حتماً یې ولولئ ترڅو زموږ له درده هم خبر شئ!
له کلونو راهیسې ډاکټر یم، کله چې د وظيفې په جریان کې د خپلې ټولنې او خلګو له غوښتنو او شکایتونو سره مخامخ کیږم نو زړه ډک ورڅخه تېر شم، اما نن په دې هکله ضرور لیکم او خپل زړه تشوم.
د یوه انسان د ژوند سمبالول او دهغه درملنه آسانه نه ده، یو ډاکټر باید د اوو کلونو لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړي، د محصلیې او لیلیې د ټولو محبوریتونو تر څنګ سلګونه ازموینې تیرې کړي چې هره ازموینه یې د شپو شپو بی خوبی او تشویش له ځان سره لري، تر څو له طب پوهنځی فارغ او د طب لسناس شي، د نورو پوهنځیو په نسبت د دوه چنده تحصیلي دورې بوج او بار زموږ په نصیب دی.
د لسانس سند په تر لاسه کولو هیڅکله یو ډاکټر ددې جوګه نه وي ترڅو د انساني ژوند پالنه وکړو نو ځکه له دې مرحلې تر تېرېدو وروسته باید د بل بار پورته کولو ته تیاری ونیسو ، باید تخصص وکړو تر څو رښتیا هم ډاکټر شو، بیا همغه زړه د محصلۍ دوره تکرارېږي، بیا باید شپه او ورځ پر ځان یوه کړو تر څو د تخصص امتحان ته تیار شو، باید د اته زره افغانیو په بدل کې شپه او ورځ وځغلو، هره میاشت بې شمېره نوکریوالی ورکړو، د دې روغتونو په داخل کې د یوه ساعت تېرول د یوې ورځې زندان سره برابر دی، چټل او د کلونو زوړ چپرکټ، چټل او عمرو وهلی تشناب چې خیرو یې د خښتو او سیمټو ځای نیولی وي او دهلیزونه یې چې د محبس تر خونو بدتر وي.په داسې محیط کې چې ناروغ سره له ستر مجبوریته څو ساعتونه نه شي تېرولی، موږ کلونه تېروو، په داسې محیط کې د څلورو پینځو کلونو تېرول د محصلیې له دوره په ځلونو سخت او با مسولیته کار دی، خطرناکې ناروغۍ کمې نه دي که دې خدای ج ورسره سر کړ نو بیا دې کورنۍ پر خدای سپاره. ددې ټولو جنجالونو سر بیره باید بیا لسګونه امتحانونه هم تر سر تېر کړي.
له تخصص څخه تر خلاصېدو وروسته بیا یوې داسې فضاء ته فیر کېږي چې هلته یې هیڅ سرنوشت نه دی معلوم ، خالي جیبونه زاړه بوټ، نو دا اته زره افغانی معاش وخورې، کورنۍ ته یې ورکړې او که یې خپل کالی او بوټ کړې.
بیا به شل دروازی ټکوې تر څو یوه لرې یا نیږدې معاینه خونه پیدا کړې تر څو د مریضانو درملنه وکړې او په نتیجه کې یې یو څو افغانۍ تر لاسه کړې، د کلونو تر زحمت او تکلیفونو وروسته دې ځای ته رسیږو تر څو په پوره مسولیت، پوه، او جدیت د مریضانو سره هغه هم که خدای ج درباندې برابر کړ شیبې شیبې بحث وکړې او لازمه درملنه یې وکړې او په پای کې یې دوه سوه افغانۍ جیب ته کړې،
اصلې خبرې ته راځم او هغه دا چې د دوه سوه افغانیو په بدل کې باید مریض ته د ښه کېدو ضمانت ورکړې او په نړیوال سټنډرد دی تداوي او درملنه کړې،
له هره کس سره چې کښينې نو خپل شکایتونه به درته سر کړي چې دا دی او هغه دی، ډاکټر دا کوي او هغه کوي، د ټولنې تر ټول بد کس یې همدا ډاکټر دی. در سره وبه منم چې په ډاکټرانو کې بد هم شته اما دا به په شمار کسان وي، خو دا ګیله هم لرم چې د ډاکټرمشکل ولې چا ونه لید، زما د کلونو زحمت ته ولې هیڅوک متوجه نه شول،یو قاضي باید په لس ګونه زره افغانۍ معاش واخلي تر څو ضرورتونه یې پوره شی او رشوت اخیستو ته یې ضرورت پاته نه شي، قاضي خو به رشوت واخلي اما ډاکټر به څه کوي، ډاکټر هم انسان دی او انسان چې کله مجبور شی نو کله نا کله غلط کار ته هم لاس اچوي، ولې ډاکټر دومره مجبور شی چې غلط وکړي.
که له خپلې درملنې د نړیوال سټنډرډ نتیجه غواړې نو همغه سټنډرډ پر ځان تطبیق کړه، په نیږدې مملکتونو کې که وګورو نو یو د اپنډکس عملیان باندې لسګونه زره ډالر مصرفوي، خپل صحت ورته ارزښت لري اما زموږ په ملک کې په لس زره افغانیو ستا عملیات کیږی، له دغه پیسو نیمی خو شفاخانه اخلې پاتې يې د جراح، د جراح اسستانت، د انستېزی ډاکټر او څو نرسانو تر منځ تقسیمیږی، نو ته فکر وکړه چې څه به تری جوړ شي، د هر عملیات لپاره پاکې او تعقیم شوې عملیات خانې، برق، د عملیات سټونو، متعددو پاکون شیټونو او نور وسایلو ته ضرورت دی، دا هرڅه چې په دې پیسو تر سره کیږی زه هم ورته حیران یم.
په آخر کې غواړم ووایم چې کلونه کیږي ډاکټر یم او تر اوسه د ټولنې ټيټ اقتصاد لر ونکی کس هم یم، نه بنک بلنس لرم نه خپل کور، له نورو سره سیالې خو پریږده همدا چې خپل ابتدایی ضرورتونه پوره کړو ډېره به وي. خو خوشال یم چې د انسان او انسانیت په خدمت کې یم.
ډاکتر صاحب اسلام علیکم ورحمته الله
ستا او ستاسو په څېر نورو زړه سواندو ډاکترانو مجبوریت منو، دا واقعیت دی چې زیار مو ګاللی، سختۍ مو تېرې کړې باید یو څه ترلاسه هم کړئ، خو شته داسې ډېر ډاکتران چې د لارنیوونکو غلو غوندې د مظلومو او فقیرو مریضانو څخه د بې ځایه ایکسرې، معیناتو، او تر ګټې یې چې زیان ډېر وي دواوې پرې پلورې.
خو دا هر په یو سوچه مرکزي او قوي اسلامي نظام بدلېدای شي. چې له بده مرغه زموږ سترګې پسې راووتې، خو بیا یې هم د څرګ لګېدو تمه لږه لرو.
الله عزوجل د ځانګړی رحم وکړي، دې ځمکې اور اخیستی، مظلومان په کې وسوځېدل.
هغه چې وس لري، د خپلې تداوۍ لپاره بهر ته ځي، په ښه صحیح ډول تداوي کوي، خو په مظلومانو دلته ځینې خدای ناترسه ډاکتران (البته ټول نه) جیبونه ډکوي.
سلامونه
ځانګړی سلام ډاکټر مجیب احمدی ته!
ما چې ستا څخه څو چپنې ډیرې زړې کړې وې ،غوښتل چې د ډیرئ ډاکټرانو د زړه خواله ولیکم ،خو ښه سو تا ولیکل ،البته ډیرې ناویلې دې پری ایښي.
خیر، زه په ۱۳۶۳ه.ش.=۱۹۸۴م کې د کابل طب نه فارغ سوی وم؛ اول ۲ کاله د عسکری جنجال +واده!هم و.
بیا ستا خبره په وچ کلک معاش هم ځان،هم فامیل هم ټولنیز دود او دستورونه چلول ؟؟؟؛ جالبه دا وه او ده چې مریضان لکه د رمې پسونه د هغه ډاکټر کتنځی (معاینه خانې )ته تلل او ځي چې بیروبار پرې وي او اقلاََ د سټسکوپ د ایښودلو وخت هم وء نه لري او نیمايي نسخه ېې مخکې لیکلی وي او یا ېې پس د نمرې اخیستلو راساََ پاکستان؛هندوستان یا لندن ته ریفر کوي.!
سیاسي، اداري فسادونه ېې پرې بالايي بلاوې وي چې اصلي ډاکټران لکه د فوټبال ټوپ اخوا دیخوا شوټ کوي!!.
بل پرابلم دا چې د لوړو تحصیلاتو وزارت کې د کارمل؛نجیب؛مجډدی؛رباني؛ ملا عمر؛ کرزي واکمنیواو حتی تر اوسه پخوانیو ډاکټرانو سپین ډیپلومونه نشته!؟ ، صرف یو سرټیفیکیټ ورکوي چې په خارج کې په درد نه خوري ؛ او که شنه لوټونه دې وروښودل د کلونو زحمت بریلیک دې باید په رشوت تر لاسه کړې؟…او داسې نور…
خو یوه ګټه مو کړې چې د محمد (ص.ا.ع.و.س.) حدیث مبارک دی:”العلم علمان : علم الابدان و علم الادیان “. مونږ الحمد لله د بدنونو علمونه یو څه زده کړل ګورو به چې د ادیانو به کله او څنګه او چا نه زده کوو؟. و السلام علا من اتبع الهدای .
پخوانی د داخله او اطفالو(انتانی)معالج او بی د اطفالو متخصص (آتاتورک شفا خانه)؛ اوس به بلجیم کې /۳۱ډسمبر=۱۰جدی=۱۳ربیع الآخر