ټاکنيزې ستونزې زياتې وې، خو ښه شول چې بريالي راووتئ. ستاسو د ملي، سيمه ييزو او نړيوالو هر اړخيزو ستونزو د برياليتوب په هيله. الله تعالی مو هېواد، سيمې او نړيوالې ټولنې ته په خير تمام کړه
ډاکټر صاحب ،
تاسو او ټولو هېوادوالو ته د لوی اختر او هم درته د ولسمشرۍ مبارکي وايم. ښه شوه چې د ټاکنو ستونزه حل شوه او دې جنجال ته د پای ټکی کېښوول شو. په دې هيله چې ستاسو په راتګ سره ټولنې ته يو څه نسبي اجتماعي عدالت راشي. ((اعدلوا هو اقرب للتقوی)) برابره خبره ده چې هر څوک وي بايد له ښه سلوک، اجتماعي عدالت او له خپلو روا او مشروع حقوقو څخه برخمن شي
ډاکټر صاحب ،
هيله ده چې پر خپل ولس او ټولنه باندې زړه سوانداو مهربانه اوسئ. پر خپلو خلکو باندې رحم وکړې الله تعالی به پر تاسو باندې رحم وکړي. که ته پر دوی مشفق اوسې، نو الله تعالی به پر تاسو مشفق اوسي. د خلکو او د بيت المال ساتندوی اوسې. که تاسو د دوی ساتنه وکړه الله تعالی به ستاسو ساتنه وکړي. هېواد جوړونه او ښه مديريت څه اسانه خبره نه ده، ولې ښه پخه اراده غواړي.
ډاکټر صاحب ،
نن له سياسي خپلواکۍ نه اقتصادي خپلواکي زيات اهميت لري. ولې نه سياسي خپلواکي ښه ده، خو چې سړی پر خپلو پښو ولاړ وي. پر خپل ځان بسا او متکي وي نه دا چې پر نورو بار وي. په دې هيله چې د سياسي خپلواکۍ تر څنګ اقتصادي خپلواکي هم ولرو. دا به لږ وخت وغواړي، خو ستاسو د ښه مديريت په وجه به دا هم تر لاسه کړو. که په حکومت کې پراخ بنسټيز اصلاحات راشي. کار اهل کار يا مستحق ته وسپارل شي او يوه ښه سالمه اداره او ښه مديريت رامينځته شي، نو ان شاءالله چې موږ په راتلونکې کې پر خپلو پښو ودريږو او له نړيوالې ټولنې نه به بسيا شو. دا هله چې مو ښوونه او روزنه سمه شي. زموږ د بيا رغاونې چارې سمې پرمخ ولاړې شي. د اوبو او زراعت سيستم زموږ سم شي. کانونه مو په فني او مسلکي توګه تر کار لاندې ونيول شي. ګمرکي عوايد مو روښانه، ترانزيت مو سم او راکړه ورکړه مو ډېره شي.
ډاکټر صاحب ،
تاسو په نړيواله کچه د ښه مديريت او ښه سمبالښت خاوند ياست. په دې هيله چې د ګران هېواد چارې لا پسې ښې سمبال شي. د خلکو او بيت المال منقول وغيرمنقول شتمني هغه چې لوټ شوي وي او يا غصب شوي وي د قانون په مټ بيرته خلکو او بيت المال مسترد شي. په حقوقو کې بايد د چا مراعات ونه شي او حق حقدار ته ورسيږي. په دې هيله چې تاسو پر خپلو ژمنو ثابت پاتې شئ، پرته له شکه چې الله تعالی به ستاسو ساتونکی او مددګار وي.
ډاکټر صاحب ،
وطن د ټولو افغانانانو ګډ کور دی او په ګډه ابادول غواړي. سولې ته هر اړخيز کار وشي. نړيوالې مرستې بايد منسجمې او د حکومت له ليارې ولګيږي. پراخ بنسټه پروژې په کار واچول شي. پر قضا، ښوونه او روزنه، امنيت او پوځ باندې له هر اړخيز پلوه کار وشي چې له سياسي نفوذه خالي شي او پر ملي روحيه وروزل شي. ټولو پرګنو او احزابو ته په حکومت کې برخه ورکړل شي چې د محروميت احساس ونه کړي. له مخالفينو سره د سولې پرېکنده، مثبتي او ګټورې خبرې وشي. د پرديو له ملاتړه به ورته په سياسي بهير کې ګډون ګټور وي نه دا چې د نورو په کورو کې شپې و ورځې سبا کوي.
په پای کې مو برياليتوب غواړم. الله تعالی مو له موږ سره ښو ته مخ کړه او بدو ته شا. په دې هيله چې ګران هېواد افغانستان ته د ښه او بېمثاله خدمت مصدر وګرځئ. ستاسو او د ګران هېواد د سوکالۍ په هيله. په پای کې ستاسو د هغې ژمنې په هيله چې مو ويلي وو :
د دې ملت پر پانګه روزل شوی يم، ځان يې د خدمت پوروړی بولم.
په درنښت
سيدحسين پاچا
عزت مند پاچا صاحب!
مونږ هم ستا پشان دخپلی خاوری او دخپل ټول اولس قرضداره او بايد دا قرض ادا کړو مونږحاضر يوکه قرضدآر خپل قرض وغواړی،نو دواريثينو څخه ئ هيله کوو چه دخپلو نيکونو قرضه زمونږڅخه وغواړي تر خو قرض ادا اوخپله ايماني او وطني ډنډه مو تر سره رسولی وی