د ۱۳۹۳ کال انتخاباتو له مخکښو کاندیدانو يوه، ډاکټر عبدالله عبدالله، له مالي او سیاسي پلوه د اسرائيلو او يهودي مذهبه ټولنو لخوا په پټه توګه حمایه کېږي. او د همکارۍ پر بېلابېلو مسايلو يې هوکړه سره کړې ده. دا مسايل شامل دي پر: ۱) اسرائيل به عبدالله ته سياسي، استخباراتي او مالي ملاتړ ورکوي، ۲) اسرائيل به په سيمه نړيواله کچه خپل نفوذ کاروي تر څو عبدالله بريالی شي، ۳) عبدالله به د بريا په صورت کې له افغانستان نه کډه شوي يهودان بېرته افغانستان ته ورغواړي او د کاروبار او مذهبي فعاليت شرايط به ورته برابروي، ۴) عبدالله به په سيمه کې د اسرائيلو ګټې خوندي کوي، ۵) عبدالله به د ټولو منفي تبليغاتو چې د اسرائيلو خلاف کېږي او د يهودانو د فرهنګ ترويج ته به له مطبوعاتو کار اخلي او عامه ذهنيت به ورته آماده کوي، ۶) عبدالله به د يهودانو شرکتونو ته د سرمايه ګذارۍ زمينه برابروي.
راپورونه وايي چې عبدالله ته له اسرائيلو سره د همکارۍ زمينه په امريکا کې د افغانستان پخواني سفير سيد طيب جواد، او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ظاهر طنين او په فرانسه کې د افغانستان پخواني سفير، عمر صمد، آماده کړې ده. جواد څه موده مخکې رسما د اکټرعبدالله ملاتړ اعلان کړ. دی له ډېرې مودې راهيسې په امريکا کې د عبدالله لابي ګري کوي، د هغه ځای له بانفوذه يهودانو سره يې ليدلي او د عبدالله په ګټه يې د هغوی حمايت جلب کړیدی
طيب جواد چې د افغانستان حکومت لخوا د سفارت له چوکۍ څخه د سفارت په دننه کې د نڅا او شراب خورۍ محفل دايرولو پر سر لرې شو، نو د قيمتي ډبرو تجارت یې پيل کړ. دا هغه کار و بار و چې ده له پخوا ورسره علاقه مندي درلودله. له افغانستان څخه امریکا ته د تللیو يهودانو عمده کاروبار د قیمتي کاڼو سوداګري تشکيلوي، نو ځکه ده ورسره له پخوا راشه درشه درلود.
طيب جواد چې کله په واشنګټن کې د افغانستان سفير و، وخت ناوخته به د افغاني الاصله يهودانو ميلمستياوو ته حاضریده. د افغانستان سفارت د رسمي وېبسايټ (۱) په اساس طيب جواد به دا ملاقاتونه د نيويارک په کوينز سیمه کې چېرته چې دا يهودان اوسېږي کول. د يهودانو د دې ټولنې مشر جاک ابرهم د جواد تود هرکلی کاوه او له ده سره يې نه يوازې د افغانی الاصله يهودانو بلکې د نړيوالو يهودانو د دوستۍ او مينې ستاينه کوله.
په دې غونډه کې جواد ويلي چې افغانستان ستاسو دی او ډېر ژر به تاسو وکړی شئ افغانستان ته ستانه شئ.
جاک ابرهم: جاک ابرهم خپل ژوند په ټوله نړۍ کې د يهودي اهدافو لپاره وقف کړی. د لبنان په جګړه کې ابرهم يو پراخ کمپاين پيل کړ، چې د اسرائيلو شمال ته خواړه او طبي مرستې ورسوي. جاک په نيويارک کې د افغان الاصله يهودانو د ټولنې په توګه دوه ځل انتخاب شوی او د قيمتي کاڼو کاروبار کوي، په افغانستان کې د قیمتي ډبرو له سوداګرو، له جواد او د پنجشير د زمردو له کاروباريانو سره سوداګريزې اړيکې لري. دی هر کال په کابل کې يوازينې پاتې يهودي ته مرستې رسوي.
طيب جواد:
سيد طيب جواد د کندهار له فارسي ژبو شيعه ګانو دی، کابل پوهنتون کې يې زده کړې کړي. جواد په ۲۰۰۳ کې د امريکا لپاره د افغانستان د سفير په توګه مقرر شو، تر هغې چې پر ۲۰۱۰ کې په افغانستان سفارت کې د رقص او شراب څښلو د محفل په دايرولو په افغنستان کې د پراخ ولسي غبرګون سره مخ او له دندې ګوښه کړی شو. جواد په مکسيکو، برازيل، کولمبيا او ارجنټاين کې د افغانستان سفير پاتې شوی او پخوا (۲۰۰۲ تر ۲۰۰۳) يې د ولسمشر کرزي د دفتر د رئيس په توګه کار کړی. جواد د کپيټلايز په نامه کمپني لري چې سياسي مشورتي کارونه او د قيمتي ډبرو تجارت کوي.
عمر صمد:
عمر صمد په واشنګټن کې (د نوې امريکا د بنسټ) غړی دی، او د ورېښمو لار (سېلک روډ) په نامه مشورتي شرکت مشر دی. عمر صمد د (سولې لپاره د امريکايي انسټېټيوټ) کې کار کړی. د ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۱ په فرانسه کې د افغانستان سفير و. د ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۹ پورې په کاناډا کې د افغانستان سفير و. دی له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۴ کله چې ډاکټر عبدالله د بهرنيو چارو وزير و، نو عمر صمد يې وياند و. عمر صمد له دې مخکې د دپلوماسۍ کومه تجربه نه درلوده، خو کله چې عبدالله له وزارته ليرې کېده، نو صمد يې کاناډا ته د سفير په توګه واستاوه، چې له هغه ځايه دده سياسي فعاليتونو لپاره لابي ګري هم وکړی شي. صمد اوس د عبدالله د کمپاين غړی دی او دده لپاره په غرب کې لابي کوي. دی د يهودانو له شبکو سره نږدې کار کوي او له مطبوعاتو او فکری بنسټونو (تېنک ټانکونو) او تحقيقاتي ادارو سره منظمې جلسې او مرکې کوي، چې د عبدالله لپاره حمايت راجلب کړي. (۴)
ظاهر طنين:
د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان سفير ظاهر طنين د کابل پوهنتون فارغ التحصيل دی. بي بي سي سره يې د پروډيوسر په توګه کار کړی. د نظار شورا سره غړيتوب لري. ده د سفير په توګه د دندې پر مهال يو اپارتمان په ۴،۲ مليونه ډالرو، د منهاټن اپارتمانونو څخه، د دولت په پيسو رانيولی و. پر دې سربېره يې مياشتي د برېښنا، اوبو، غاز مياشتني مصارف له ۷ زرو ډالرو اوښتل. چې دا د نورو منهاټن اپارتمانونو له کرايې لا زياتې وې. (۵) دده دې اپارتمان څو خونې، عصري آشپزخانه او يو د لامبو حوض درلود او المارۍ به يې له رنګ رنګ شرابو همېشه ډکه وه. دده نور ملګري چې په سفارت کې يې کار کاوه خپل خپل اپارتمان نيولی و، چې د هر يوه مياشتنۍ کرايه په اوسط ډول ۲۰ زرو ډالره وه، چې د منهاټن اپارتمانونو څو چنده زیاته وه. په داسې حال کې چې پخوانيو سفيرانو د کرايې ټول مصارف له ۷ زره ډالرو زيات نه ول.
له ده پوښتنه شوې وه، چې ولې په يې دومره ګران بيه ځای نيولی نو ده ځواب کې ويلي ول چې نور سفيران، لکه طيب جواد، په قيمتي اپارتمانونو کې ژوند کوي، نو زه خو له هغو کم نه يم. ويل کېږي چې طنين کاري وړتيا نه لري، خورا بې کفايته دی، خو په کابل کې د شمالي ټلوالې د حکومتي غړو په زور ناست دی. طنين خورا متعصب دی، چې تل يې د افغانستان د شريفو قومونو خلاف چلند او د کرکې څرګندونه کړې.
په امريکا او غرب کې دا درې افغاني دېپلوماتان چې له ټلوالې سره تړلي دي، د عبدالله د بريالي کولو لپاره سخته لابي کوي. دوی له بهرنيو مطبوعاتي شرکتونو، اسرائيلي، يهودي او صهيونستي کړيو سره ورځنۍ جلسې لري چې په دا وروستيو ورځو کې دده لپاره لا ډېر ملاتړ راجلب کړي. چې اسرائيلو ددغې لابي ګرۍ په نتيجه کې د عبدالله ملاتړ ته غاړه کښېښوده.
اخذلیک:
(۱) په واشنګټن کې د افغان سفارت راپور: د افغانی الاصله يهودانو ټولنې د طيب جواد ميلمه پالنه وکړه:
(۲) د جاک ابرهم پيژندنه:
http://www.jewishcommunityheroes.org/nominees/profile/jack-abraham1/
(۳) د سيد طيب جواد ژوند ليک:
http://en.wikipedia.org/wiki/Said_Tayeb_Jawad
(۴) د عمر صمد ژوندليک:
http://en.wikipedia.org/wiki/Omar_Samad
(۵) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفير ۴،۲ مليوني ډالر اپارتمان:
http://kabulpress.org/my/spip.php?article4590