د غزنـــــــوي تاریخ روښانه ساته

ګوره ژونـدون د غلامۍ ونه کړې

اشرف غنـــــــي وطن ودانه ساته

ګوره له چا سره زیاتی ونـه کړې

دا د افغان حکومت او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې پر ضد د وسله والې ډلې«طالبانو» له لوري د خپرې شوې ترانې یوه برخه ده، چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ یې ویلې ده.

داسې ښکاري، چې طالبان نور له جګړې او د خپلو ملاتړو له دوه مخییز مکارانه سیاست څخه نهیلي او ستړي شوي دي.

ویل کیږي چې دغه ډله پر پاکستان هم بې باوره شوې چې دوی یې تل د خپل سیاست قرباني کړي او هم یې په دغه هېواد کې طالب لوړ پوړي چارواکي ځورولي، زنداني کړي او وژلي دي.

له دې سره هم مهال داسې اوازې دي چې وسله والو طالبانو د هېواد په جنوبي او شرقي سیمو کې په غیر مستقیمه توګه له ټاکنو ملاتړ اعلان کړی دی او خبر یې وکړی چې هېڅ ولسي وګړی د خپلې خوښې کاندید ته له رایې ورکولو نه منعه کوي.

نه یوازې طالبان بلکې په جګړه کې ټولې ښکېلې غاړې یوازې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په وجود کې د سولې څرک ویني.

یوې باوري سرچینې څه موده وړاندې د طالب چارواکو له قوله ویلي و، چې دغه ډله د دواړو ډاکټرانو له منځه ډاکټر اشرف غني احمدزی له دې امله ښه بولي چې نوموړی د تلپاتې سولې لپاره غوره برنامه او کلکه اراده لري.

د یادې سرچینې په باور، طالب چارواکي په دوه ډلو ویشل شوي، لومړی هغه یې ټاکنو سره مخالف دي او بله ډله یې بیا په دې اند دي، چې که ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانانو ولسمشر شي له دغې ډلې سره به پخوانۍ دښمني بیا را تازه کړي کومه چې د شمال ټلوالې او ملا محمد عمر ترمنځ وه او دا کار به طالبان منزوي او له لا زیاتو فشارونو او تحریمونو سره مخامخ کړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله او ټیم یې د سولې لپاره کوم روښانه میکانیزم او برنامه نه لري او د سولې عالي شورا د ناکامۍ یو علت هم دا دی چې په دغه شورا کې اکثریت د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم غړي دي چې په دې برخه کې نه یوازې پوهه او تجربه نه لري، بلکې اراده یې هم نشته او تل د سولې ضد هڅې کوي. خو د نوموړي سیال ډاکټر اشرف غني احمدزی د حکومت له وسله والو مخالفو ډلو سره د سولې لپاره په یو پراخ او تلپاتې میکانیزم کار کړی.

د ډاکټر اشرف غني په منشور کې راغلي:« سوله د سیاسي ټیکاو بنسټیز رکن دی، د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره هم فکر ته اړتیا لرو او هغه جوړښت ته چې د قانوني بنسټونو په چوکاټ کې دغه خوب په ريښتیا واړوي، زموږ په هېواد کې کلتور او د اسلام د سپیڅلي دین بسنټونه د تلپاتې سولې لپاره فکري زمینې دي.»

«په قران کریم کې د سولې، عفوې او ترحم ذکر د مسلمانانو تر منځ د اړیکو د ټینګولو په موخه تر ټولو مهم اخلاقي ټینګار دی، د الله تعالی له (۹۹) نومونو څخه چې په قران کې یې ذکر شوی ډېری یې د عفوې او ترحم د رېښو لروونکي دي».

د ولسمشرۍ د دغه کاندید په منشور کې زیاته شوې د تلپاتې سولې د ټینګښت بنسټیز اصل د عدالت ټیګښت او د ټولو ټولنیزو او سیاسي ډلو ګډون دی، دا اصل په اساسي قانون ولاړ نظام کې منل شوی او ددې لپاره چې ټولو ته د ګډون او عدالت اصل پیاوړی کوي چې د اصلاح اوتعدیل په پړاو سره نور هم بشپړیږي.

د دې ترڅنګ په طالبانو تکې له محدودو کسانو پرته اکثریت د منځلاريتوب او سیاسي حل لارې په لټه کې دي چې د دې خبرې ښکاره ذبات په دې وروستیو کې د امنیت نسبي ښه کېدل دي.

داسې فکر کیږي کومې چاودنې او وژنې چې د ټاکنو د ترسره کېدو پر مهال کیږي د پاکستان او ایران استخباراتي شبکې یې ترسره کوي ځکه دغه هېوادونه خپلې غوښتنې لري چې په بدامنۍ کې یې د عملي کېدو چانس ویني.

بلخوا د افغان حکومت هغه ادعاوې هم ثبوت کېږي، چې پاکستان سوله خوښي طالبان وژني، بندیانوي یې او یا یې له صحنې په یوه او بل نوم وژني. که په ټیټه او یا کمه اندازه دا شان طالبان موجود وای، نو موضوع به دومره نه پراخېده، خو ښکاري چ یوه لویه برخه طالبان سوله خوښوي او دا بل ثبوت دی چې دوی د دوو کاندیدانو ترمنځ یې په یوه لاس ږدي او که رایه ورنکړي، نو حد اقل په مقابل کې به یې له مخالفت لاس واخلي.

که وسله وال طالبان د پورته انګیرنو په څېر عمل وکړي او په ټاکنو کې د بد امنۍ مخه ونیسي او خپله هم د تشدد لاره خپله نه کړي، نه یوازې د دوی په ښه نوم به تمامه شي بلکې د یوه سوله ییز افغانستان په رامنځ ته کېدو کې به یې مرسته کړې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *