سره له دې چې د ۱۳۹۳ د وري د ۱۶مې نېټې ټولټاکنو ته، د ټاکنيزو کمپاينونو څو ورځې کيږي؛ خو له همدې پيله د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله او د هغه د ملګرو ترمينځ ډېره وارخطايي او ناهيلي ليدل کيږي.

د هغوی دا وارخطايي بې ځايه هم نه ده؛ د دوی د پخوانۍ شمال ټلوالې ډېرې راېې امير اسمعيل خان له ځان سره استاد سياف ته يوړې، ډېرې نورې يې د جنرال دوستم لخوا اشرف غني احمدزي ته وروبخښل شوې، او حتی د ډاکټر عبدالله د ځالې (پنجشېر) ډېرې رايې احمدضيا مسعود  د ډاکټر زلمي رسول له سره ځار کړې.  ډېر شمېر نورې رايې يې اخوا دېخوا د يو او بل خوراک شوې.

له بلې خوا د ولسمشرۍ د کانديدانو ترمينځ په وروستيو دوو ټلوېزيونې مناظرو کې د ډاکټر عبدالله ضعيف موقف او د طالبانو او ډيورنډ لاين په شان مسايلو په اړه د هغه د پخوا خلاف اوښتی دريځ (چې په حقيقت کې د پښتنو د رايو اخيستو لپاره سياسي چال دی) د هغه ډېر پخواني پلويان ناراضه او دې ته اړ کړي چې د هغه په اړه بيا غور وکړي.

اوس نو د ډاکټر عبدالله عبدالله دا وېره پر ځای ده چې نور افغانستان خو لا پرېږده؛ ښايي د پنجشېر او بدخشان خلک هم هغه ته دومره رايې ورنکړي، د څومره چې يې تمه لرله.

دا حالت د ډاکټر عبدالله عبدالله لپاره په راتلونکو ټاکنو کې تر تېرو هغو د سختې ناکامۍ سره نښه ده!

ښه نو، د ډاکټر عبدالله د ناکامۍ په صورت کې بری حتمي د ډاکټر اشرف غني احمدزي په برخه دی. او دا، هغه څه دي چې ډاکټر عبدالله يې د ځان او خپلې ډلګۍ د پو پناه کېدو په معنا ګڼي.

دوی چې د يوې هوښيارې او فعالې ډلګۍ په توګه؛ په هر حال، هر وخت او د هېواد هر ځای کې خپل شتون او خپلې ګټې ساتل غواړي؛ هم حکومت هم اپوزيسيون، هم جنګ هم سولې، هم قانون او هم ناقانونۍ کې خپل رول فعال ساتل اړين ګڼي؛ نو دا به ورته هيڅ د منلو او زغملو وړ نه وي چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په راتګ سره دې د دوی هر څه پو پنا شي.

ډاکټر عبدالله چې به پخوا د خپل نږدې ملګري يونس قانوني دا لارښوونه اورېده چې، په افغانستان کې لا دېرش کاله نور هم د غير پښتون واک ته رسېدل ناشونی کار دی، نو په ناراحته انداز به يې ورغبرګه کړه: اګر ريئس جمهور نه ميشيم، معاون ريس جمهور خو بايد هميشه باشيم!

اوس که ډاکټر صيب اشرف غني احمدزی بريالی کيږي نو د ډاکټر عبدالله ډله مرستيال ولسمشري هم له لاسه ورکوي. له بلې خوا ډاکټر صيب اشرف غني ورته لکه د (وادي ګرګها) سريال د اتل (فولاد علمدار) په شان داسې څوک ښکاري چې په معاملو او مصلحتونو هم ډېر باور نه لري.

ځکه خو د اشرف غني برياليتوب دوی د ځان لپاره د پو پناه کېدا په معنا ګڼي او ددې (ستر خطر) د مخنيوي لپاره بايد حتماً بله لاره چاره وسنجوي!

ډاکټر عبدالله عبدالله او د هغه ډلګۍ د (ستر خطر) د مخنيوي لپاره، ښايي دا کوچنی خطر ومني چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د زلمي رسول په ګټه تېر شي.

ولې زلمي رسول ته تېرېدا؟

ډاکټر زلمی رسول هغه څوک دی چې په ارګ کې يې شتون تر ډاکټر عبدالله عبدالله ډېر د پښتنو په زيان او د شمال ټلوالی په ګټه دی.

د ډاکټر عبدالله د برياليتوب په صورت کې به بيا هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې څه ناڅه پښتو پاتې وي، د عبدالله لومړی مرستيال انجينير خان محمد که د احمدشاه مسعود د ورور د وژنې په تور ونه وژل شي، نو هغه به له خپلو ملګرو سره کله نا کله په ارګ کې پښتو وايي؛ خو که د ډاکټر زلمي رسول ټيم بريالی شي نو ارګ به بلکل له پښتو خالي شي.

ډېری افغانان به ددې خبرې شاهدان يي چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو په لومړنۍ ټلوېزوني مناظره کې، چې د طلوع ټلوېزون له لوري څو شپې وړاندې خپره شوه، يواځينی نوماند ډاکټر زلمی رسول و چې حتی يوه کليمه پښتو يې ونه ويله.

سره له دی چې د ډاکټر زلمي رسول يو انتخاباتي شعار برابري يا مساوات دی خو د خپل شعار خلاف يې په ياده مناظره او بل هر ځای کې د ژبو تر مينځ هيڅ برابري او مساوات نه دی مراعات کړی او ددې بې عدالتۍ لامل دادی چې هغه د هېواد په ملي او رسمي ژبه (پښتو) نه پوهېږي.

ډاکټر زلمی رسول به د لاندينيو ټکو له امله تر ډاکټر عبدالله ډېر د شمال ټلوالې په ګټه وي.

۱- ارګ به له پښتو په بشپړه توګه خالي شي؛

۲- يو ځل بيا به د ظاهر شاه او هغه ته ورته تش په نامه پښتنو پاچاهانو په شان، يو تش په نامه پښتون سړي ته ولسمشري منسوبه شي خو په عمل کې به هر څه د هېواد د اکثريت (پښتون قام) په لوی زيان وي. (چې دا کار لوی بغاوتونه راپارولی شي)؛

۳- د حزب اسلامي يوه ډېره وړه برخه به هم ارګ ته هيڅ لاره پيدا نکړای شي؛

۴- واک به دداسې ډلګۍ په لاس کې شي چې هم به په هېواد کې د شتو واکمنو جنګسالارانو او هم د بهرنيو نيواکګرو ملاتړ ورسره وي. (زيان به د ولس وي)

او پورتنۍ ټولې د ډاکټر عبدالله او د هغه د ټيم اساسي موخې او غوښتنې دي.

د ډاکټر عبدالله د تېرېدنې په صورت کې به، د حمل د ۱۶ نېټې په ټولټاکنو کې نور نوماندان هم وي، خو اصلي ټاکنيزه جګړه به د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر زلمی رسول ترمينځ وي.

په دې صورت کې به د ډېرو افغانانو ترڅنګ، ولسمشر کرزی او ډېری نړيوال هم د لاندينيو او يو شمېر نورو لاملونو له مخې د ډاکټر زلمی رسول ملاتړ وکړي او د هغه د برياليتوب چانس به ډېر شي.

۱- ډېری نړيوال په تېره بيا نيواکګر هېوادونه د داسې يو چا غوښتونکي دي چې له فکر او پوهې بې برخې او په پټو سترګو د هغوی د هرې غوښتنې منونکی وي؛

۲- ولسمشر کرزی هم تر ځان وروسته د داسې چا غوښتونکی دی چې خپلې ټولې نيمګړتياوې د هغه د ضعيف ټيم په واسطه پټې او د افغانانو له ياده وباسي تر څو د افغانستان کاڼي او بوټي هم د ولسمشر کرزي ارمان وکړي؛

۳- د ښځو د حقوقو په نامه ډېری هېوادنۍ او نړيوالې ډلې به له دې امله ورته خوشاله وي چې د زلمي رسول دوهمه مرستياله ښځه ده؛

ډېری ګاونډي هېوادونه هم تر ډېره د زلمي رسول برياليتوب ته خوښ دي ځکه د زلمي رسول ټيم به ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني او په دوهم ګام کې به افغانستان د فېډرالېزم په پلمه په اتو برخو وويشي. (دا څرګندونې د ډاکټر زلمي رسول لومړي مرستيال احمد ضيا مسعود له طلوع سره په ځانګړې مرکه کې کړي).

انجينير فضل هادي فضليار

————————-

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

16 thoughts on “ډاکټر عبدالله عبدالله د زلمي رسول په ګټه تېرېږي! – فضلیار”
  1. د زلمی رسول معاونینو کی خو یو پښتون هم نشته او ټول به دری وایی . نو پام کوی چی لږ تر لږه په ظاهره خو یو تش په نوم پښتون په واک کی ولری.

  2. فضلیار بیا لکه چی تهمت ته مخه کړه. د زان مشهوره کیدل داسی نه کیژی نړی خو نه ده دا تاند سایت دی بهتان به دی غرق کړی

  3. ۱- که سوله ورکول غواړ او جګړه پیاوړی کوی نو زلمی رسول ته رایه ورکړی.
    ۲- که اقتصادی پرمختګ او بیا رغاونه ختمول غواړی نو زلمی رسول ته رایه.
    ۳- که جنګسالاران او خپل سری واکمن او مشران تقویه کول غواړی نو زلمی رسول ته رایه ورکړی.
    ۴- که غواړی چی افغانستان دی د همسایه ګانو او منطقی د سیالیو له امله د جنجالونو او کشمکشونو لوبغالی سی نو زلمی رسول ته رایه ورکړی.
    ۵- که غواړی چی کلی او ښارونه مو له تمدنه لری پاته شی او د ټوپک سالاری مږه پکی وپنځیږی نو زلمی رسول ته رایه ورکړی.
    ۶- که غواړی چی له هر رنګه غیرت او حمیته خلاص سی نو زلمی رسول ته رایه ورکړی.
    ۷- که غواړی چی د کرزی له فساده ډک پیر ته دوعا په لاس شی نو زلمی رسول ته رایه ورکړی.

    1. ulfat

      نور به سه نه وایم خودیو افغان ځوان په حیث غواړم چی ډاکټراشرف غنی ته رایی ورکړم ځکه لیاقت یی لری او ده خوږ مظلوم افغانستان لپاره تری خدمت اوشی مننه

  4. چي رښتیا سي داده ماښام سوچ دی مګر تا سهار وهلی دی او په څنګلي سر ګرول هغه څه دی چي راتلونکي به یی ځواب کړي

  5. گرانوهیوادوالو
    زلمی رسول کوم داسی کار په خارجه وزارت کی کری ریاست جمهوری کی به گلان وکری هسی د کرزی صاحب جوالیان کله یو وزارت کله بل وزارت

  6. فضل یار صیب داسی تحلیل وړاندی کړی دی ګواکی مونږ (افغانان) ډیر ځیرک سوی یو او یو پراخه سیاسی بصیرت مو پیدا کړی دی. واقعا که عبدالله دا کار وکړی د هغه په قوی سیاسی بصیرت په دلالت وکړی خو ګمان نه کوم چی هغه دی لا دومره هوښیار شوی وی.

  7. یو دټاکنو شفافیت او خوندیتوب ده دا ځانته خبره ده.بل داچه موجوده او برحاله ټیم له چا سره همکاره ده؟
    زما په نظر امریکایانو تر هر چا په موجوده حکومت ډیر اعتماد، سیاسی اوسنۍ او اینده ګټی او نور …..خوندی دي.نو خبره دا ده چی کرزی صیب به له زلمی رسول څخه په کلکه ملاټړ وکري. بله خبره که وویل شی چی کرزی صیب ولی له قیوم کرزی صیب څخه ملاتړ نه کړي؟دا بیله خبره ده هغه دا چی دامریکایانو چی څومره ګټی د کرزی صیب په ټیم کی خوندی وی په نورو هیڅکله هم دا. اعتماد نه کوی.

  8. برادران متوجه باشند که آقای رسول رل بعد از این زلمی رسول نه بلکه کهنه رسول بنامند! زیرا نه درمغزش جوانی مانده ونه هم در روح پژمرده اش! جنابشان به میل خود نه بلکه به زور تیله وتمبه بطرف این انتخابات انداخته شده ونمیداند که چه کند! جنابشان از منافع ملی و اهمیت آن ویا هم از وحدت ملی وچګونګی تامین آن اصلا خبری ندارند چه رسد که کفایت انرا داشته باشند! نمیشود که با دریشی اروپایی خود را به غربی ها دیموکراد وعصری جلوه داد! در مغز هم باید چیزی باشد که متسفانه نیست! بهر حال هموطنان ما باید دقیقاً از انتخاب زلمی جان کهنه برنګ نو بپرهیزند که اوشان کفایت یک وزارت خارجه نداشت چه رسد که دولت را اداره کند واز تباهی کشور جلوګیری کنید وای امر در دور انداختن افراد چون رسولجان کهنه به نو وترد افراد قبلاً به دالر فروخته شده چون دبل عبدالله وترد شیخ الشیطان سیافو امثال اُم اګرچه آقای اشرف غنی احمد زی با دولت کرزی انجام وظایفی داشت ولی در امور محوله همیشه پاک و،شفاف وبا کفایت عمل کرده که شخص اکادمیک واداره چی خوبی است که در آینده میتواند حیثیت ، پرستیژ وموقعیت افغانستان را در جایش که لازم باشد مینشاند. اما کرزی وتیم بازاری اش هم نمیخواهند که اشرف غنی در این پست قرار ګیرد زیرا موفقیت تیم اشرف غنی سبب خجل کرزی وتیم فاسدش میشود! لطفاً دوستان سنجیده ګام ګذارید تا حساسیت وخت را دانسته وبدسته سبب تباهی کشور نازنین خود نشویم! انشاءالله!

  9. ډیرښه اوډیره پرځای لیکنه هرڅوک اوهرافغان باید دخپل ضمیر په اساس پریکړه وکړی

  10. Zalmai Rasool is Like Zahirshah, who does not know a word of PAshtoo, he would not have any PAshtoon feeling and would sell all pashtoons to other minorities worse than Zahirshah and Pashto language would be badly loser.

  11. مونږ ته داسی ريس جمهور منظور ندی چه په پشتو ژبه خبری نشی کولی •او ملت به داسی کس ته رای ورنکړی.که داکتر عبدالله زلمی رسول سره یوزای شی نو ټولو پښتنو ته پکار ده چه غیرت او همت وکړی چه داکتر اشرف غنی په اکثریت کامیاب کړی

  12. انجینر فضلیار صاحب سلامونه! دا چی د ډاکتر صاحب زلمی رسول لپاره مو دومره مثبت او د اخلاصه ډک تبلیغ کړیدی د زړه له کومی مننه در څخه څرګندوم. د هغه ډیری مثبتی خواوی مو را څرګندی کړی(البته د عکس په بڼه). که چیری د زلمی رسول پله هم دومره درنه شوه، سر له اوسه مبارکی ورته وایم. ما تر اوسه د ډاکتر صاحب اشرف غنی په ضد موضیعګیری نه وه نیولی او برعکس نسبت نورو ته می د پوهی او انصاف له مخی ښه بللی، خو که یی اوس ستاسی په څیره او قضاوت کی وګورم یایی وتلم نو هغه اشرف غنی نه ځینی جوړیږی. که په ارګ کی د پښتو ژبی خبره شی نو بیله نورمحمد تره کی بل یوه پښتون مشر هم په ارګ کی تل او د هر چا سره پښتو نده ویلی. که په ارک کی د حزب اسلامی دموجودیت خبره شی، نو هغه پدی ټوله دوره کی په ارګ کی ډیر ښه موقف لری او هم یی څو نوی ډلی زه پیژنم چی همدا اوس د ډاکتر صاحب زلمی رسول پشتیبانی کوی. که د ډیورنډ د کرښی د امضا خبره کوی، نو کرزی صاحب امنیتی تړون لا نه امضا کوی ،نو د امانالله خان بچی به بیا د ډیورنډ ناولی، ناروا، غیری قانونی، د افغان او جهانی تاریخ د اوصولو له مخی تر وخت تیره، جعلی او په زور منل شوی کرښه څنګه ومنی. زه افغان کفن په غاړه به را پاڅم + که خبر شوم چی پښتون د چا غلام شو. تاسی تشویش لری، چی واک به د داسی ټولګی په لاس کی وی، چی هم به په هیواد کی د شتو واکمنو جګسالارانو او هم به د بهرنی نیواکګرو ملاتړ ورسره وی. پدی هکله درته دا وایم، د جنګسالارانو څخه ډاکتر صاحب اشرف غنی هم ځان ګوښه ندی نیولی. د بهرنیو نیواکګرو په هکله باید درته ووایم،چی پدی باب د ډاکتر صاحب اشرف غنی ضعف تر ډاکتر صاحب زلمی رسول په کراتو اومراتو بیخی زیات دی، ځکه میرمن یی خارجی ده او پر داسی خلکو چی میرمنی یی خارجیانی وی په یو ملک کی د یوه مهم کوچنی ریاست د دندی ورسپارلو اعتماد هم باید ونه شی. پدی هکله سبا که خدای کول د خپل ژوند یوه کیسه درته کوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *