ځوان افغان په دې باور دی چې ګران افغانستان د خپل سوق الجیشي موقیعت او ارزښت له مخې د پاڼ او پړاګ منځ کې را ګېر دی، حساسو شرایطو ته په کتو د ملي رهبر تشه احساسیږي.

داسې رهبر چې نوي فکر، سمون او رغون ته کار وکړي، د افغانستان ابادۍ ته کار ووايي، دامنیت،ثبات او اقتصاد د ښه والي لپاره طرحې وړاندې کړي، ولسي او ټولنیزو تړونونو ته د ژمنتیا له مخې ولس په غېږ کې ونیسي.

د تېرې دوشنبې په ورځ ګڼ شمېر افغان فرهنګپالو، لیکوالو او ځوانو ژورنالېستانو په همدې موخه د افغانستان یوې لویې هستۍ، ملي ګټو ته ژمن او با احساسه مشر پوهاند ډاکټر انوارالحق احدي سره وکتل.

دغو ځوانانو په خپلو خبرو کې د افغانستان وضیعت تر بل هر وخت زیات کاواکه او د اندېښنې وړ وباله او وېې ویل چې روان له کړکیچه ډک وضعیت ورته د زغملو وړ نه دی.

د غونډې ګډونوالو یادونه وکړه چې وروستیو امنیتي او غیر انساني پيښو وښوده چې اوسنۍ حکومت په خپلو داخلي اختلافاتو بوخت دی، له ولس سره یې واټن په زیاتیدو او حق په کې حقدار ته نه سپارل کیږي.

ګډونوالو له ښاغلي احدي څخه وغوښتل چې ځوانانو ته فکري روزنه ورکړي او هم د رسنیو ترمنځ د همغږۍ په رامنځ ته کولو کې د ملي مشر په توګه خپله ونډه ترسره کړي.

د دې غونډې برخه والو پر ښاغلي احدي غږ وکړ چې په خپلو علمي او عملي پروګرامونو سره د ولس په څنګ کې ودریږي.

ښاغلي احدي د ځوانانو پوښتنو ته جلا جلا ځوابونه وویل، په ټولنه کې یې د ژورنالیستانو او لیکوالو په ارزښت وینا وکړه او ژمنه یې وکړه چې هره میاشت به یو ځل له روڼ اندو، ژورنالیستانو او لیکوالو سره غونډه را بولي او نظریات به سره تبادله کوي.

ښاغلي احدي وویل: ځینې رسنۍ شته چې یو شمیر مشرانو پسې پروپاګند کوي، غواړي له دې لارې خلکو ته ناسم معلومات وړاندې کړي چې د خبرو په تحریف سره به ونه شي کولی د خپلو ملي مشرانو پر وړاندې د خلکو ذهنونه بدل کړي.

ځوانان د پخوانیو وختونو په خلاف په دې پوهېدلي چې دوی د ملي شخصیتونو روزنې،ملاتړ او تجربو ته اړتیا لري چې په رڼا کې یې خپلې مبارزې ته ښه لوری ورکړي او په ګډه یو ښیرازه، سولییز او اباد افغانستان رامنځ کړي.
ښاغلي احدي دا هم وویل نوی حکومت د ولس د تمې خلاف کړنې ترسره کوي چې د ملي وحدت له نوم سره په مغایرت کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *