کرزې دوهمه دوره په پای ته رسېدو شوه د قانون له مخې د نوې جمهوررییس د ټاکلو لپاره د ټاکنو نیټه اعلان شوه تر څو د حامد کرزې وروسته د ارګ چاري سمبال کړي ، د نوماندانو تر منځ د لومړې پړاو ټاکنو کې هیڅ یو کاندید پنځوس جمع یو رایي ترلاسه نه شوې کړاې د ټاکنو د قانون سره سم ټاکنې دوهم رونډ ته لاړي .
د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنې د ټولو ننګونو سره سره تر سره شوې افغانانو په سختو شېبو کې رایي وکارولي ټول امنیتي چیلینجونه یې مات کړل د سر په بیه یې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړه ، ټاکنې تر سره شوې د ټاکنو په لومړۍ ورځ د عبدالله ټیم له لورې د ټاکنو شفافیت هغه مهال تر پوښتنو لاندې راغې کله چې د ډاکټر اشرف غنې احمدزې په احتمالي بریا وپوهیدل څو ورځې وروسته چې کله د اصلاحاتو اوهمپالنې د ټیم ناکامې یقینې شوه نو ډاکټر عبدالله د پایلو د منښت لپاره کمیسیون ته شرطونه وړاندې کړل د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رییس ښاغلې ضیاالحق امرخیل د برطرفۍ غوښتنه یې وکړه ، کمیسیون یې په درغلۍ تورن کړ د ځینې جعلي ثبت شویو غږونو پر مټ یې خپلو ببولالو او اوتو بوتو ته د مشروعیت ورکولو هڅه وکړه .
هیښوونکې دا ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړې پړاو کې چې ډاکتر عبدالله مخکې وو هر څه سم ول کمیسیون هم خپلواک وو امرخیل باندې هم هیڅ ډول نیوکه نه وه بلکې د عبدالله له لورې د ټاکنو دواړه کمیسیونونه وستایل شول ، په دوهم رونډ کې چې عبدالله خیل بایلونکي دي هماغه کمیسیون او کارکوونکي یې چې ده ښاغلې ستایلي ول پریکون یې ورسره وکړ او د انتخاباتو له دواړو کمیسیونونوسره یې پریکون اعلان کړ په کابل کې یې نمایشې لاریون وکړ تر څو د ټاکنو کمیسیونونه تر فشار لاندې وساتي او خپلې ناولي غوښتني پرې ومني . سره له دې چې د ملګرو ملتونو استازو او د ټاکنو څارونکو دوهم رونډ له لومړې هغه شفاف وګڼه .
دا هر څه اخر د څه لپاره ؟
لکه مخکې چې ورته اشاره وشوه دا هر څه لنډغرې ټلوالې د واک او قدرت جنون او د خپلې واکمنۍ د دوام په موخه په کار واچول ، د شمال ټلواله د ښاغلې اشرف غني احمدزې د ټیم څخه سخت په ویره کې ده ، د اشرف غني احمدزې د ټیم جوړښت دشمال د لنډغرو د واک پای دي . د اشرف غنې احمدزې ټیم د دې ټلوالې د ټغر ټولو مټې بډ وهلي ، د پښتنو او ازبکانو ایتلاف د عبدالله خیلو لپاره یوه ستره ننګونه ده ، له بل لورې ولس د تحول او تداوم تیم ته په دې پار رایه ورکړه چې د سازشیانو حکومت ته د پای ټکی کیږدي ، ملت چې د پنجشیر له دیارلس کلنې واکمنۍ تنګ راغلي ښاغلې غنې یې د همدې لپاره په رایو غني کړ چې ملت له دې ښامارانو وژغوري او له سیاسې ، نظامې او فرهنګې دګرونو یې څادر وڅنډي ، د عبدالله د سازشیانو ټیم د دې ټولو عواملو په نظر کې نیولو سره او په سیاسې دګر کې د خپلې بقا لپاره هره ممکنه وسیله په کار اچوي . د ښاغلې غني حکومت مني خو په نوې حکومت کې خپله ونډه غواړي خو له بل لورې ملت له اشرف غني او له ټیمه یې غواړي چې نور له سازشیانو سره معامله ونه کړي . دا ټول ګواښونه او چیلینجونه د شمال ټلوالې په وجود کې اخرۍ سلګۍ دي او د دې وطن پلورې ټلوالې پر تابوت به د همیش لپاره میخونه ټک وهل شي که خدای کول د لنډغرو جنازه به ډیر زر د سیاست له ډګره ووځي .