د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس ډاکټرعبدالله عبدالله له یوشمېر لیکوالو، شاعرانو او فرهنګیانو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

په پيل کې لیکوالو او فرهنګیانو د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړې او له اجرایوي رییس نه یې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د فرهنګیانو ترمنځ نه همغږي، د اطلاعاتو او کولتور ریاست له لوري د لازمو فرهنګي چارو نشتون، په فرهنګي ادارو کې د غیر فرهنګي کسانو ګومارل، د کتابونو د چاپ او د لیکوالو بې کاري هغه ستونزې وې، چې په دې ناسته کې لیکوالو مطرح کړې او د حل لپاره یې وړاندیزونه وکړل. هغوی ویل، په تېرو دیارلسو کلونو کې د فرهنګي غښتلتیا پر ځای تر ډېره فرهنګي پروژې پلې شوې، چې د ګټې پر ځای یې فرهنګ ته زیان واړوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې فرهنګ او فرهنګیانو ته پام یې په لومړیتوبونو کې راځي، د هغوی د ستونزو لپاره به حل لارې ولټوي او فرهنګیان دې هم ورسره په دې برخه کې مرستې وکړي.

ده وویل، د فرهنګي وضعیت د ښه والي، د ټول هېواد د فرهنګیانو او لیکوالو ترمنځ د ښې همغږۍ او د هغوی د هڅولو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري.

نوموړي له ملي پانګوالو وغوښتل چې د فرهنګي ودې په برخه کې پانګونه وکړي، د لیکوالو اثار چاپ کړي او د تجربو په شریکولو کې یې هڅې وکړي.

هغه ژمنه وکړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له چارواکیو سره به د لیکوالو او فرهنګیانو د ستونزو په اړه وګوري، د کتابونو د چاپ کمېټه به وڅېړي او په دې برخه کې به له لیکوالو سره په سلا او همغږۍ اصلاحي ګامونه پورته کړي.

ډاکټر عبدالله وویل، په مرکز او ولایاتو کې دې د همغږۍ ګډې کمېټې جوړې شي، څو لیکوال سره همغږي کړي او په ګډه د ستونزو حل ته لارې ولټوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رییس زیاته کړه، فرهنګیان دې د مثبت واقعي تصویر په لېږدولو کې هڅې وکړي، که څه هم چې په دیارلسو کالو کې د فرهنګیانو وضعیت ته پام نه دی شوی؛ خو اوس باید ډاډه اوسي چې د ملي یووالي حکومت یې تر شا ولاړ دی.

هغه د دولت او فرهنګیانو ترمنځ د واټن په له منځه تلو د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د لیکوالو د کتابونو د چاپ لپاره به هڅې وکړي، علمي او کاډميکې ادارې به پياوړې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *